کور / شعر / لمر

لمر


غلچک نظر شم، ستا وڅار ته ټوله شپه تېره کړم
بس و دې ښکلي انتظا ر ته ټوله شپه تېره کړم

د تا ر يکو په تل کښي ، ځکه څرا غ نه بلو م
ته را سره يې ، ستا رخسار ته ټوله شپه تېره کړم

ته که د ښکلي خوا ږه سرود، پشان پرزړو پرېوزې
ز ه هم د سا ند و يکه زا ر ته ټوله شپه تېره کړم

د خيا ل تند ی ستا د هر پل پر نښه و لګوم
د ر نګينو ، و ډکه لار ته ټوله شپه تېره کړم

اسمان چي څښي،دسپينوستوروپه پيالوکي شراب
ز ه د شبګير و مست خما ر ته ټوله شپه تېره کړم

ګو ندي پر برکنډ و جانان لکه سپين لمرښکاره شي
په د غه تمه و سها ر ته ټو له شپه تېره کړ م

ستادسروشونډو،په سکروټومي زړه داسي پوخ شو
چي دي د ميني و ا نګار ته ټو له شپه تېره کړم

د زړه رګ – رګ پر ز ار ه ترکو نغمو و ا ړ و مه
بيا د د رد و نو و سېتا ر ته ټو له شپه تېر ه کړ م

تا د او لس و ( کامرانۍ ) څو مره شپې رڼي کړ ې
( حبيبه ) ستا و کو م ا ېثا ر ته ټو له شپه تېره کړ م

چي د خيا لو نو له ممبره ، ټکی وعظ نه اوري
د هء ، بې معنا که ملتيا ر ته ټوله شپه تېره کړم