کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د پيښور د صحافيانو د لاهور دوره (رپورتاژ)

د پيښور د صحافيانو د لاهور دوره (رپورتاژ)

سوات، ملاکنډ، بونير، دير، د صوبه سرحد ټولو علاقو او قبائيلى سيمو کښې د امن قائميدو دپاره به پوره کوشش کوؤځکه چې دغلته بدامنى د ټول پاکستان تباهى ده، صدر زردارى هم پۀ خاص توګه سوات او ټوله سيمه کښې د امن دپاره پوره هڅې کوى.


د سرحد د خرابو حالاتو پۀ وجه د خلقو خوب حرام شوے دے، د سوات ستونزه د ټول ملک ستونزه ده، مونږ ته ملک بچ کول دى.


ټول پاکستانيان دسرحد پۀ حالاتو فکرمند دى، مونږ دپاره اوسنے اپريشن هم د فکر مندۍ وړ دے، مشکل وخت کښې به اپريشن ځپلى او بې کوره شوىه خلق يوازې پرې نۀ ږدو، او هر قسمه مرسته به ئې کوؤ.د پرويزمشرف پاليسۍ اوس هم شته چې ختميدل ئې پکار دى.


دا خبرې د پنجاب ګورنر سلمان تاثير، د پنجاب اسمبلۍ سپيکر رانا محمد اقبال، سکتر محمد خان بهټى، د پاکستان مسلم ليګ ن د صوبه پنجاب صدر او د پنجاب د وزيراعلى مياشهباز شريف سينئير ايډوائزر سردار ذوالفقارکهوسه، راجه اشفاق سرور، مجيب الرحمان شامى، عارف نظامى او د پنجاب د انفارميشن ايډيشنل سکتر مبارک چوهدرى د لاهور د دورې پۀ موقعه د پيښور د صحافيانو د سوالونو پۀ ځواب کښې کړې دى. د صحافيانو ١٥ تنى وفد ذکر شوى مشران د سوات او سرحد د حالاتو او د بې کوره شوؤ خلقو د ستونزو څخه خبر کړل. د پيښور د صحافيانو د لاهور دسرکارى دورې حال څۀ دا رنګ دے.


د روان کال ٢٠٠٩ء د روانې مئى د مياشتې پۀ څلورمه نيټه د ګل پۀ ورځ ماښام شپږ بجې د پيښور د ډائيو اډې څخه د ډائيو بس پۀ ذريعه وفد لاهور ته روان شو. دپيښور د صحافيانو ددې وفد مشرى د پيښور پريس کلب د کلچرل کميټۍ چئيرمين احتشام الحق طورو کوله.


د وفد نورو غړو کښې دپيښور پريس کلب نائب صدر بخت زاده يوسفزے، د انګريزۍ ورځپاڼې دى نيوز بخار شاه (باچاجى)، د دنيا ټى وى چينل انيلاشاهين، د بى بى سى ا شرف على، د اے وى ټى خيبر چينل بيورو چيف حضرت خان مومند، د اردو ورځپاڼې جنګ سبزعلى شاه، د ايکسپريس ټى وى احتشام بشير، د سماء ټى وى افتخار عالم، د اردو د ورځپاڼې الحاق ډپټى ايډيټر نثارشاکر او فوټوګرافر شرافت حسين د اردو ورځپاڼې الاخبار فيصل اپريدے، د اردو د ورځپاڼې پاکستان فوټو ګرافر شهزاد، د ورځپاڼې وحدت سب ايډيټر او ددې رپورتاژ ليکونکے امجدعلى خادم او د صوبه سرحد د انفارميشن اسسټنټ ډائريکټر ضمير ګل شامل وو.


وفد پۀ شپاړسو صحافيانو مشتمل ؤ خو د يو تن د غير موجودګۍ له امله پنځلس تنى وفد د لاهور دوره وکړه. وفد دشپې دولس نيمې بجې لاهور ته ورسيدو. هم هلته د ډائيو اډه کښې د پنجاب د انفارميشن ډيپارټمنټ دوه ګاډى ولاړ وو چې ورسره د وه ډرائيوران او انفارميشن افسران اخلاق احمد او عامرمسعود موجود وو.


