کور / تازه خبرونه / په نورستان کې د کونړ او نورستان ځايي چارواکو او قو مي مشرانو غونډه وکړه

په نورستان کې د کونړ او نورستان ځايي چارواکو او قو مي مشرانو غونډه وکړه

په سيمه کې د امنيت د ټنګښت او ورنکارو ډلو د مخنيوي په موخه د کونړ او نورستان ولايتونو دولتي چارواکو او قومي سپين مشرانو  د نورستان ولايت په مرکز پارون کې ګډه غونډه و کړه .


د نورستان د چارواکو په وينا : د دغو ولايتونو قومونو ژمنه وکړه چې په خپلو سيمو کې به ورانکارو ډلو ته اجازه نه ورکوي چې  په سيمه کې نا امني رامنځته کړي .


د نورستان والي جمال الدين بدر وويل : په سيمه کې د امنيت د ټنګښت په موخه جوړه شوې دغه غونډه کې پر دولتي چارواکو سربيره د کونړ او نورستان ولايتونو په لسګونو قوموي مشرانو برخه لرله .


نوموړی وايي :د نورستان او کونړ ولايت پر لويه لار کله ناکله ورنکارې ډلې ستونزې را ولاړوي چې په دغې غونډه کې يې  د دواړو ولايتونو مشرانو له لورې  د مخنيوي ژمنه وشوه.


نورستان او کونړ د هېواد په ختيځ کې پراته سرحدي ولايتونه دي چې ګډې پولې لري .


ددغو دواړو ولايتونو قومونه په داسې حال کې په خپلو سيمو کې د امنيت د ټنګښت او ورنکارو ډلو د مخنيوي ژمنې کوي چې له څه مودې راهيسې ددغو  ولايتونو ګډه  پوله د امنيت له پلوه د انديښنې وړ ده.  


هېره دې نه وي چې کابو دوه مياشتې وړاندې هم د يادو ولايتونو قومي مشرانو د کونړ ولايت په مرکز اسدا باد کې ، په سيمه کې د امنيت د ټنګښت په موخه ورته غونډه ترسره کړې وه.