کور / تازه خبرونه / زندانيانوته به عصبي درمل ورسيږي

زندانيانوته به عصبي درمل ورسيږي

زندانيانو ته به عصبي درمل له معايناتووروسته وكړل سي


په كندهاركې ددرمل پلورونكواتحاديې له روغتيارياست سره دژمنيودرملومرسته وكړه


ددغودرملوټولېزمالي ارزښت دوه سوه اوڅلويښتوزروافغانيوته رسيږي .


ددرمل پلورونكواتحاديه وايې چې دغه درملې مرسته يې دكندهاردلوي محبس له زندانيانوسره دژمي دراتګ په مناسبت كړي ده .


دكندهاردروغتياريس ډاكترعبدالقيوم پخلالراوبرته وويل چې په مرسته سويودرملوكې دتقوي ،عصابواونوراړين درمل شامل دي چې دوى به يې ديوي روغتيايې ډلې په مرسته ترزندانيانوپوري ورسوي .


داپه يوه اونۍ كې دننه دوهمه روغتيايې مرسته ده چې دكندهاردعامي روغتياله رياست سره ترسره كيږي .


تردي دوې ورځي مخكې دكاريزمرستندويه ټولني ددرې سوه شل زره امريكايې ډالروپه مالي لګښت له ميرويس  رغتون سره دطبي سامان الاتومرسته كړي .


ددغي مرستندويه ټولني مشراوپه جاپان كې دتوكيودپوهنتون استادخالدرشادلراوبرته وويل چې مرسته سويوطبي سامانونوكې داورتوپيدي ماشين اونوراړين سامانونه شامل دي چې درې سوه اوشل زره امريكايې ډالره ارزښت لري .


كه څه هم مرسته سوي سامانونه ددوهم لاس دي خوښاغلي خالدرشاديې په اړه وايې چې لس كاله دګټي اخيستني وړدي .


دميرويس روغتون دسويلي حوزي په كچه سترروغتيايې مركزدي چې له كندهارولايت سربيره دزابل ،اوروزګان ،هلمنداونيمروزولايتونوڅخه هم ناروغان پكې درملنه كيږي .