کور / تازه خبرونه / هلمند: ګڼ شمير وسله وال طالبان وژل شوي

هلمند: ګڼ شمير وسله وال طالبان وژل شوي

افغان او ا يتلاف ځواکونو تيره شپه[ مرغومي١١] په ګډه  د هلمند ولايت په ګرشک ولسوالۍ په دوو اړوندو،  سيمو کې د پلټني عمليات يي د طالبانو په ضد پيل کړي وو، چي  ناساپه طالب جنګياليو په عملياتو کي شاملو ځواکونو باندي د سپکو وسلو ډزي وکړي .


د ايتلاف ځواکونو په خبرپاڼه کي ويل شوي دي ،  افغان او  ايتلاف ځواکونو په ځوابي ډزو  کي  يو زيات شمير طالب جنګيالي په دوو ورته پيښو کي وژل وژلي . د خبرپاڼي په حواله  په يادو شوو عمليانو کې مللکي، افغان او ايتلاف ځواکونو ته مرګ ژوبله نده اوښتي .   


د يو بل خبر له مخي : دري تنه وسله وال طالبان په موسي کلا په ولسوالۍ کي تيره شپه هغه وخت د يوي نښتي په ترڅ کي ووژل شول ، چي ا فغان ملي اردو په نوموړي ولسوالۍ کي تصفيه وي عمليا ت پيل کړي و.چي طالبانو سره په نښته کې ښکيل شول.