د پنجاب د انفارميشن ډيپارټمنټ ددې دواړو افسرانو ذمه وارى زمونږ وفد ته پروټوکول ورکول وو. اخلاق احمد او عامر مسعود صيب دلاهور پۀ اډه زمونږ تود هرکلے وکړو او بيا ئې مونږ د انفارميشن ګاډو کښې (کارلټن ټاور هوټل ) ته ورسولو. دا هوټل پۀ ١٤ ايمپريس روډ د لاهور ريلوے سټيشن هيډکوارټر سره نزدې موجوديت لرى.


دې هوټل کښې مونږ دپاره اتۀ کمرې نيول شوې وې، د دوؤ دوؤ بيډونو يوه يوه کمره دوؤ دوؤ ملګرو ته ورکړے شوه. څوارلسو ملګرو ته د اوؤ کمرو چابيانې او انيلا شاهين ته ځان له د يوې کمرې چابى وسپارل شوه، ما سره کمره کښې فيصل اپريدے ملګرے ؤ.


هوټل کښې د کمرو د سپارل کيدو نه پس اخلاق احمد صيب زمونږ د ډلې مشر احتشام طورو ته يو لسټ ورکړو کوم کښې چې زمونږ د ټولو ملګرو نومونه ليکل شوى وو.


احتشام طورو صيب هغه لسټ کښې پۀ ورکړے شوؤ نومونو نظر واچولو او اخلاق صيب ته ئې ووئيل چې هو صرف يو ملګرے نشته نور ټول موجود دى.


اخلاق او عامر مسعود صيب بيا يو بل لسټ احتشام طورو ته ورکړو کوم کښې چې د ٥ مئى د نهې د ورځې څخه د ٨ مئى ٢٠٠٩ء د جمعې ورځ پورې د هغه ځائے شخصياتو او وا کمنو سره د ملاقاتونو او مختلفو ځايونو ته زمونږ د بوتللو تفصيل موجود ؤ.


د لسټ سپارلو نه پس اخلاق احمد او عامر مسعود صيب زمونږ نه اجازت واخستو او د تللو پۀ وخت ئې ووئيل چې مونږ به سحر نهه بجې راځو اوس تاسو ارام وکړئ.


سبا د نهې پۀ ورځ پۀ ٥ مئى هغوى د خپلې وينا مطابق راغلل او ځان سره ئې هم هغه ذکر شوى د انفارميشن ګاډى راوستل. مونږ هم ناشته وکړه او ځانونه مو تيار کړل او ګاډو ته وختو ، پاؤ کم دولس بجې د داتا ګنج بخش(رح) دربار ته ورسيدو چرته چې مونږ ته مزار سره موجود متعلقينو د ګلونو اميلونه واچول او د شين، تور او سور رنګ ښائسته ښائسته څادرونه (غلافونه) ئې راته پۀ سر کړل بيا هلته د مزار او جومات پۀ حقله معلومات راکړے شول چې پۀ هغې کښې دا خبره هم شامله وه چې دې جومات کښې شل زره کسان پۀ يوه جمع کښې مونځ کولے شى او لاندې د اعتکاف پۀ ځايونو کښې د اوؤ زرو کسانو پۀ يو ځائے د اعتکاف کولو ګنجائش شته.


دې ټولو ځايونو کښې مونږ وګرځول شو. دولس نيمې بجې د مزار څخه د ستر قومى شاعر ډاکټر علامه محمداقبال مزار ته لاړو هلته د اقبال صيب د مزار لعل قلعه او بادشاهى مسجد پۀ حقله تفصيلى تاريخى معلومات راکړے شول او د جومات هر ګټ کښې د ګرځيدو موقع هم راکړے شوه او هلته د عجيبه او تاريخى اثارو، ابادۍ او پۀ خاص توګه د هغه قران پاک پۀ ليدلو کوم چې د ١٩٦٠ء نه ١٩٧٦ء پورې لسو کالو کښې پۀ لاسو ليکل شوے دے او د دريو کلو سرو زرو او ٤٠ کلو سپينو زرو څخه د غښتل شوى تار پۀ ذريعه تيار کړے شوے دے، او د حضرت محمدصلى الله عليه وسلم، فاطمة الزهره(رض)، امام حسين (رض)، شيخ عبدالقادرجيلانى(رح) او ځينو نورو روحانى او دينى او تاريخى مشرانو د استعمال د ځينو څيزونو تبرکاتو پۀ ليدلو خو يقيناً چې مونږ ټولو ملګرو د زياتې خوشحالۍ او زياتې حيرانۍ څرګندونه وکړه او دې کښې مو زياته دلچسپى ولرله.


