کور / تازه خبرونه / هلمندي زدکوونکي: کال ختمېږي، پيسې مو ندي تر لاسه کړي

هلمندي زدکوونکي: کال ختمېږي، پيسې مو ندي تر لاسه کړي

په مركزلښكرګاه كي دولسواليو نه دنااراميو له امله راغلو زده كوونكوته هغه نقدي پيسې چي دښووني اوروزني دوزارت له لوري دډوډۍ ،لباس او ځاي كرايي په نوم وركول كيدې لا د روان ښوونيز كال تر وروستيو پوري نه دي وركول سوي.
دلښكرګاه ديوشمير ښوونځيو زده كوونكي چي دژورناليستانو ددفتر مخي ته په احتجاجي ډول راغلي وه شكايت يي كوى چي ښوونيز كال به پاي ته ورسيږي خو لادوي به پيسې تر لاسه نه كړي
ددغه زده كوونكو نه يو شمير وايي دوزارت له لوري دوي ته وركول سوي پيسې بايد دتير لمريز كال دسنبلي په مياشتي كي وركول سوي و اي چي لا يي نه دي ترلاسه كړي
دناراضه زده كوونكو نه يو تن وايي دكرايه سوو خونو كرايه تري غواړي خو دوي پيسې نه لري چي ور يي كړي كله چي دښووني اوروزني رياست ته مراجعه كوو هغوي مو كار دنن څخه سباته ځنډوي
داچي روان ښوونيز كال په دي راتلونكو څلورو ورځوكي په هلمند كي پاي ته رسيږي اوس مهال كلنۍ ازمويني رواني دي زيات زده كوونكي چي دولسواليو نه راغلي دي شكايت كو ي چي كه چيري دوي يو ځل خپلو كورنوته ستانه سي اوبيا په دي پيسو پسي بيرته لښكرګاه ته راځي نو كيداي سي ديوشمير مشكلاتو سره مخ سي
خو دهلمند دښووني او روزني ريس ښآغلي شيراغاخان صافى وايي دپيسو دوركړي پروسه ترډيره ددوي په لاس كي نه ده داچي دډنمار ك ددولت نه يي پيسي اخستي وې يو څه كار ته لا اړتياسته خو ډاډ وركوي چي د نږدي ورځو په درشل كي به زده كوونكو ته ددوي حق پيسي وركړي.
كه څه هم يو شمير زده كوونكي دپيسو په دي پروسه كي دځينو درغليو خبر وركوي خو دهلمنددښووني اوروزني ريس وايي داچي تر دي دمه دپيسو دويش پروسه ځنډېدلې ده لامل يي دادى چي په شفاف ډول مستحقو كسانو ته پيسي وركول سي
ديادوني وړده چي وړاندي تر دي هم ډيرو زده كوونكو دپيسو دنه وركړي په خاطر شكايتونه كول خو هغه مهال دهلمند دښووني اوروزني مسئولينو په دي پروسه كي دنه شفافيت په خاطر د ځنډ خبر وركوي ،خو داځل ډاډ وركوي چي په لنډورځوكي به دزده كوونكو هغه پيسې چي دډنمارك ددولت له لوري دښووني اوروزني وزارت ته دهلمند ديوشمير ولسواليو نه دجنګو او ناامنيو په خاطر مركزته دراغلو زده كوونكو دمصارفو په خاطر وركول كيږي زده كوونكو ته وويشي