کور / تازه خبرونه / نيمروز: يو هندي انجينر او ٧ تنه پوليس وژل شوي

نيمروز: يو هندي انجينر او ٧ تنه پوليس وژل شوي

د افغان پوليسو او ديوي هندي سړک جوړوني کمپنۍ موټريز کاروان نن مازيګر[مرغومي١٣ مه] د نيمرز ولايت په خاشرود ولسوالي کي لومړي ،د سرک ترغاړي د چاوديدونکو موادو څخه ډک د يوه عراده درول شوي  موټرسيکل  بريد لاندي  راغي او د چادني امله چي ، د لري فاصلي څخه کنترول ايده په  ترڅ کې يې يو پوليس ټپي شو.


 د کاروان ټول پوليس او دسرک جوړوني کمپنيۍ کارکونکي  د لومړي پيښي ځاي  ته راټول شوي وو ،چي  يو کس ځان مرګي  خپل د چاوديدونکو ډک واسکټ يي د راټولو شوو ،پوليسو په منځ کي  وچاوه چي د ځان مرګي بريد په وجه د يوه بهرني په گډون٨ تنه پوليس وژل شوي دي.


 غلام دستګير آزاد  د  نيمروز ولايت والي وايي : اوه  کسه پوليس ،يو [د  بييارو دسرک جوړوني هندي کمپنۍ ] هندي انجينر  وژل شوي او د  دوو هندي کارکونکي  په ګډون ١٣ پوليس سخت تپيان شوي دي .


هندي سرک جوړوني کمپنۍ  په نيمروز ولايت کي  د زرنج  – دلارام  د  لويي  لاري جوړني  کار په مخ بيايي .