ماسپښين پاؤکم دوه بجې مونږ ددې ځائے نه هوټل ته واپس روان شو. د ډوډۍ خوړلو لږ ارام کولو نه پس مازيګر ٥ بجې اخلاق احمد او عامر مسعود بيا راغلل او دا شان هوټل ون ته لا ړو چرته چې ډى جى پى ا ر محى الدين وانى مونږ له هائى ټى (چائې) کړې وه. د چائيو څښلو پۀ وخت د سوات، بونير او دير د حالاتو پۀ حواله خبرې وشوې، ماښام شل منټه او شپږ بجې د هوټل ون څخه خپل هوټل کارټن ټاور ته لاړو چرته نه چې اخلاق او عامر مسعود مونږ ته يو ګاډے پريښودو او پکښې هغوى خپل ځائے ته لاړل.


مونږ د ماښام ډوډۍ خوړلو او مشهور انارکلى بازار کښې د ګرځيدو نه پس يوولس نيمې بجې خپل هوټل ته لاړو. سبا پۀ ٦ مئى د چارشنبې پۀ ورځ سحر اخلاق او عامر صيب راغلل او پۀ درې کم دولس بجې د پنجاب ګورنر هاؤس ته لاړو چرته چې مو ګورنر سلمان تاثير سره ليدل کتل وشول. ګورنر صيب مونږ د دير، سوات او سرحد د حالاتو او د پښتنو د ستونزو څخه خبر کړو. هغۀ ووئيل مونږ به تر اخره کوشش کوؤ چې سوات او سرحد کښې امن راشى، د سرحد تباهى د ټول پاکستان تباهى ده، صدر زردارى هم د امن دپاره پوره هڅې کوى.


د پنجاب ګورنر سره ملاقات پۀ وخت اشرف على ووئيل چې سوات کښې ٥ لکه کسان سوات کښې مړۀ او متاثره شول، چرته هم امن نشته د سوات خلق د مرګ او ژوند پۀ کشکمش کښې پراتۀ او سختو کړمو سره مخ دى خو د پنجاب هيڅ يو ليډر سوات ته نۀ دے راغلے.


بخارشاه باچاجى ووئيل چې سوات کښې لوظنامې وشوې خو اپريشن بيا شروع شو ےدے، مسئله کړکيچنه ښکارى. حضرت خان مومند ووئيل چې سرحد دې جنګ ځپلے وګرځولے شى.


انيلا شاهين ووئيل چې د سوات د وضعيت له امله زياتې زنانه او ماشومان هم متاثره شوى دى، د سوات د مهاجرينو پۀ حواله تاسو څۀ کردار او نظر لرئ؟ احتشام بشير ووئيل د خرابو حالاتو پۀ وجه د سرحد نه لويو لويو صنعتکارو پنجاب ته هر څۀ راوړل خو د غريبو خلقو به څۀ کيږى؟


د وفد مشر احتشام الحق طورو ووئيل مونږ سخت فکرمند يو چې د پښتونخوا پۀ زمکه کوم اور لګيدلے دے، د هغې به څۀ کيږى؟ ددې مسئلې زر تر زره حل کول ضرورى دى، افتخار عالم ووئيل چې د کرفيو پۀ وجه متاثرين سيمه کښې ګير دى او د سيمې خلقو کښې عجيبه کيفيت ليدے شى. ګورنر سلمان تاثير خپلو خبرو کښې ووئيل چې د سوات د حالاتو پۀ وجه ما څو شپې خوب هم نۀ دے کړے، هلته چې د مذاکراتو دپاره کومې دروازې پرانستل شوې وې د هيڅ فائده ونۀ شوه.


