کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / مشرف بیا هم پر اور تېل پاشي

مشرف بیا هم پر اور تېل پاشي

پرویز مشرف چې دې ورځو کې ماسکو ته په خصوصي سفر تللئ او تمه کیږي چې د هغه هېواد له لومړي وزیر پوتین سره به هم کتنه لري ، په ماسکو کې يي د « ګازیتا » نادیژداکورواکوووا ورځپاڼې له خبریال سره مرکه کړې ، چې څو ځایه يي دې مرکه کې د افغانستان په کورنیو چارو کې د لاسوهنې هڅه کړې او په یوه یا بله بڼه يي پر افغانستان د پاکستان تیرئ پرځای ګڼلئ دئ .
نوموړئ د یوې پوښتنې په ځواب کې وايي « دا سمه نه ده چې نني طالبان د هغه رژیم سره چې په ۲۰۰۱ کال کې په افغانستان کې واکمن و ، یوشان وګڼل شي »
په دې توګه مشرف نړیوالو ته ښۍ ، یوازې هغه طالبان چې د ۲۰۰۱ کال د مخه په افغانستان واکمن و او د هغو په واکمنتیا کې پنجابي پوځ او ای ــ اس ــ ای لویلاس درلود زیانمن وو ، خو نني طالبان چې په همغه مدرسه کې روزل کیږي ، په ناڅاپي توګه او بې دلیله د مشرف په خوله بې زیانه او دیموکرات ګڼل کیږي . پنجابي واکمنانو یو وخت افغانانو او نړیوالو ته مجاهدین هم د خپلواکۍ او دیموکراسۍ پرښتې بللې ، خو په ۹۰ ومو کالو بیا همدغه پنجابیانو د خپلو دیموکراتو پرښتو پر ضد چې د افغانستان د تباهۍ او د کابل په ورانۍ کې يي د خپلو پخوانو حامیانو پنجاب او لوېدیځ مخونه تورکړل ، طالبان راوزیږول . پنجابي واکمنان ځانته تل حق ورکوي چې په افغانستان کې د واک پر سر چنې ووهي او په مکر سره ځان د افغانانو خواخوږي څرګند کړي .
خو ښاغلي مشرف دا نه دي ویلي ، هغه طالبان چې د یوې مدرسې شاګردان دي ، په یوشان روزنغالو او پالنغالو کې زده کړې کوي ، د پنجابي پوځي کړیو او ای ــ اس ــ ای د یوشان ښوونکو او ترینرانو لخوا تدریس کیږي ، څنګه کېدئ شي چې پخواني دې سړیخواره او نني دې انساندوست او دیموکرات وي ! ؟
هغوی چې د ای ــ اس ــ ای په ښوونځیو کې روزل کیږي او ځانته طالبان وايي او د مشرف هم د تاید وړ او دیموکرات يي بولي ، همدا نن په افغانستان کې ښوونځي او پوهنتونونه سوځوي . ښوونکي او استادان وژني . افغانانو ته د پردیو د خیرات په پیسو جوړ ، د ولسي ښېګڼو ټول بنسټونه له منځه وړې .
باید پنجابي واکمنانو ته څرګنده شي ، چې افغانان خپل ولس او خلک تر هرچا ښه پېژني . په دولتي واک کې د ګډون پریکړه د بل هر هېواد پشان یوازې د افغانانو حق دئ . په دې کې د ګاونډي هېوادو که هغه پاکستان ، ایران ، روسیه او یا کوم بل نړیوال ځواک وي د لارښوونې او پریکړې ځای نه لېدل کیږي .
همدارنګه مشرف د یوې بلې پوښتنې په ځواب کې هم د تل غوندې د افغانستان په ټیکدارۍ خبرې کوي او وايي « موږ په خپل سیاست کې په دې تیزس ټینګار کوو چې نړیوال ځواکونه باید له افغانستان څخه ووځی ، ځکه که داسې وشي دا به د افغانستان په ګټه وي »
د افغانستان د خیر او ګټې خبرې بیا هم موږ ته ښاغلئ مشرف راښايي . په داسې حال کې چې افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو د شتون خبره یوازې په افغانانو پورې اړه لري .
