کور / راپور / عبدالجبارنعيمي د مولانا بلخي په نمانځنغونډه کي

عبدالجبارنعيمي د مولانا بلخي په نمانځنغونډه کي

د ميدان وردګو والي په تركيه كې د مولانا جلالدين بلخي د نمانځغونډې  په دستورو كې ګډون وكړ


د ميدان وردګو والي عبدالجبار نعيمي تركيې ته په يو سفر كې د مولانا جلالدين محمد بلخي د نمانځغونډې په دستورو كې په ګډون سربېره په انقره كې د افغانستان له لوى سفير ، د تركيې له ولسمشر ، دكورنيو چارو له وزير، يوشمېر واليانو او چارواكو سره وكتل . 



عبدالجبار نعيمي د ۲۰۰۷ كال د دسامبر په ۱۵ نېټه د شنبې په ورځ د مولانا جلال الدين محمد بلخي مدفن يا د قونيې ولايت ته لاړ اوددغه ولايت په هوايي ډګر كې د دغه ولايت د والي مرستيال او ګڼ شمېر چارواكو ورته هركلى ووايه . 
هغه ددغه  ولايت له والي عثمان آيدن او ددغه ولايت له ښاروال طاهر آك يورك سره له كتنې وروسته د نيازي اوستا په نوم يو خصوصي ښونځى او د پوهنتون روغتون هم وكتل .  
 
د مولانا د زوكړې د اته سوومې كليزې په وياړ جوړه شوې ودانۍ   


هغه د سلطان علاو الدين د مسجد له كتلو  وروسته د مولانا جلال الدين محمد بلخي مزار ته هم لاړ او دهغه د مزار په كتلو سربېره د هغه په نمانځغونډه كې چې پكې ګڼ شمېر تركي او ايراني چارواكو هم ګډون كړى وو برخه واخيسته . 



نوموړې پرتمينې غونډې ته د ميدان وردګو والي عبدالجبار نعيمي هم خپله وينا واوروله او ويې ويل : د انسان ژوند بايد يو مطلب ولري يعني داچې انسان د يو مطلب لپاره پنځول شوى دى . 



هغه زياته كړه چې چې انسان بايد نورو ته هم له ځانه يو څه پانګه پريږدي ، لكه څرنګه چې موږ نن د مولانا جلال الدين محمد بلخي په ياد دلته راټول شوي يو دا پدې چې هغه واقعاً موږ او ټولو نړيوالو ته داسې څه پرې ايښي دي چې بايد پرې ووياړو او د وياړ وړ دي . 



هغه وړاندې وويل چې موږ بآيد كوښښ وكړو چې دهغه په پل قدمونه كيږدو ، هغه موږ ته دوستي پرې ايښې ده هغه محبت پرې ايښى هغه پوهه پرې ايښې او هغه موږ ته د حقيقي ژوندكولو په معنى د پوهېدلو مفكوره پرې ايښې ده . 



د ميدان وردګو والي دې ته په اشارې سره چې د مولانا بلخي  د زوكړې ځاى د افغانستان دبلخ ولايت دى اوآرام ځاى يې د تركيې د قنيې ولايت دى زياته كړه چې داددې معنى لري چې دا د دوه ولسونو ترمنځ يو مشترك وصف دى  او دواړه اولسونه يې سره نږدې كړي دي . 



هغه د تركيې او افغان اولس ترمنځ تاريخي دوستۍ ته هم اشاره وكړه او د تركيې دهغه مرستو قدرونه يې وكړه چې د پوهنې ، روغتيا او كرنې په شمول يې په نورو برخو كې له افغان اولس سره كړې دي .



هغه د خپلو خبرو په پاى كې يوځل بيا د تركيه په حكومت غږ وكړ چې هغه مرستو ته دوام وركړي كومې چې تراوسه ددغه حكومت لخوا د افغانستان له حكومت او خلكو سره دوام لري . 



د ميدان وردګو والي له نوموړو مراسمو وروسته د تركيه د ولسمشر عبدالله ګل پلرني ښار قيصري ته روان شو او ددغه ولايت په  والي مولود بيليجي سربيره يې د قيصري دښاروالۍ له عمومي سكرتر سره هم وكتل . 



په دغه كتنه كې د قيصري د ښاروالۍ عمومي سكرتر وويل چې كه د ميدان وردګو ولايت حكومتي چارواكي وغواړي چې دغه دوه ولايتونه وروڼه وبلل شي نو شونې ده چې دغه دواړه ولايتونه وروڼه وبلل شي او له ميدان وردګو ولايت سره به له قيصري څخه لازياتې مرستې دوام وكړي . 



ښاغلي عبدالجبار نعيمي لدې وروسته له بې وزلو سره د مرستو مركز ته لاړ او له دغه مركز څخه چې د دغه ښآر له ټولو بې وزلو خلكو سره مرسته كوي ليدنه وكړه په دغه كتنه كې وويل شول چې دا مركز به هڅۀ وكړي چې له ميدان وردګو ولايت سره هم مرستې وكړي . 



د ميدان وردګو والي لدې وروسته د طبيعي ، ديني او ساينس علومو له هغه مدرسې څخه هم ليدنه وكړه چې كابو ۳۰ كسه افغان ذده كوونكي هم پكې په ذده كړو بوخت دي ، دا مدرسه هم په قيصري ولايت كې ده او د انادولو امام حطيب په نوم ياديږي . 



هغه د تخنيك په هغه مسلكي ليسه سربېره چې ۱۱۶۰ ذده كوونكي لري د استقبال په نوم د موبل او فرنيچر يوه فابريكه هم وكتله .  لدې وروسته عبدالجبآر نعيمي د دسامبر په ۱۸ نېټه د سې شنبې په ورځ انقرې ته له تللو وروسته په تركيه كې د افغانستان له لوى سفير مسعود خليلي سره په كتنه سربېره د انقرې له والي كمال امرنال سره هم وكتل . 



د ميدان وردګو والي عبدالجبار نعيمي او په تركيه كې د افغانستان لوى سفير د بلخ د والي استاد عطامحمد نور په ملتيا د تركيې د ولسمشرۍ په ماڼۍ كې ددغه هيواد له ولسمشر عبدالله ګل سره هم وكتل . 



د يادولو وړ ده چې له دغه ليدنو كتنو وروسته ښاغلي عبدالجبار نعيمي د تركيې په استانبول ښار كې دهغه ولايت دوالي د مرستيال په ملتيا سره د ټولو اسلامي مقدسو ځايونو او د اسلامي خلافت د قوماندې مراكز او نور تاريخي ځايونه  وكتل