کور / تازه خبرونه / پاكستان د مولانا فضل الله د سر قيمت لس چنده كړ

پاكستان د مولانا فضل الله د سر قيمت لس چنده كړ

 


د پاكستان حكومت وايي د سوات د طالبانو د مشر مولانا فضل الله د سر قيمت يې لس برابره لوړ كړ.


د پاكستان پوځي مقاماتو د جمعې په ورځ ناوخته خبر وركړ، كه هر چا مولانا فضل الله وواژه او يا يې ژوندى حكومت ته په لاس وركړ چي ۵۰ ميليونه كلداري به انعام وركړي.


تر دې دمخه د پښتونخوا ايالتي حكومت د مولانا فضل الله پر سر پنځه ميليونه كلداري انعام ايښئ وو، خو مركزي حكومت لس چنده لوړ كړ.


مولانا فضل الله د سوات د طالبانو مشري پر غاړه لري چي پلويان يې له تيري يوې مياشتي راهيسي په سوات كي د پاكستاني پوځ سره په سخت جنګ اخته چي له امله يې د سوات، بونير او ملكنډ دوه نيم ميليونه كسان نورو سيمو ته كډوال سوي دي.