مشرف ( څنګه چې هغه اوس د پاکستان په دولت کې کومه رسمي دنده نه لري ، د پاکستان د ولس په استازیتوب دداسې څرګندونو حق هم نه لري ) یا بل پنجابئ مشر کولئ شي چې یوازې د خپل هېواد په اړه د داسې ځواکونو د ښېګڼو او بدګڼو په باره کې خبرې یا پریکړه وکړي .
خو مشرف دا خبرې هسې او خوشې نه کوي . هغه خامخا د پنجاب د ګټو له لوري چارې ګوري او څاري يي . هغه په دې پوهیږي ، که د افغانانو پښه دا ځل بیا ښویږي او افغانان دا وار هم د نړیوالو په شتون او ملاتړ کې ، د خپل هېواد بنسټيزې چارې نه حلوي ، نو پاکستان ورته د یوې لويي بلا په څېر خوله وازه نېولې او هره ګړۍ افغان هېواد او ولس له کومي تېرولئ شي .
تر ټولو مهمه دا ده چې مشرف له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو د وتون خبرې په ماسکو کې ، د کرملین د چارواکو د خوښۍ لپاره کوي . پنجابي مشران چې افغانان يي دالخواره بولي خو په سیاست کې د باد ، لورئ په وخت پېژني . مشرف به په پنجاب کې د نورو کړیو په سلا ، د لوېدیځ په خلاف د ا ځل د ماسکو لورینو او پیزوینو ته سترګې نېولې وي .
ماسکو کې د مشرف څو ورځنۍ استوکنه ، په لاپو باټو سره له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو د وتون لارښوونې او په ماسکو کې د طالبانو په ملاتړ د خپل غږ پورته کونه ، په سیاست کې د پنجاب د یو شمیر کړیو د لیوالتیا نوئ لورئ په ګوته کوي .
داسې ښکاري چې دا ځل پنجاب د ماسکو له لوري پر افغانانو ګوزارونو ته ملاتړلي وي .
مشرف په دې مرکه کې د شرارت لپاره نورې خبرې هم لري . هغه د افغانستان په شمال کې د ازبکو ، تاجکو او نورو قومونو په اړه د تل پشان په بدۍ خوله وازوي او په دې توګه غواړي چې پښتنو ته وښۍ ، چې د پنجاب په دوستۍ تل حساب کولئ شۍ او په پنجاب کې جوړ شوي طالبان له لاسه مه ورکوۍ . خو که له مشرف څخه پوښتنه وشي چې هغه د خپل مطلق واک په ۹ کلن ، پير کې ولې پښتنو ته تش ددې حق ور نه کړ چې د انګریزي ښکېلاک څخه پاتې سوبه سرحد نوم په پښتونستان یا پښتونخوا واړوي بیا ځواب نه لري ! دلته ده چې د پنجاب د رسوايي تشت له بامه غورځيږي . په افغانانو کې د بېلتون اور ته لمن وهل پنجاب ته له انګریزانو څخه په میراث پاتې دئ .
مشرف لکه نور پنجابي مشران د افغانستان په شمال کې د وروڼو قومونو او دشمالټوالې د ډاکوانو او لنډغرو ترمنځ توپير په عمدي توګه نه کوي او د څو لنډغرو پر ځای د شمال ولسونه په نښه کوي . خو د افغانستان قومونه که هغه په شمال ، یا په سویل او یا د هېواد په بله برخه کې پراته دي ، خپل منځ کې له ورورۍ سربېره کومه ستونځه نه لري . خو افغانان یوخوا د شمالټلوالې له لوټمارانو او ډانګیانو ( چې دا قومونه نه دي بلکې یو څو غله او داړماران دي ) او بلخوا د پنجاب پلاس د جوړشویو طالبانو سره ستونځه لري .
په ماسکو کې بیا هم وینو چې مشرف د پخوا پشان د پنجابي طالبانو څخه په ملاتړ او روسیه او ایران په دودیز ډول د شمالټلوالې د لنډه غرو په ننګه ، د افغانانو پر ضد په چلوټه کې سره شریکیږي .
د افغانانو په وړاندې دا څو سره بلاګانې له بېلابېلو پلازمېنو څخه په یوه وار سر راپورته کوي .
افغانان باید د پنجاب او ماسکو د نویو او پټو چلوټو په اړه هوښیار او بیدار اوسي !


