خوست:په کډوالو مرستې وويشل شوې

23 | جنوري 3rd, 2008


دخوست ولايت په علي شيرو ولسوالی کې شااوخوا په ٥٠٠ ميشتو د لر افغانستان څخه په راکډه شوو کورنيو   باندې يو شمير خوراکي اوژمني توکي دخوست ولايت دکليو پراختيا رياست او دپې ارټې لخوا  وويشل شول 


دخوست ولايت دعلي شيرو ولسوالۍ ولسوال مجيب الرحمن وويل چې نن ورځ مو د٥٠٠ په شااوخواکې  دکرمې ايجنسۍ  څخه په راوښتو کډوالو باندې يو شمير خوارکي اوژمني توکي وويشل شول  چې په دغو توکو کې کمپالې غواړي ، وريجي ، بوره ،شيدې ، راډيو ګانې اويو شمير نورتوکي شامل دي
دا په داسي حال کې ده چي څو ورځې وړاندې هم په يادو کډوالو ديته ورته توکي وشيل شوي وو

Copyright Larawbar 2007-2024