کور / خبرتیا او پيغامونه / د افغانستان ملي تلويزيون په اروپا او امريکا کي وګورئ

د افغانستان ملي تلويزيون په اروپا او امريکا کي وګورئ

 


د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ويبپاڼي  د خبر له مخي د لومړي ځل لپاره د افغانستان ملي تلويزيون په اروپا او امريکا کي د سټيلايټ له لاري د ليدلو جوګه سو ، تاسو کولای سئ چي د لاندي کوډونو په ثبتولو سره د افغانستان ملي تلويزيون کتلائ سئ .


 


 


اروپايي هيوادونه:


HotBird:
Frequency 11411H           
S.R- 27500
FEC- 5/6


امريکا
 
Galaxy 25
Frequency 11716 V           
S.R- 22000
FEC- 1 / 2


د افغانستان د اطلاعاتو کلتور وزارت اعلان وکړ چې د لومړي ځل لپاره د دغه هيواد دولتي تلويزون په اروپا او امريکا کې خپلې خپرونې پيلوې.

د افغان چارواکو په وينا که څه هم د افغانستان ملي تلويزون يادو شوو هيوادونو ته له پخوا خپلې ازمايښتي خپرونې پيل کړي خو د روانې اونۍ په پاى کې اصلي خپرونې هم پيلوي .


وړاندې دافغانستان ملي راډيو تلويزون له هيواد څخه د باندې يوازې په اسيايي هيوادونو کې ١٨ ساعته خپرونې درلودي.


افغان دولت داسې مهال په اروپا او امريکا کې د افغانستان د ملي تلويزون د خپرونو د خپريدو خبر ورکوي چې په دغه هيواد کې د گوتو په شمير شخصي تلويزونې چاينلونو اسيا،اروپا او امريکايي هيوادونو ته خپرونې درلودې .


چارواکي وايي د دغه هيواد ملي تلويزون به په رسمي بڼه خپلې خپرونې د روانې پنجشني په ورځ د سپوږمکۍ پرمټ اروپايي او امريکايي هيوادونو لپاره پيل کړي.


د اطلاعاتو کلتور وزارت سلاکار نجيب منلي په دې اړه داسې وويل
(د ملي تلويزون خپرونې به په راتلونکې څو ورځو کې د سپوږمکۍ پرمټ امريکا او اروپاته خپلي خپرونې پيل کړي او دليدو وړ وگرځي.
د تلويزون د خپرونو د خپريدو پر چارو شاوخوا ٥٠٠ زره ( پنځه لکه ) امريکايي ډالره لگښت راغلى چې د اطلاعاتو کلتور وزارت د پراختيايي مالي بوديجې څخه ورکول کيږي.)


چاروکي وايي د تلويزون رواني ١٨ ساعته خپرونې به په نژدې راتلونکې کې ٢٤ ساعتونو ته وغځوي.


د دې کار په ترسره کولو به دا لومړى ځل وي چې د افغانستان ملي تلويزون اروپايي او امريکايي هيوادونو ته خپرونې ولري.