کور / تازه خبرونه / كندهار : ولا هر څه اسمان ته پورته سوي

كندهار : ولا هر څه اسمان ته پورته سوي

په ماركيټونوكې دلمړنيوخوراكې توكوله لوړي بى څخه ډيراغيزمن سوي يو:ښاريان .


كه دلمړنيوخواركې توكوماركيټونوته څوك سرورښكاره كړي نووبه ويني چې په تيرودواونيوكې دغنمو،غوړيو،وريجواونوروخوراكې موادوپه نرخونوكې څومره حيرانه ونكې بدلون راغلي دي .


كندهارچې دسويلي حوزي زابل ،هلمنداواوروزګان په كچه دپيراوپلورسترمركزونه لري اوهرڅه پكې په پريمانه  توګه ترسترګوكيږي خوهغه دچاخبره چې دهرڅه نرخونه پكې اسمان ته ختلي دي .


پدغه ولايت كې دوې درې اونۍ مخكې داوړو ديوي سل كيلويې بوجى بيه څوارلس سوه افغاني وه خوكه اوس وكتل سي نودغه بيه دوه زره اوڅلورسوه افغانيوته پورته سوي ده ،په همدي مثال دهرڅه په بيه كې دپام وړلوړوالي راغلي دي .


دروان ژمي په سړه هوااودوګړوپه بى روزګاري كې ددغوخوراكې توكولوړي بى تربل هرچاپرهغوكورنيوزيات تاثيرات اچولي چې نه كورلري اونه هم داسي كاروبارچې خپل ورځني ژوندورباندي په نثبتآارامه توګه تيركړي .


دكندهارښارپه واټونوكې كې وكتل سي نودسړي هواسره سره به وليدل سي چې په څومره زياته پيمانه بې روزګاره كسان دمزدوري په طمع ولاړي دي .


دكندهاردچارسوپه چوك كې له يوې ډلى مزدوركارانوسره مخ سوم له منځ څخه يې داسي كسان په نظرراغلل چې دژوندزياته برخه يې خوړلي ،اوكه اړنه وايې نوپه زيات څه به هم له كورڅخه پدغه سړه هواكې نه وايي راوتلي .


دعبدالرازق په نامه يوه پنځوس كلن سړي لراوبرته وويل چې خټګريم اودرې ورځي كيږي چې دكارپه طمع دلته راځم خوتراوسه مې لاكارندي پيداكړي .


نومه وړي په ډيراحساساتي ږغ زياته كړل چې ورسه په ماركيټونوكې وګوره چې يومن اوړه په څودي اوماغوندي په زرګونونوربى روزګاره كسان چې كارهم نسوپيداكولي ديومن اوړودرانيولوتوان لرو؟


نومه وړي زياته كړل چې دولت دي زموږله حال څخه ځان خبركړي كه كارنسي راته پيداكولي نومهرباني دي وكړي دغه اسمان ته ختلي نرخونه دي راكابوكړي .



دغه رازيوبل تن صيف الله چې له يخنۍ څخه يې ځان په پټوكې پيچلي اودكاردپيداكيدوپه طمع يې په هرچاپسي سترګي غړولي لراوبرته وويل چې دكورنۍ دلسوغړودګټي يوازني كس دي چې دكورنۍ هرڅه يې له غاړي دي


دى وايې چې دورځي كه كارراته پيداسي نوايله يوسلوپنڅوس افغانۍ ترلاسه كوم چې حيران يم وچه ډوډي په رانيسم اوكه دكورنوري اړتياوي ورباندي پوره كړم .


صيف الله زياته كړل چې ولاپه ماركيټونوكې دلمړنيوخوراكې توكوله لوړي بى څخه ډيراغيزمن سوي يواوحيران پاتي يوچې څه وكړو؟.


خوكله چې مودلمړنيوخواركې توكوله تجارانوڅخه دبى دلوړوالي اصلي علت وپوښته نوپه ګاونډهيوادپاكستان كې يې روان تاوتريخوالي دټولوستونزوموروبلل .
په وينايې چې كه افغان دولت دخوراكې توكوپه رانيولوكې له ځينوهيوادونوسره په مستقيمه توګه معامله وكړي نوهرڅه به په كنترول كې وي .


بلخواتيره ورځ افغان دولت دكابيني له غونډي وروسته اعلان وكړچې له بهرڅخه يې پرراواريده ونكوغنموماليه لري كړي ده .