کور / تازه خبرونه / کندهار: اوه تنه وژل شوي او ٧ نور ټپيان شوي

کندهار: اوه تنه وژل شوي او ٧ نور ټپيان شوي

کندهار : په بيلابيلو پيښو کي اوه تنه وژل شوي او ٧ نور ټپيان شوي .


په کندهار ولايت کي په دريو جلاو  پيښو کي د دوو پوليسو په ګډون  اوه تنه طالبان وژل شوي او  د دريو پوليسو په ګډون اوه تنه ملکي کسان ټپيان شوي ، د کندهار ولايت امنيه قومندان سيدآقا ثاقپ وويل : تيره ورځ يو شمير طالبانو چي په  يوه عراده موټر کې يې چاوديدونکي مواد، د ځان مرګي بريد د ترسره کيدو له پاره  ځاي په ځاي کول ، خو  چاديدونکي مواد په خپله په دوي باندي وچاوديده او پنځه کسه طالبان يې  وژل،،


د امنيي قومندان په وينا : نن سحر د کندهار ښار شمال شرق خواته د سړک تر غاړي د چاودني امله دري ملکي کسان ټپيان او موټر يي تخريب شوي .


            د يو بل خبر له مخي تير ماښام  د سپين پولدک ولسوالۍ  ،  ډيورند کرښي په يو کيلومتري کې د سرحدي ځواکونو يو عراده موټر په ريموت کنترول ماين د لري فاصلي څخه والوزول شو. چي په نتيجه کي دوه افغان پوليس وژل شوي او دري نور سخت ټپيان شوي . محمد رازق د سرحدي پوليسو قومندان لر او پر افغانستان ته وويل : دپيښي په تور څوک ندي نيوول شوي،، .


د طالبانو ويندويانوهم  په دي اړه هيڅ ندي وويلي .