کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د افغانستان او تركيې اړيكي ، اهميت او د ټينګښت اړتياوې

د افغانستان او تركيې اړيكي ، اهميت او د ټينګښت اړتياوې

افغانستان او تركيه د دوه نږدې كلتورونو او تاريخي دوستۍ خاوند هيوادونه دي چې د افغانستان اوسنيو شرايطو ته په پام سره ددغه هيواد اغيز او رغنده رول او ونډه د پام وړ دي . 



تركيه د اروپا په جنوب ختيځ او د آسيا په جنوب لويديځ كې پروت هيواد دى او د اروپا او آسيا ترمنځ مهم ټكى بلل كيږي . 



د تركيې هيواد له دوه ټاپووزمو جوړ دى چې يوه آناتولي چې د تركيې ۹۷ فيصده خاوره تشكيلوي او په آسيالويه وچه كې پرته ده او بله يې د ختيځ تراس ټاپووزمه ده چې ددغه هيواد درې فيصده خاوره په اروپا لويه وچه كې جوړوي او دغه دواړې ټاپووزمې د مرمره سمندرګي په وسيله له يوبله بېلې شوې دي . 



تركيه د ختيځ او لويديځ د اړيكتيايي پول په توګه رول لوبوي او ددغه هيواد كلتور تل له ډيرو كلتورونو سره په ارتباط كې وي . 



له بلې خوا له ګډو ګټو يا مشترك المنافع هيوادونو  ، ايران ، عراق ، سوريې ، يونان او بلغارستان سره ګډې پولې لري چې همدې او نورو ځانګړنو يې موقعيت او دافغانستان لپاره دهغې اهميت څو برابره زيات كړى دى . 



د افغانستان او نړۍ لوى وياړ مولانا جلالدين محمد بلخي هم ددغه هيواد په قونيه ښار كې له نړۍ سترګې پټې كړې دي او همدغلته خاورو ته سپارل شوى دى . 



پدې سربېره د تاريخ په اوږدو كې دغه هيواد د افغان شخصيتونو لپاره مهم پاتې شوى دى او د اړتيا په مهال يې تل دغه ټاټوبي ته پناه وړې او يا يې په دغه ټاټوبي كې خپل ژوند ته دوام وركړى . 



همدغه راز ددغه هيواد په آزادۍ كې هم افغانانو پوره پوره ونډه اخيستې او تل يې له دغه هيواد سره ښه اړيكي درلودلي دي او اوس هم لا دوام لري . 



دغه هيواد په افغانستان كې د حامد كرزي د حكومت په ګډون د ملي او هغه واكمنيو ملاتړ كړى چې افغان ولس ته د منلو وي . 



دغه هيواد د افغانستان لپاره د توكيو ، برلين او لندن په كنفرانسونو كې ۱۱۰ ميليونه ډالره هم د افغان حكومت په واك كې وركړل . 



همدغه راز دتركيې د ولايتي بيارغونې ټيم هم د ميدان وردګو په ولايت كې فعاله ده او تر اوسه يې د پوهنې او كرهڼې په شمول د دغه ولايت د بيارغونې په بېلابېلو برخو كې ونډه اخيستې . 



د تركيې اوسني ولسمشر ، پخواني بهرنيو چارو وزير او د هغه مهال د لومړي وزير مرستيال عبدالله ګل د ۱۳۸۵ هـ ل كال د حوت په اتمه نېټه د افغانستان او تركيې د دوه اړخيزو اړيكو په پياوړتيا ټينګار كړى وو او ويلي يې وو : دغه دوستي او وروري له پخوا پيل ده او دوام لري . 



هغه په افغانستان كې د دوه نيمو لسيزو جنګ پايلو او د تركيې د پخوانيو حكومتونو مرستې ته په اشارې سره وويل : دغه مرستې به ادامه ولري . 



هغه په نوموړي سفر كې د ۹۰۰ ناروغانو لپاره د ورځنيو روغتيايي خدماتو د وړاندې كولو په منظور په كابل كې د يو سمبال روغتون د جوړېدو خبر وركړى وو . 



