پښتون سره ناروا سلوک

52 | مې 29th, 2009


نۀ پوهيږو چې ا خر پښتنو ته د کوم جرم سزا ورکړے کيږى، پښتون کۀ لر دے او کۀ بر پۀ هر ځائے کښې ترهه ګر ګڼلے کيږى. او پۀ هر ځائے کښې ورسره ظلم او زياتے شوے دے.


نن چې پۀ سوات، دير او بونير کښې دپښتون پۀ کور کوم د وينې ا و اور لوبه شروع کړے شوې ده او دپښتنو بچى پکښې وژل کيږى ددې څوک هم پوښتنه نۀ کوى او نۀ پۀ چا کښې دا جرت شته چې پوښتنه وکړے شى چې اخر ولې زمونږ د پښتو قتل عام شروع کړے شوے دے؟


د وفاقى داخله وزير رحمان ملک او د ايم کيو ايم کوم چې يو ښکاره ترهه ګر تنظيم دے له اړخه سندهـ کښې د سوات د متاثرينو بنديز ددې خبرې غمازى کوى چې دغه کۀ پنجابے دے او کۀ سندهے دے پښتانۀ ددې ملک باشندګان نۀ ګڼى بلکې ددې ملک دښمنان ئې ګڼى.


حالانکې هر کله چې پۀ دې ملک د بهر نه يرغل شوے دے د ټولو نه زياتې قربانۍ پکښې پښتنو ورکړى دى، ددې ملک پۀ ازادۍ کښې هم لوئې لاس د پښتنو دے خو ولې دا ملک پنجابے او سندهے خپل جاګير او پښتانۀ خپل غلامان ګڼى.


عجيبه خبره خو دا ده چې کله پۀ افغانستان روس حمله وکړه نو زمونږ دغه افغانى وروڼه د پاکستان هرې صوبې ته را مهاجر شول او پۀ دوى هيڅ بنديز نۀ ؤ څو ولې د پاکستان خپل متاثرين د خپلې صوبې نه بلې صوبې ته نۀ شى تلے او بنديز پرې لګولے شوے دے.


د افغان جنګ دوران کښې هم دغه سندهيان او پنجابيان وو چې د امريکې نه ئې پۀ اربونو ډالرې اخستې ځکه ئې پۀ افغانانو مهاجرينو بنديز نۀ لګولو خو ولې نن چې زما د خپلې صوبې پښتون سندهـ، پنجاب ته پۀ کډه کولو مجبور کړے شو نو بنديز پرې ولګولے شو.


اخر ددې مقصد څۀ دے؟ ايا داسې خو نۀ ده چې د امريکې له اړخه د پاکستان د ماتيدو چې کومه منصوبه جوړه شوې ده پۀ هغې د عمل درامد کولو لپاره سندهے او پنجابے متحد شوى دى او پۀ هغې ئې عملى کار شروع کړو؟


کۀ چرې داسې وى نو د ملک غدار څوک شو، پنجابے، سندهے او کۀ پښتون؟


ايا د يو ملک داخله وزير ته داسې قسم بيانونه ورکول کوم چې چې انتشار جوړيږى جائز دى؟


زمونږ پۀ پښتونخوا صوبه کښې خو د وړاندې نه د پنجابى سامراج نه عوام نفرت کوى نو پۀ داسې بيانونو خو نور نفرت خوريږى بايد چې داخله وزير خو داسې بيانونه ورنۀ کړى ځکه چې دا ملک خو د چا جاګير نۀ دے چې د يوې صوبې عوامو باندې بلې صوبې ته پۀ تګ بنديز ولګى.


دا وخت پښتنو د ملک د بقاء لپاره خپل سرونه، مالونه، بچى هر څۀ قربانى کړى دى خو ولې بيا هم ورته ښۀ نظر نۀ کيږى. او د ترهه ګر او غدار پۀ نومونو يادولے شى.


ايم کيو ايم ددې ملک اصل باشنده ګان نۀ دى دوى خو خپله د انډيا مهاجر دى د انډيا جاسوسان دى او د انډيا نه راروک شوى دى چې پښتانۀ دوى ته څۀ نه وائى او پخپله خاورې ئې ورله ځائے ورکړے دے نو دوى څوک دى چې مونږ پخپله خاوره نۀ پريږدى؟


خو پۀ دې کښې زما د پښتون ليډر هم لوئې لاس دے کۀ چرې زما پښتون ليدر پۀ ما ننګ کولے نو نن به پۀ سندهـ کښې پۀ ما بنديز نۀ لګيدو.


کۀ چرې پښتنو سره دا کوم امتيازى سلوک چې روان دے ا و داسې روان پاتې شو نو لرې نۀ ده چې پښتانۀ بيا ځان له بيله لاره خوښه کړى او دريم فريق سره خبره وکړى.:

Copyright Larawbar 2007-2024