غوښتنه

د لراوبر اداره | جنوري 3rd, 2008


 


هغې به په زېړ سپڼسي پېيلي د لرګي وړې وړې تسبح په خپلو نرمو ګوته اړولې ، او خپلي نرمې خو پتري نيولې شونډي به يې شورېدلې .


څه به يې ويل دا د هغې خپل كار و


څومره به يې ويل دا هم د هغې خپل كار و


 


خو څو لحظې چي به واوښتې او هغې به خپلي تسبح   د خپل لاس په ګوتو كې بندي كړې او لپه به يې د اسمان په لور لكه كچكول ونيوله نوتر سترګو به يې د ملغلرو غوندي رڼې رڼې اوښكې وڅڅېدې.


هغې به هم لكه د رابعه بلخي په شان له خدايه دا دعا نه غوښته چي.


يا خدايه ! كه به زه له تا څخه جنت غواړم مه يې قبلوه.


كه به رابعه بلخي دا دعا غوښته چي.


خدايه زه له تا څخه تا غواړم نو دعا مي قبوله كړه.


خودې دا هم نه غوښتو




هو!


هغې څه غوښتو؟


هغې دا غوښتو چي


يا خدايه پاكه ! ته مې سترګې ولګوې په دا خپله زرغونه لمن !


 


 


 


 


 


 

Copyright Larawbar 2007-2024