کور / کیسه / د مړي لاس نیوې !

د مړي لاس نیوې !


ګاونډې مي ډیر بوډا وو ، د ده له قوله ۹۵ کلن وو . له پښو ډیر ظهیر وو خو فکر او سوچ یی لا ډیر غښتلي پاته وه . ( مارک ) ټول وخت د لوی کور په وړه خونه کي چي کړکی یې د کوڅی خواته وه په خپله ریړی کي ناست او کوڅې ته کتل . نه پوهیږم چي دا ټوله ورځ به ده څنګه تیرول ؟ لاروي به یی شمیرل ؟ که به یی له ځان سره د خپل ژوند وروستی خوږی ورځي لنډولې ؟


دلته لمریني ورځي په شمار دي . د سپوږمی هغه شرم چي د وریځو تر شا پټیږي ، دلته لمر خپل کړی دی . د نړی خلک بلجیمیان له دې نه پیژني چي له سلام نه وروسته خبره یی د هوا د حالاتو په اړه وي . داسي کسان سته چي ډیرو تیارو یې پر ذهني او رواني حالاتو اثر کړې او ځان يی وژلی . داسي تنهایی لکه دلته چي د سپین ږیرو په نصیب رسیدلی ده ، ډیره زورونکی ده . د مارک خبره مي کول .


سهار چي به مي د هټۍ دروازه پرانستل نو سترګي به مي پر ښاغلي مارک ولګیدې . مارک به هم زما سترګي تر هغو څارلی تر څو زه ورته وګورم .د ادب او شخصیت احترام به یی پر ځای کړ . پوهیدم چي غواړي له خپلي چوکۍ پورته سي خو پښو یې یاري نه ورسره کول . په خاصه اشاره به یې خپلي پښې وښکنځلې او سلام به یې ادا کئ .
مارک به له سهاره تر ماښامه زما د ذهن ملګری وو . د ده د تیر ژوند د پرستیژ او وقار نه ډکه وظیفه ، خدمت او صداقت ، پوهه ، او اوسنئ تنهایی ؟ دا ټولو پوښتنو زما څخه وخت غوښت چي جواب ومومي .


د ورځي په لمړیو ساعتونو کښي به زما همکار راغئ او کار به مي ورته تسلیم کئ . ما باید د نورو کارونو لارښونه او سرپرستي هم کړې وای ، خو تر ټولو لمړی مي د ښاغلي مارک احترام ته ځان رساوه . (مارک دلتاندر ) د خپل وخت پوهه او ایمانداره وکیل وو . په خپله ریشته کي یې تر دوکتورا تحصیلي دیپلومونه درلودل .


وختونو او غمونو یې د مخ پوستوکئ ګونجي منجي کړی وو خو زړه يی له انساني کرامته ډک او انسانیت ته ژوندئ پاته وو .
ده به ولیدم ، چي د ده خواته روان یم خو بیا به هم منتظر وو تر څو د دروازی زنګ ووهم . سمدستي به یی د لاس په ریمونټ کنترول دروازه خلاصه کړل . تر لنډي ستړی مسي وروسته زما لپاره پر ایښودل سوي چوکی باندي به کښیناستم او دوهمه پوښتنه به یې د بلجیمیانو خلاف « د اب هوا » زما د وطن او هلته د حالاتو او احوال ، په اړه وه .


ښاغلې مارک به پوهیده چي زما لپاره به يی پر انټرنیټ د افغانستان ټوله خبرونه را ټول کړي وه ، بیا به یی یویو له حقوقي تحلیلونو سره يو ځای زما سره شریکول .


یوه ورځ چي د ژوند اخیري ورځي يې وې ډیر خوشاله وو ، ما ویل لکه چي د نوي ژوند زیری پر سوی دی ؟ او یا یی په کورنی کښي د لمسي واده دی ؟ ما یې د خوښی سبب ځیني وپوښتی خو ښاغلي مارک ځان تیر کی .زما له تکرار او تاکید سره سره يی وویل ، پریږده چي سرپرایز و وسي .


پرون سهار مي د معمول سره د هټۍ ور پرانیست خو ښاغلی مارک مي تر سترګو نه سو . تشویش مي سو او د کور خواته یی ورغلم . د دروازئ زنګ مي وواهه ، دوی دقیقی وروسته دوو نابلدو خلکو دروازه راته خلاصه کړل . د ښاغلي مارک پوښتنه مي وکړل ، هغوی یو او بل ته وکتل او بیا یی په ډیره خواشنی سره راته وویل چي مارک ابدي ژوند خپل کړ ، له دی دونیا نه یی کوچ وکړ . ډیر خواشینی سوم ، پر زړه مي سستي راغله ،کښیناستم ، بیا مي د هغو خلکو نه د مارک د جسد پوښتنه وکړه ؟ هغوی د مارک د جنازی او جنازی د مراسمو وخت او ادرس راکړ .


نن سهار مي توره دریشي او توري عینکی د خپل دوست په غم کي د ګډون لپاره واغوستل او د روغتون پر لوري روان سوم .
هلته د مارک نور دوستان او خپلوان هم د مارک سره خدای په امانی ته راغلي وه . جنازه تر لیدلو وروسته باید خاورو ته سپارل سوی وای ، خو تر مراسمو وروسته یی زوی چي له امریکا څخه راغلی وو د خپل پلار هغه عریضه ولوستل چي له دولت نه یی غوښتنه کړی وه « زما له مرګ نه ورسته زما د بدن سالم او جوړ غړي بل مریض ته هدیه کړی ، او یا یې هم په لابراتوارنو کښي د ځوان نسل ازمویني ته کښیږدی »


موږ چي ټولو د خپل دوست پر جدایی ژړل ، زوې يی ماته رانژدی سو او د خپل پلار د عریضی متن یی راوښود ، پر هغه د حکومت او د محکمې حکم او لاسلیک یې د پلار د هغې ورځي د خوښۍ لامل وباله …



ات – بلجیم
29/05/2009