سوات کښې شدت خوښى پاکستان غارونو ته وړل غواړى، سکولونه تباه کول غواړى پته نۀ لګى دا خلق د کوم ځائے نه راغلى او ځانونو نه ئې طالبان جوړ کړى دى چې مسلمانان هم نۀ دى.


د سوات مسئله د ټول ملک مسئله ده، دا صرف د يوې صوبې خبره نۀ ده او مونږ تاسو نه بې غوره نۀ يو، مونږ ته پاکستان بچ کول دى، درې يا څلور مياشتې به سخته وى خو حالات به سم شى، د هرې صوبې څخه د ٢٥، ٢٥ زرو کسانو پۀ اختسلو يو فورس به جوړولے او دحالاتو د ترهه ګرو د مخنيوى دپاره به تربيت ورکولے شى.


ګورنر هاؤس کښې ګورنر سره د ملاقات او چائې څښلو نه پس ماسپښين يوه بجه خپل هوټل ته واپس روان شو. خپلو کمرو کښې د لږ ارام کولو نه پس مازيګر پاؤ باندې څلور بجې شاليمار باغ ته لا ړو چرته چې د ګرځيدو، تاريخى معلوماتو ترلاسه کولو او استفادې نه پس پاک بهارت بارډر ” واګه” ته روان شو. بارډر (پوله) کښې د پاکستان او بهارت د بيرغونو کوزيدو دستوره کښې شامل شو.


دلته دپاکستان او هند دروازې يو بل سره نزدې جوړې دى، د پاکستان پۀ دروازه د پاکستان بيرغ او د هند پۀ دروازه د هند بيرغ هسک وى کوم چې هره ورځ ماښام د يوې درنې دستورې پۀ ترڅ کوزولے او بيا سحر پۀ يو وخت دواړه بيرغونه خيژولے شى.


دې بيرغونو کوزولو د دستورې پۀ وخت د پاکستان طرف ته دپاکستان واړۀ واړۀ زلمى، پيغلې او ماشومان پۀ ګڼ شمير کښې موجود وى او د ډيرو کسانو سره پکښې د خپل ملک پاکستان جنډې وى او د پاکستان رنيجرز زلمى او افسران چې د سلامۍ او پيش قدمۍ څرګندونې کوى.


دا شان د هند طرف ته دهند د فوځ کسان او اولسى خلق ګڼ شمير کښې موجود وى او د هند د بيرغ پۀ پورته کولو مظاهرې کوى.


ددې بارډر پۀ خواؤشا کښې د هند او پاکستان عسکر پۀ اسونو هم ګرځى راګرځى او د ګزمې پۀ کولو د دوا ړو ملکونو فوځيان دخپل خپل طرف سخته څوکۍ کوى.


مونږ د واهګه پولې څخه ماښام پنځۀ منټه دپاسه اتۀ بجې واپس روان شو او پۀ پنځۀ ويشتم منټه او اتۀ چائينيز (لونګ پونګ) هوټل ته ورسيدو چرته چې د سکرټرى انفارميشن پنجاب شعيب بن عزيز د ډنر بندوبست کړے ؤ خو د پنجاب سى ايم هاؤس کښې د هغۀ د مصروفيت له امله پۀ دې موقعه کوربه توب ايډيشنل سکرټرى انفارميشن مبارک چوهدرى وکړو. پۀ دې موقعه لاهور ته راغلے د صوبه سرحد د انفارميشن سکرټرى عظمت حنيف هم موجود ؤ، (د چا پۀ ځائے چې موجوده وخت کښې قائمقام سيکرټرى فريدالله صيب دے) دلته دماښام ډوډۍ پۀ وخت د ملک د مجموعى صورتحال او خاص توګه سوات، دير او بونير کښې د اپريشن او ددې پۀ نتيجه کښې د ځپل کيدونکو کورنيو او دصحافيانو پۀ ستونزو خبرې اترې وشوې، د شپې شل منټه دپاسه لس بجې د لونګ پونګ نه روان شو او خپل هوټل ته لاړو چرته نه چې اخلاق احمد او عامر مسعودصيب زمونږ نه اجازت واخستو او يو ګاډے ئې مونږ ته پريښودو. کوم کښې چې مونږ د شپې پۀ لس کم شپږ بجې ليبرټى مارکيټ ته لا ړو د ليبرټى نه پۀ شل منټه کم يوه بجه واپس خپل هوټل ته لا ړو او اودۀ شو.


