کور / تازه خبرونه / زاهدان: پر يو مسجد د بريد له امله ۱۵ وژل سوي او ۸۰ ټپيان دي

زاهدان: پر يو مسجد د بريد له امله ۱۵ وژل سوي او ۸۰ ټپيان دي

د اېراني خبري منابعو له مخي پنجشنبه ماښام اته بجې مهال د اېران د جنوبي ولايت سيستان-بلوچستان په مرکز زاهدان کښي پر علي ابن ابي طالب نومي مسجد يو تروريستي بريد ترسره سو چي د چارواکو په وينا عاملين يې نيول سوي دي .

د سيستان-بلوچستان د والي علي محمد ازاد په وينا پرنوموړي مسجد د بريد په حادثه کښي ۱۵ تنه وژل سوي او ۸۰ تنه ژوبل سوي دي خو د نورو سرچينو له مخي د وژل سويو تعداد ۳۰ او د وژل سويو تعداد ۶۰ تنه ښودل سوي دي .

د بريد قربانيان چي ټوله شيعه ګان دي د خپلي يو مذهبي ورځ په لمانځلو بوخت ول .

د برید پړه لا تر اوسه کومي ډلي پر غاړه نده اخيستې خو د سيستان-بلوچستان د والي وايي چي ددوی د هلو-ځلو په ترڅ کښي يې د پيښي په تور د تروريستي شبکې يو تعداد غړي نيولي دي .

زاهدان چي زيات شمېر سوني مسلمانان پکښي اوسيږي ،د افغانستان او پاکستان سره ګډه پوله لري او زيات وخت پکښي د پوليسو او قاچافبرانو ترمنځ  اخ و ډب رامنځته کيږي .

ايران د جون د ماشتي پر ۱۲ مه نېټه ولسمشريز انتخابات هم په مخ کښی لري چي ښايي اوسنی  ولسمشر احمدي نژاد دوهم ځل لپاره ځان پکښي کانديد کړئ دئ .

تېره يکشنبه د اېران ، افغانستان او پاکستان د ولسمشرانو تر منځ ګډه غونډه هم تر سره سول چي پکښي د سيمي د وضعي پر بېلابيلو چارو خبري -اتري وسوې .