کور / تازه خبرونه / کندهار:پنځه تنه دخپل موټربم ښكارسول

کندهار:پنځه تنه دخپل موټربم ښكارسول

ځايې چارواكې وايې چې په كندهار كې پنځه تنه وسله وال طالبان پخپل موټربم كې وژل سوي دي .


دكندهارامنيه قومندان مل پاسوال سيداغاثاقب لراوبرته وويل چې پرون دسه شنبي په ورځ پنځوتنووسله والوطالبانوهڅه كول چې دځان وژونكي بريددترسره كولوپه موخه په يوه سراچه موټركې چاوديدونكې توكې ځاي پرځاي كړي چې پخپله يې ښكارسول .


نومه وړي وايې چې له چاودني څخه وروسته ګاډي ويجاړسوي اودوژل سويوطالبانوجسدونه هم دپيښي په ځاي كې پراته و.


بلخوادكندهاردسرحدي ليواقومندان رازق خان اڅګزي وايې چې دسرتيروپرموټريې دسړك دغاړي ماين چاودنه سوي دري تنه سرتيري پكې ټپيان سوي اودوه تنه نوروژل سوي دي .


رازق خان اڅګزي زياته وي چې پرسرتيرويې دسړك دغاړي ماين تيره ماشام ناوخته مهال دپاكستان پولي ته څيرمه د(شيراوبو)په سيمه كې وچاوديد.


نومه وړي وايې چې پدي اړه يې پلټني پيل كړي خودم كړي ورسره په تړاوڅوك ندي نيولي .