کور / تازه خبرونه / پېښور: دوې چاودني غبرګ ځانمرګي او وسله والي نښتي وسوې

پېښور: دوې چاودني غبرګ ځانمرګي او وسله والي نښتي وسوې

د پېښور ښار وروسته له هغه څلورو پرله پسې چاودنو ولړزاوه چي قبايلي طالبانو حكومت ته د نورو حملو ګواښ وكړ.

د بيت الله مسود يوه قومندان حكيم الله مسود د پنجشنبې په ورځ رويټرز آژانس ته په خبرو كي د لاهور د پروني بريد مسئوليت ومانه چي د پوليسو پر مركز تر سره سوى وو، هغه د نورو بريدونو ګواښ هم وكړ.

چارواكي وايي د پېښور په قصه خواني بازار كي دوو چاودنو اووه كسه مړه او ۴۰ تنه ټپيان كړل او په هغه پسې د پېښور ښار په يوه بله سيمه كي د پوځ پر يوه مركز دوه ځانمرګي بريدونه وسوه چي لږ تر لږه پنځه كسان يې ووژل.

د پېښور پوليس وايي پر پوځي مركز تر بريد وروسته يې دوه وسله وال مقاومت كوونكي وژلي او دوه نور ژوندي نيولي دي.

همدا راز د پښتونخوا ايالت په دېره اسماعيل خان كي يوې چاودني دوه كسان وژلي او پنځه نور ټپيان كړي دي.

دغه ټوله بريدونه وروسته له هغه كېږي چي د بيت الله مسود طالبانو پاكستاني حكومت ته ګواښ وكړ چي كه په سوات كي عمليات ونه دروي دوى به د پاكستان په ټولو سيمو كي حكومتي اهداف په نښه كړي.

بلي خوا ته د پاكستان د كورنيو چارو سلاكار وزير رحمان ملك وايي طالبان دوې لاري لري، يا مرګ يا تسليمي او د حكومت عمليات به تر هغه وخته روان چي طالبان ختمېږي.