پۀ سبا پۀ ٧ مئى د زيارت پۀ ورځ د خپل هوټل نه د اخلاق او عامر پۀ موجودګۍ کښې سحر پۀ نهه نيمې بجې پنجاب يونيورسټۍ ته لاړو، چرته چې ماس کميونيکيشن ډيپارټمنټ کښې د صحافت د ازادۍ د ورځې دنمانځلو پۀ لړ کښې يوه دستوره کيدونکې وه. ددې دستورې پۀ مشرانو کښې محترم مجيب الرحمان شامى او عارف نظامى شامل وو او د پنجاب پوهنتون ايسوسى ايټ پروفيسر ډاکټر احسن اختر ناز کوربه مشر ؤ څوک چې پۀ پريزيډيم کښې ناست ؤ.


دې دستوره کښې د منتظيمينو پۀ اصرار زمونږ دپيښور د صحافيانو د وفد پۀ نمائندګۍ د اشرف على تقرير هم شامل ؤ. دستورې ته مجيب الرحمان شامى، عارف نظامى، ډاکټر ناز او اشرف على تقريرونه وکړل، د خپل تقرير پۀ وخت چې زمونږ ملګرى د دستورې پۀ مناسبت پۀ صحافت او صحافيانو کومه رڼا وا چوله او پۀ خصوصى توګه موجوده دور کښې د بونير او سوات پۀ سيمه کښې د رپورټنګ پۀ حقله د صحافيانو مشکلات او حالات ئې بيان کړل نو د هغې زياته ستائنه وشوه.


د دستورې نه پس د چايو څښلو پۀ وخت د ډيپارنټمنټ د پروفيسرانو، مشرانو ميلمنو نظامى، شامى او زمونږ د ملګرو ترمنځ د يوولسم ستمبر د پيښې نه تراوسه د ملک پۀ ټول صورتحال ا و صوبه سرحد پاټا او فاټا کښې دشوؤ او کيدو اپريشنونو، بدامنۍ او د امن دپاره پۀ شوؤ کوششونو د خيالاتو تبادله وکړے شوه چې افغانستان کښې پۀ مختلفو نومونو د شوؤ عملياتو او د ٢٠٠٤ء د افغان صدارتى اليکشن حوالې پکښې هم ورکړے شوې او پۀ شوؤ مالى ځانى زيانونو د افسوس څرګندونې وکړے شوې.


پۀ دې موقعه ځينې ويناوالې جذباتى هم وشوې او د سوات او بونير بلکې د ټول صوبه سرحد متاثره خلقو سره د همدردۍ اظهار وکړے شو. ماسپښين شل منټه دپاسه يوه بجه د پنجاب پوهنتون څخه خپل هوټل ته واپس روان شو.


د ډوډۍ خوړلو او ارام کولونه پس ماذيګر شپږ بجې لاهور پريس کلب ته لاړو چرته چې مونږ دپاره د چائيو بندوبست شوے ؤ. د لاهور پريس کلب نه ماښام پنځۀ منټه دپاسه اووۀ بجې خپل هوټل ته لاړو، چرته نه چې ماسخوتن لس منټه او نهه بجې د سيفما دفتر ته لا ړو، دلته د سيفما د مشر امتيازعالم پۀ مشرۍ کښې منوبهائى او نورو زنانه او نارينه کارمندانو، قلمکارانو او صحافيانو سره زمونږ ملاقات وشو او د سيمې، ملک او صوبه سرحد پۀ حقله ورسره ګټور بحث وشو، او د بين المللى سياست او حالت پۀ تناظر کښې د سيمې د وضيعت جائزه واخستل شوه.


دلته د خبرو اترو او ميلمستيا نه پس پاؤ باندې يوولس بجې رخصت شو او نيغ چمن ائس بار ته لاړو او هلته مو ائس کريم څخه خوند واخستو.


سبا پۀ ٨ مئى د جمعې پۀ ورځ سحر يوولس نيمې بجې پنجاب اسمبلۍ ته لاړو دلته سيکرټرى محمدخان بهټى مونږ ته د اسمبلۍ هال، سپيکر هاؤس او ټوله احاطه وښودله او ددې پۀ حقله ئې پۀ زړۀ پورې معلومات راکړل او دپنجاب اسمبلۍ د ټولو ٣٧١ نشستونو پۀ حقله ئې خبر کړو.


