کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / پښتانه طالبان د خپل قوم په ضد جنګیږي !

پښتانه طالبان د خپل قوم په ضد جنګیږي !

د پښتنو په سیمه او شاوخوا کې ډېر قومونه پراته دي او دا قومونه هم طالبان لري ، خو یوازې د پښتنو طالبان دي چې د خپل قوم په ضد جنګیږي .
که د افغانستان په دننه نظر واچوو ، د هېواد په شمال کې چې هلته د ازبکو او تاجکو قومونو ډېرکي اوسیږي ، په نسبي ډول ارامي ده . دلته نجونه او هلکان ښوونځیو ته ځي . پوهنتونونه او د لوړو زده کړو ښوونځي فعال دي . ښځې او نارینه په ګډه دولتي چارې مخې ته بیايي . سرکونه ، پلونه او د ولسي ښېګڼو نور بنسټونه جوړیږي . ورځپاڼې او مجلې خپریږي . د سپورټ لوبې اومیلې کیږي. خلک سوداګري اوراکړه ورکړه کوي . لنډه داچې د ژوند او پرمختګ ټولې نښې نښانې لېدل کیږي .
څوک نه شي ویلئ ، چې د هېواد ازبکو ، تاجکو او نورو لږکیو منځ کې به طالبان نه وي . دا طالبان چې موږ ټولو ته څرګنده ده چې شتون لري ، خو دوی خپله سیمه کې جګړه نه کوي . دوی خپل پوهنتون او ښوونځي نه ورانوي . خپلې نجونې او هلکان نه وژني . د خپلو نجونو پر مخ تیزاب نه پاشي . همدارنګه دوی د دولت چارواکي ، پولیس او د اردو کارکوونکي هم نه تښتوي او نه يي وژني.
په دې سیمه کې پښتانه طالبان هم ، ددې سیمې د ځايي طالبانو لاره تعقیبوي . د ویجاړۍ او ورانۍ هغه کارونه چې پخپلوسیمو یانې په پښتني سیمو کې کوي ، هغه بیا په شمال کې نه کوي .
خو د هېواد په سویل ، ختیځ ، سویل لوېدیځ او لوېدیځ کې چې پښتانه اوسیږي بیا هر څه بدل دي . دلته ازبک ، تاجک او نور پردي طالبان خو څه کوي چې د پښتنو خپل طالبان ، نه سمه پېژني نه غر ، هر څه چې ویني له یو مخه يي له منځه وړي .
پښتنو ته نه ښوونځی پریږدي او نه پوهنتون ! نه سرک پریږدي ، نه پلونه او نه بندونه ! نه ښوونکي پریږدي ، نه انجینراو ډاکټر ! د قوم مشران ، سپينږیري او پوهان له یومخې وژني . هنرمند او سندرغاړي خو يي تاریخي دوښمنان دي .
د پښتنو د ټولوژنې او د دوی د هېواد د ورانولو لپاره يي ښې کلکې مټې رابډوهلي دي . هغه څه کوي چې په ویلو يي پښتانه شرمیږي او په کولو يي ټول انسانیت !
په کوزه پښتونخوا کې هم ورته لوبه روانه ده . هلته هم دغو طالبانو یوازې پښتون قوم په نښه کړې دئ . پنجابیان ، سندیان ، بلوڅان او نور خپل ارام ژوند مخې ته بیايي . اور ټول د پښتنو په سیمه لګېدلئ دئ !
یوازې په څو روستیو اونیو کې د سوات ، بونیر او دېر دوه نیم میلیون پښتانه ، له خپل تاټوبي څخه کډه کولو ته اړ کړئ شول . د سوات ښکلې او جنتي دره ، له پښتنو تخلیه شوه . دلته د ساده او ولسې پښتنو ټولې شتمنۍ د اور خوراک شوې . هره ورځ په سلګونو پښتانه وژل کیږي او په زرګونو نور ټپیان !
