کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / ادبي بانډارونه د ځوانانو په روزنه كې مهمه ونډه لري:

ادبي بانډارونه د ځوانانو په روزنه كې مهمه ونډه لري:

 


د دوشنبې پر ورځ د خوست په علمي او فرهنګي مركز ميديو تيك كې د ادبي او كلتوري فعاليتونو په پياوړتيا ، پرمختيا او اغيزمنتيا او د ځوانانو په روزنه او هڅونه كې د ادبي بانډارونو اهميت او ونډه تر عنوان لاندې ادبي ناسته تر سره شوه.


په نوموړي ناسته كې د خوست علمي او فرهنګي مركز مشر ښاغلي زاهدشاه انګار سربيره د سولې پيغام راډيو مرستيال او د خپرونو لوى مدير ښاغلي نجيب الله الوخيل د ځوان مدني، كلتوري خوځښت او د خوست د ځوانو شاعرانو د اونيزې مشاعرې د مشرتابه غړو ميرعلي ملنګ ، كريم مظلوم،نظر محمد خاورې ، خليل جان ګربزوال ، عبدالرحمن منصور او نورو برخه اخيستې وه . په سركې ښاغلي انګار په خوست كې د ادبي بانډارنو پرمخينه خبرې وكړې اود ځوانانو په روزنه ، هڅونه او د استعدادونو په غوړيدا كې يې د ادبي بانډارونو ونډه او اغيز په ګوته كړ ورپسې يې د تير ادبي بانډار په تړاو چې ډيرى ځوانو شاعرانو او د ادب او فرهنګ مينه والو پكې برخه اخيستې وه هم رڼا واچوله او هغه فى البديهه مشاعره چې په تير ادبي بانډار كې تر سره شوې وه او بيا (( په خوست كې يو ادبي بانډار او يوه فى البديهه مشاعره )) تر عنوان لاندې په ټلو پښتو ويب پاڼو كې كټ مټ پر ليكه شوې وه ملومات وړاندې كړل او د مشاعرې د ټولو ګډنوالو بيتونه چې تر 180 پورې رسيدل واورول.


له هغه وروسته هريو مير علي ملنګ ، عبدالرحمن منصور ، كريم مظلوم ، خليل جان ګربزوال ،نظرمحمد خاورې په وار سره د ادبي بانډارونو پر اهميت او اغيزمنتيا خپل نظريات وړاندې كړل، د ټولو په نظرونو كې ګډ ټكي دا وو چې ادبي بانډارونه په رښتيني ډول د ځوانانو په روزنه او هڅونه كې اغيزمن رول لري، په دغه ناسته كې په يوه خوله دا خبره غبرګه شوه چې تردې وروسته به لږ تر لږه په هرو پنځلسو ورځو كې يو ادبي بانډار جوړيږي تر څو يو ځل بيا د ځوانو شاعرانو د اونېزې مشاعرې په شان چې د خوست شاعران يې مشاعرو ته وهڅول ، ځوانان او د ادب مينه وال ادبي بانډارونه او ادبي ناستو پاستو ته راويښ كړي.


په دغه ناسته كې چې د سهار له لسو بجو څخه يې د غرمې تر دوولسو بجو پورې يې دوام لاره د خوست د ځوانو شاعرانو او نېزې مشاعرې په لا ښه تنظيم ، پرمخ بيولو او سم سمبالښت هم خبرې وشوې او د دې كار لپاره اغيزمنې لارې چارې په ګوته او وړ وړانديزونه وړاندې شول.