کور / z_buitenland_news -- 5 / بوټو د يوې لېزر لرونکې وسلې په وسيله وژل سوېده

بوټو د يوې لېزر لرونکې وسلې په وسيله وژل سوېده

په هندوستان کې د “اینډیا ډېلې” ورځپاڼي  نن  ليکلې دي  چې هغه وسله کوم چې د بېنظر بوټودمرګ موجبه وګرځېدله  هغه داسي يوه نوې  وسله وه چې د پاکستان د اطلاعاتو سازمان يا آی ايس آی هغه په پټه د اروپا څخه د هند د تأسیاساتو د خراپولو د پاره لاسته راوړې وه .


دغه وسله د هغه لاېزري  وسلو د  سيسټم يوه برخه  ده چې کولای سي د انسان د مغز کوپړه او هډوکي په نښه  او هغه بيا وروسته هغه سري سومبري کړي  ترڅو سمدستي د مرګ باعث و ګرځي .


دې ورځپاڼي ويلي دي کله چې بوټو د راولپنډۍ وروغتون ته يو وړل سوه نودهغې معالج ډاکټر ښاغلی مصدق خان  وويل چې هغه  په خپل ژوند کې د لومړي ځل د پاره دداسي يوې صحنې سره مخامخ  سوی دئ  .