کور / تازه خبرونه / دولت دگڼ شميروسلوالو طالبانو د وژولو ادعا كړى

دولت دگڼ شميروسلوالو طالبانو د وژولو ادعا كړى

 


په بګرام کي د ائتلافي ځواکونو د مطبوعاتي دفتر څخه رسنيو ته په يورا لېږل  سوې خبرپاڼه کي د هلمند د ګرشک ولسوالۍ په ميرمنداب سيمه کي د ګڼ شمير وسلوالو طالبانو د وژل کېدو او د هغوئ د څو پټن ځايونود ړنګېدو خبر ورکړل سوى .


خبرپاڼى وړاندى كښلى چي له هوايې ځواک څخه هم کار اخيستل سوى او په عملياتو کي افغان سرتيري هم برخه لري چي د مخاليفينو د وسلو يو زېرمتون يې هم لاس ته ورغلى .


په خبرپاڼه كى كښل سوى چى دوى دغه فوځى عمليات په دى موخه كړى چى دوسلوالوطالبانود خوځښتونواوفعاليتونوموخه وه نيسى .


ايتلافى ځواكونوويلى چى په سيمه كى دتلاشى پر مهال وسلوالوطالبانوپرافغان اوايتلافى ځواكونوباندى دسپكو وسلوډزى وه كړى چى په ځوابى بريد كى گڼ شميروسلوالطالبان ووژل سول 


په خبرپاڼي کي راغلي چي په يادوسويو عملياتو کي افغان او نړيوالو ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى . 



د هلمند ولايت امنيه قومندان مل پاسوال محمد حسين  انډيوال وويل چي دگرشك ولسوالۍ دميرمنداب اوريگى سيمه کي ترسره سوى خووسلوالوطالبانوته داوښتى مرگژوبلى په اړه يي معلومات نه درلودل .


خوله سيمي څخه ځايې اوسېدونکو رسنيو ته ويلي چي نړيوالو ځواکونو د ولسي خلکو پر کورونو هم بمونه غورځولي چي په پايله کي يې ښځي او کوچنيان هم پکي وژل سوي دي .


وسلوال طالبان د خپلو ديارلسو ملګرو د وژل کېدو د پخلي تر څنګ افغان او ائتلافي ځواکونوته د درانه زيان ور اړولو ادعا کوي .


اوهمدارنگه د ملي دفاع وزارت هم د يوې خبرپاڼي له لاري د موسى قلعه په ولسوالۍ کي ددولت ددريو مخاليفينو د وژل کېدو خبرورکړى دى .


خو د وسلوالو طالبانو وياندويانوتردامهاله څه نه دى ويلى .


د يادوني وړ ده چي څو اونۍ وړاندي هم سيمه ايزوخلکو د ګرشک ولسوالۍ په ښورکي سيمه کي د نړيوالو ځواکونو د بمباريو له امله د ګڼ شمير ولسي خلکو د وژل کېدو خبره کول خو هغه مهال ناټو ويلي وه چي د طالبانو د يوه قوماندان په ګډون يې اولس وسلوال طالبان وژلي دي