کور / خبرتیا او پيغامونه / په كوټه كې د پښتنو ليكوالو غونډه

په كوټه كې د پښتنو ليكوالو غونډه

 


د پنجشنبې په ورځ (۲۸ مى) په كوټه كې د پښتو ژبې د ليكوالو او شاعرانو يوه غونډه وشوه چي پكې د سوهېلي پښتونخوا له بېلابېلو سيمو څخه راغليو ليكوالانو او شاعرانو ګډون كړى وو. په دې غونډه كې د پښتنو په سيمو كې د روانې لوبې، د سوات د پوځي عملياتو، په كراچۍ كې د روانو پېښو او د پښتنو په وړاندې د قومي ستونځو په اړه يو شمېر قراردادونه ومنل شول. دغه قراردادونه په لاندې ډول دي:


۱. ګډون كوونكيو په سوات كې د روانو پوځي عملياتو په كلكه غندنه وكړه او غوښتنه يې وكړه چي په سوات كې دي د بې ګناه پښتنو عامه وژنه و درول شي.


۲. له خپلو كورونو څخه له بېځايه شويو پښتنو سره دي نه يواځې د يووالي څرګندونه وشي بلكې له دوى سره دي هر ډول ممكن مرسته وشي او ورسره له حكومته غوښتنه وشوه چي د ځپل شويو خلكو د بياودانۍ لپاره دي ژر تر ژره كړنلاره وټاكل شي.


۳. په غونډه كې ګډون كوونكيو ټولو شاعرانو او ليكوالانو د رحمان بابا پر مزار د شوې چاودنې په كلكه غندنه وكړه او غوښتنه يې وكړه چي د پښتنو د قومي شاعرانو او ملي شخصياتو د قبرونو ساتنه دي وشي.


۴. په پښتني خاوره كې د پښتانه قام د روانې عامه وژنې په كلكه غندنه وشوه.


۵. ګډون كوونكيو د هغو لوړپوړيو پښتنو چارواكيو غندنه هم وكړه چي د پښتنو په روانه عامه وژنه كې له يوې نه يوې لارې لاس لري.


۶. ګډون كوونكيو د پښتنو له ملتپالو ګوندونو غوښتنه وكړه چي دوى دي په دا ډول كړكېچنو حالاتو كې د خپل ملي او قومي رول په لوبولو سره د پښتنو د روانې عامه وژنې په ضد خپله څرګنده كړنلاره او تګلاره وټاكي.


۷. په غونډه كې په ګډه پرېكړه وشوه چي پښتانه شاعران او ليكوالان دي بايد په ګډه په نړيواله كچه يو سازمان يا اداره جوړه كړي چي په راتلونكي كې د پښتنو پر ملي ستونځو غونډې او سېمينارونه جوړ كړي.


۸. په اوسنيو حالاتو كې چي پښتانه د ملي يووالي او ناامنۍ له ستونځو سره مخامخ دي او د دوى ژبه، ژواك، تهذيب او سباوون له خطر سره مخامخ دي نو پښتنو شاعرانو او ليكوالانو ته په دې برخه كې له هر ډول سياسي، ټولنيزو او شخصي ګټو پرته د يوۀ ملي فكر له مخې كار كول پكار دي.


۹. په غونډه كې د ځينو سياسي او ژبنيو ګوندونو له خوا له پوځي عملياتو څخه د ځپل شويو پښتنو د لارې نيولو او د رجسټرېشن په نامه دوى له كراچۍ او سيند ايالته د شړلو په كلكه غندنه وشوه او غوښتنه وشوه چي د پوځي عملياتو په ترڅ كې ځپل شوي پښتانه- چي د پاكستان په هره برخه كې اوسېدل غواړي- بايد دوى ته اجازه وركړل شي، دا د پاكستان د آساسي قانون (آيين) له مخې د دوى جمهوري او سياسي حق دى. همدارنګه د كډوالو لپاره د ملګرو ملتونو له ادارې څخه هم غوښتنه وشوه چي د انساني حقوقو د ټاكل شوې اعلاميې سره سم دي دغو ځپل شويو پښتنو ته خپل حقوق وركړي.


په غونډه كې لاندېنيو شاعرانو او ليكوالو ګډون كړى وو:


۱. پوهاند سيال كاكړ


۲. سيدعابدشاه عابد


۳. مقدس خان معصوم


۴. عمرګل عسكر


۵. عبدالكريم بريالى


۶. سعيدګوهر


۷. ډاكټر عبدالرؤف رفيقي


۸. ډاكټر لياقت تابان


۹. شفيق العالم معذوريار


۱۰. سهېل جعفر


۱۱. فاروق سرور


۱۲. صادق ژړك


۱۳. يعقوب شاه غرشين


۱۴. محموداياز


۱۵. عبدالجبار كاكړ


۱۶. احمدشاه اعظمي


۱۷. عارف تبسم


۱۸. جاويد اقبال اقبال


۱۹. ګل خان حيرت


۲۰. محمديوسف ساحل


۲۱. حافظ رحمت نيازى


۲۲. جهانزېب اڅكزى


۲۳. ډاكټر عصمت لالا


۲۴. ارسلاخان كاكړ


۲۵. سلطان زخپېل


۲۶. مرتضى خان كاكړ


۲۷. اغا زاهد


۲۸. جاويدخان


۲۹. هاشم كاكړ


۳۰. جعفرخان ترين


۳۱. عبدالباري.