د پښتون قوم ټولوژنه ، که دا لرپښتون دئ او که بر ، ښه په درځ روانه ده . د پښتنو وطن او سیمه لوټ کیږي ، ورانیږي او ویجاړیږي . د پښتنو کلتور او تاریخ له بیخه نړیږي او ړنګیږي .
له دومره پښتون وژنو او ورانیو سره سره بیا هم پښتانه طالبان پښتنو ته د لا نور خدمت ټټر وهي ، زه له دې طالبانو پوښتنه لرم :
ایا کوز په پنجابیانو ، سندیانو ، بلوڅانو او نورو قومونو کې ؛ همدارنګه په بره پښتونخوا کې په ازبکو ، تاجکو ، نورستانیانو ، پشه یانو او نورو وروڼو قومونو کې طالبان نشته ؟ دوی ولې خپلې سیمې نه ورانوي او د خپلو سیمو خلک نه وژني ؟
که تاسو وایاست چې په بره پښتوخوا کې د پښتنو په ننګه ولاړ یاست او کوز هم د پښتنو د ګټو لپاره جنګیږۍ ، تاسو خو په دغه درواغجن سیاست یوازې پښتانه تباکړل ؟
که تاسو وایاست چې په افغانستان کې له تاجکو ، ازبکو او نورو څخه د پښتنو خوړل شوي حقونه اخلۍ او کوز هم له پنجاب څخه پښتانه ازادوۍ ، تاسو خو په دواړو غاړو کې یوازې د پښتنو سټه وایسته ! د هېواد په شمال کې خو د شمال غله یانې د شمالټلوالې جګړماران ، ډاکوان او لوټماران ورځ تر بلې لا د خلکو په وینو پړسیږي . تاسو خو له هغوی څخه د یوه هم ګوته ویني نه کړه !
که تاسو وایاست چې د لوېدیځ او امریکا په ضد جنګیږۍ ، تاسو خو په دې جګړې کې خپل قوم پښتانه ووژل !
که تاسو وایاست چې پښتنو ته اسلام ګټۍ ، لروبر پښتانه خو له پېړیو راهیسې سوچه مسلمانان دي ، د مسلمان بیا مسلمانول دا کوم ډول اسلام دئ ؟
که تاسو وایاست چې له القاعدې څخه په پښتنې ننګه ولاړ یاست او بویه القاعده د پښتنو یانې ستاسو میلمه ده ، بیا خو دا خبره ستاسو له دې ادعا سره چې د اسلام په وړاندې بل کوم برید تاسو په رسمیت نه پېژنۍ په ضد کې ده ، نو څنګه په درواغو د پښتو او پښتونولۍ خبرې کوۍ !
اویا له امریکا سره د القاعدې په ننګه جګړه کوۍ ، لاړ شۍ دا جګړه په فلسطین کې د اسرایلو سره مخامخ وکړۍ ، تاسو خو د اسرایلو پرځای د خپلو پښتنو بیخ وایست .
که تاسو غواړۍ په افغانستان او یا پښتونستان حکومت وکړۍ ، دا کار ولې د ټولټاکنو له لارې نه کوۍ ، د واک او چوکۍ لپاره خپل قوم ولې وژنۍ !
تاسو د روانې جګړې لپاره هیڅ اسلامي ، پښتني او انساني دلیل نه لرۍ !
تاسو د پښتنو د ملي ګټو لپاره جګړه نه کوۍ بلکې له پښتنو سره جګړه کوۍ !
د ای ــ اس ــ ای او نورو پردیو استخباراتي کړیو په لمسون ، خپل قوم مه وژنۍ او خپل وطن مه ورانوۍ !
د پښتنو له ټولوژنې او د لرې برې پښتونخوا ، له ورانولو لاس واخلۍ !
له بده مرغه د پېښو بهیر څرګندوي لوېدیځ ، پنجاب ، شمالټلواله او طالبان په بېلا بېلو لارو یوه موخه تعقیبوي او هغه د پښتنو له منځه وړل دي .