کور / تازه خبرونه / له پاړه چنارڅخه ٣٥ کورنۍ پکتيا ته راکډه شوې

له پاړه چنارڅخه ٣٥ کورنۍ پکتيا ته راکډه شوې

د شمالي پښتونخوا ( ډيورنډ کرښي ها خوا )  د پاړه چنار سيمې څخه ٣٥ کورنۍ پکتيا ولايت اريوب ځاځيو ولسوالۍ ته راکډه شوي چې دځايي خلکو سره ميشت دي .


 د پکتيا ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس دين محمد دروېش وايي چې نوموړي کورنۍ په سيمه کې د شيعه او سني مذهبي ډلو ترمنځ د جنګ او جګړو له امله دېته مجبور شوي چې د ډيورينډ د کرښې ديخوا پکتيا ته راکډه شي .
دروېش زياتوي چې نوموړي کورنۍ زياتو مرستو ته اړتيا لري ، که دولت يا نړيواله ټولنه يې ژر مرستوته  راونه دانګي  نويادشوي كډوال به د زياتو ستونزو او کړاوونو سره لاس او ګريوان شي .



دا پداسې حال کې ده چې يو څه موده وړاندې هم د عليزيو سيمې څخه خوست ولايت د ٢٠٠ کورنيو په شاوخوا کې کډوال راکډه  شوي ؤ او دولت هم د دوی سره د پام وړ مرستې کړي وې .


د يادوني وړ ده چي پر بر افغانستان د شوروي اتحاد د يرغل پر مهال د بر افغانستان څخه په زيات شمېر افغانان د لر افغانستان ته کډوال سوي وو  چي ډيرئ يې لا تر اوسه د ډيورنډ کرښي ها خوا مېشت دي .