اخځونه :
اریايي جالپاڼه

تبصره نسته

  1. د مراد زي صيب ليكنه مې ولوسته ښه احساسات يې څرګندكړي وو، خو زه به يو څو خبرې ور زياتې كړم او هغه داچې كه طالبان په ريښتيا د الله تعالى د دين او د اسلام د خپرولو او له هيواد څخه د خارجي قواو د ويستلو په موخه وسلې ته لاس كوي، نو په ريښتيا هم په شمال كې او جنوب كې خو يوازې پښتانه وژل كيږي، كه په شمال كې ځانمرګي شوي نو هم پكې پښتانه وژل شوي او كه دولت د بريدونو په نامه څوك نيسي هغه هم پښتانه وي، له يوې خوا را پسې دولت راخيستې او له بله پلوه راپسې طالبانو راخيستې، دلته ژرنده د پښتنو پر سرونو ګرځي دواړه خواوې پښتانه ټكوي زما د معلوماتو له مخې ځينې هغه كسان چې په شمال كې له طالبانوسره اړيكې لري، ښه او پراخه فكر لري ورته وايي چې بايد افغانان او په خاصه توګه پښتانه ونه وژل شي، د هغوي ځواب ورته دا وي چې تا خو به مكتب نه وي ويلې؟، زما په فكر كه دوي له خارجي قواو افغانستان ازادول غواړي نو بيا په كار ده چې دوي يوازې د خارجي قواو پر خلاف جګړه وكړي، نه د خپلو پښتنو وروڼو پر خلاف، هغه پښتانه چې په پوليسو كې دي او كه پوځ كې دي مسلمانان دي او افغانان دي.

    زمونږ د شمال دخلكو اكثره ناسته له اوزبك او نورو قومونو له خلكوسره وي، يوه ورځ څه خبره شوه يو تن اوزبك چې د جنرال دوستم د ځوانانو د ډلې يو څه نمايندګي يې هم كوله د يوې جګړې له تلفاتو خبر شو هغه وايي چې : (( شكر خدايه كې افغان كشي نيست، اوغان كشي است خير است كه در بين خود ميكوشن )) يعنې ملطب دا چې طالبان خو افغانان نه وژني يوازې اوغان يعنې پښتون وژنې خير دى چې په خپلو منځو كې وژني، زه چې پښتون وم په دغه ځاى دومره په احساس كمترۍ كې راغلم چې هغه ته له ځواب وركولو پاتي شوم ځكه دهغه خبره په شمال كې صدق كوي او ريښتا هم اوغان كشي روانه ده،

    پښتانه هغه قوم دى د تاريخ په اوږدو كې يې يو له يو بل سره دښمنۍ كړي، تربورولي يې كړې او د همدغه تربورولۍ په خاطر په شمال كې له طالبانواستفاده كوي او خپل شخصي دښمنان پرې په يوه او بل نامه وژني، په ننګرهار كې د يو ملګري خواته لاړم هغه په وزيرو كې اوسيده، په دغه سيمه كې د طالبانو نفوذ زيات دى هلته يو ورور په ملي اردو كې كار كوي، او بل طالب وي، يو ورور په پوليسو كې وي او بل له طالبانو سره وي، نو زما هيله هم له طالبانو داده چې طالبان هسې هم په پښتنو ور اوښتي دي، نو ولې خپل پښتانه وژنۍ؟ كه دحكومت واګې يو ځل بيا په لاس درشي ملاتړ به مو څوك وي؟ اوزبك، تاجك، هزاره… خو ستاسو تابعت نه كوي خو د خپلو پښتنو له وژلو لاس واخلئ او كه دخارجي قواو پر ضد مو وسله اوچته كړي وي، په دغه مبارزه كې مو كار نه لرو.