دلته د محمدخان بهټى نه علاوه د پنجاب اسمبلۍ سپيکر رانا محمداقبال سره هم زمونږ ملاقات او دموجوده حالاتو پۀ حواله خبرې وشوې.


رانا محمداقبال يو پښتون شناس او ځيرک بنيادم دے چې د پښتنو او د پښتنې سيمې پۀ حقله روڼ فکر او روښانه خيالات لرى .


ماسپښين پنځۀ منټه دپاسه يوه بجه د پنجاب اسمبلۍ نه نيغ د پنجاب وزيراعلى هاؤس ته لاړو، دلته سى ايم هاؤس کښې هم د ذکر شوؤ ټولو ځايونو پۀ شان زمونږ تود هرکلے وکړے شو او ښۀ پروټوکول راکړے شو.


وزيراعلى هاؤس کښې د وزيراعلى مياشهباز شريف سينئير مشير او د مسلم ليګ ن د پنجاب صوبې صدر سردار ذوالفقارعلى کهوسه سره زمونږ ملاقات وشو. پۀ دې موقعه راجه اشفاق سرور هم موجود ؤ.


مونږ ذوالفقارعلى کهوسه د صوبه سرحد او پۀ خاص توګه د سوات، بونير او د دير د تازه اپريشن د تازه صورتحال او لکونو ځپل شوؤ خلقو دستونزو څخه تفصيل سره خبر کړو.


مونږ هغۀ ته دا هم ووئيل چې د اپريشنونو پۀ نتيجه کښې زمونږ ټوله سيمه سخته متاثره شوې ده او د سنګينو او کړکيچنو حالاتو پۀ وجه زمونږ د پيښور انډسټريل سټيټ ډيرې کارخانې هم بندې شوې دى.


صوابۍ، مردان، چارسده لنډه دا چې څليريشتو واړو ضلعو کښې په کاروبارونو بداثرات پريوتے دے، او د سوات د سيلګرۍ شعبه او هوټلونو صنعت خو د وړاندې راهسې د بدامنۍ پۀ نتيجه کښې تباه شوے دے خو ولې اوس د سوات او خواؤشا علاقو بې کوره شوى پۀ لکونو خلق او پۀ زرګونو کورنۍ مختلفو کيمپونو کښې پۀ داسې حال کښې ميشتۀ دى چې هيڅ بنيادى سهولت ورته ترلاسه نۀ دے.


زمونږ د وفد ملګرو خپلو خبرو کښې دا هم ووئيل چې زمونږ دا پيغام دې د مسلم ليګ ن مشر او پخوانى وزيراعظم ميانوازشريف او د پنجاب وزيراعلى مياشهباز شريف ته ورسولے شى ستاسو پارټى د ملک لويه سياسى پارټى ده ځکه نو بايد تاسو د صوبه سرحد د مردان، صوابۍ، نوښار او پيښور د متاثرينو د کيمپونو دوره وکړئ او د متاثرينو د ستونزو څخه ځانونه پۀ پوره ډول خبر او د هوارى دپاره ئې کوشش وکړئ.


سردار ذوالفقارعلى کهوسه ووئيل چې ستاسو پيغام به ضرور ميانوازشريف او شهبازشريف صيب ته ورسيږى. هغۀ ووئيل چې ټول پاکستان د سرحد پۀ حالاتو فکرمند دے، د وسلې سياست صرف يو ډکټيټر کولے شى، کله هم سويلين حکومت داسې نۀ دى کړى، دا مسئله پۀ طاقت نۀ شى هواريدے، مونږ پۀ اوسنى اپريشن فکرمند او پريشانه يو، د پرويزمشرف پاليسۍ تراوسه موجودې دى چې ختميدل ئې پکار دى.


کهوسه دا هم ووئيل چې د اولس د حمايت نه بغير اپريشن نۀ شى کاميابيدے، د متاثرينو او دسرحد د اولس پۀ زيان خفه يو.