هغه ويلي وو چې ددوى دهيواد دولايتي بيارغونې ټيم په وردګو ولايت كې فعاليت لري او اوسمهال ددغه ولايت د كروندګرو د محصولاتو د ساتلو په منظور د لويو سړخونو د جوړولو په تكل دي . 



هغه په داسې حال كې چې هوا هم خرابه وه خو بيا يې هم له وردګو ولايت سره د خپلې مينې له كبله دغه ولايت ته سفر وكړ او د كرهڼې د مسلكي ليسې او د پوليسو د روزنځاى پرانستنه يې كړې وه . 



هغه د وردګو له والي او مشرتابه سره په بېلابېلو برخو كې مفصلې خبرې كړې وې او د زړه له تله يې دافغانستان او په تېره بيا د وردګو ولايت په رغونه ټينګار كړى وو . 



دافغانستان د بهرنيو چارو وزير رنګين دادفر سپنتا هم له خپل دغه سيال سره په ګډ مطبوعاتي كنفرانس كې د پوليسو د روزنې او سمبالونې په برخه كې د تركيې د هڅو يادونه كړې وه  او په افغانستان كې يې د سولې په ټينګښت كې ددغه هيواد رول ښه ارزولى وو . 



هغه په تركيه كې د افغان ډيپلوماټانو روزنې ته اشاره وكړه او  په راتلونكي كې يې هم دغه هيواد ته د روزنې په موخه د افغانانو د استولو خبره وكړه .



دې ته په پام سره چې ښآغلى ګل اوس د تركيې ولسمشر دى له افغانستان سره دهغه مينه او د افغانستان سولې او بيارغونې ته د هغه لېوالتيا د افغان ولس لپاره ډېره اغيزمنه پرېوځي . 



همدغه رار په دې وروستيو كې د سيمې او نړۍ د وياړ مولانا جلال الدين محمد بلخي په نمانځغونډه كې د ګډون په موخه دغه هيواد ته د وردګو د والي ښاغلي عبدالجبار نعيمي سفر هم پدې لړ كې د ارزونې وړ دى . 



هغوى په تركيه كې د افغانستان له لوى سفير ښاغلي مسعود خليلي سره يوځاى ددغه هيواد ولسمشر عبدالله ګل هم وكاته او دهغه د ولسمشرۍ په مباركۍ سربېره يې له افغانستان سره ددغه هيواد د مرستو د دوام غوښتنه وكړه . 



عبدالله ګل هم ددغه دواړو هيوادونو په تاريخي دوستۍ په ټينګار سره يوځل بيا له افغانستان سره دخپلو مرستو د دوام ژمنه وكړه او افغانستان ته يې يوځل بيا دسولې غوښتنه وكړه . 



همدغه راز د ميدان وردګو والي عبدالجبار نعيمي هم په دغه سفر كې له ډيرو تركي چارواكو سره كتلي او په وردګو كې يې د افغان ترك د ليسې په شمول د افغان محصلينو لپاره د زده كړې د بورسونو او د ډيرو نورو مرستو د جلبولو زمينې برابرې كړې دي  .


د افغانستان اوسنيو شرايطو ته په پام سره د تركيې د هيواد مهم جيوپولوتيك موقعيت او دافغانستان لپاره يې اهميت بايد له پامه ونه ويستل شي .


تركيه د سيمې او آسيا په اقتصاد كې هم مهم رول لري حتى پدې وروستيو كې  ددغه هيواد په جنوب كې له كرد ياغيانو سره د تركيې د حكومت لانجې د تېلو په قيمت اغيزمنې وبللې .


له بلې خوا اروپا ته هم د ګازو او تېلو په ليږد كې دغه هيواد ټاكونكى رول لري  ، چې په طبيعي توګه يې د سيمې هيوادونو او افغانستان ته هم په خپل ځاى اغيزې درلولى شي .