کور / تازه خبرونه / په خوست کې ماين دوه تنه ووژل

په خوست کې ماين دوه تنه ووژل

دخوست ولايت ديعقوبيوولسوالۍدخلبسات په سيمه كې دولايتي بيارغاونې ډولې دوه تنه ساتونكي دسړك دغاړې دماين په چاودنه كې ووژل شول .
دخوست امنيي قوماندانۍ مطبوعاتي وياند ډګروال وزيربادشاه وويل چې دولايتي بياوغاونې ډله پخپلوموټركې  دخلبسات سيمې ته له خلکوسره دمرستې كولوپه موخه روان ووچې دخلبسات په سيمه كې پرسړک ځاى پرځاى شوى ماين يې پرموټروچاوديده .
دنوموړي دمالوماتوله مخې موټرنېږدې ټول ويجاړشوى اوپه موټركې دوه تنه ساتونكي وژل شويدي .
وزيربادشاه زياته كړه چې داماين ددولت مخالفينولخواد يادي شوي سيمې پريوۀ عام سړك ځای پرځای کړی ؤ.
  په خوست ولايت كې دايوازينۍ ولسوالي ده امنيتي څرنګوالۍ يې د ډاډ وړ ندى او مهال پرمهال پكې دا ډول پېښې ترسره كيږي .