پۀ درې بجې يعنې تير ماسپښين دسى ايم هاؤس نه واپس خپلې ټهکانې کارلټن ټاور هوټل ته لاړو دلته اخلاق ا و عامرصيب مونږ نه بيا رخصت شو او يو ګاډے ئې مونږ ته پريښودو.او دګاډى ډرائيور ته ئې هدايت وکړو چې دا ميلمانۀ هر چرته ځى هلته به ئې رسوې او چې کله ډائيو کښې کښينى ا و پيښور ته روان شى نو تۀ به ترې راځې.


دې نه پس مونږ چمن هوټل ته لاړو هلته مو شاپنګ وکړو بيا د ډائيو اډې ته لاړو او دپيښور دپاره مو د شپې د دوؤ بجو د ٩ اپريل ټکټونه واخستل. دې نه پس واپس لاړو او دلکشمى چوک يو هوټل کښې مو ډوډۍ وخوړه، بيا خپل هوټل ته لاړو، دلته مو لږه دمه وکړه او بيا مو سامانونه او خپل خپل بيګونه اوږو ته واچول د کمرو چابيانې مو د هوټل پۀ کاؤنټر واپس وسپارلې او ګادى کښې وړومبے انارکلى بازار ته لاړو، هلته د ګرځيدو نه پس ليبرټى مارکيټ او دهغه ځائے نه د شپې يوه بجه د لاهور ډائيو اډې ته لاړو، چرته چې انفارميشن افسر محترم عامر مسعود صيب هم سره د خپلې کورودانې راغے عامر صيب مونږ سره د ډائيو پۀ اډه کښې پۀ موجودو کرسيو کښيناستو او کورودانه ئې انيلا شاهين سره د اډې پۀ احاطه کښې خبرې اترې وکړې او ورسره ئې ګپ شپ ولګولو.


عامر مسعود صيب او دهغۀ کورودانه مونږ سره تر هغه وخته ايسار وو تر کومه چې ډائيو راروان شوے نۀ ؤ او دا شان زمونږ د پيښور د صحافيانو د لاهور ټور پۀ مجموعى توګه ډير کامياب ؤ او يقيناً چې مونږ ترې ښۀ تاثر راوړو او پۀ تيره تيره اخلاق احمد صيب او عامر مسعود صيب تعاون، مرسته او ملګرتيا پۀ زرينو ټکو د ليکلو او پۀ ښو لفظونو د ستائيلو جوګه ده.


د رپورتاژ پۀ اخر کښې دا خبره ليکل به هم مناسب وى چې د لاهور د ذکر شوې دورې د هر ملاقات او هرې موقعې تصويرونه د انفارميشن ديپارټمنټ پنجاب لخوا ويستل شوى چې مونږ ته د سى ډى پۀ شکل کښې راکړے شوى دى او مونږ ځانونو سره خوندى ساتلى دى او د لا هور نه زمونږ د راتګ څخه پس پۀ ١١ مئى د ګل پۀ ورځ د مسلم ليګ مرکزى مشر ميانوازشريف مردان کښې د سوات، دير او بونير د اپريشن ځپلو د کيمپونو شيخ شهزاد ټاؤن دوره وکړه او هلته ئې متاثرينو دا باور ورکړو چې پنجاب حکومت به د بې کوره شوؤ خلقو هره ممکنه مرسته کوى، مونږ به متاثرين يوازې پرې نۀ ږدو او وفاقى حکومت ته هم پکار دى چې ځپل شوؤ دپاره زيات نه زيات امداد ورکړى، پۀ دې موقعه ميانوازشريف سره بيګم کلثوم نواز، د مسلم ليګ مشر سنيټر اقبال ظفر جهګړا او پيرصابر شاه هم موجود وو.


وروسته د پنجاب وزيراعلى مياشهباز شريف هم د بلوچستان د وزير اعلى اسلم رئيسانى پۀ ملګرتيا د بې کورو شوؤد کيمپونو دوره وکړه ا و ځپلو سره ئې د پوره مرستو اعلان وکړو، دغسې د پنجاب ګورنر هم ددې کيمپونو دوره وکړه او د مرستې اعلان سره سره ئې ځپلو ته د هر قسمه همکارۍ ډاډ ورکړو.