کور / تازه خبرونه / زرمت: چاودني د پوليسو موټر ويجاړ او يو تن وواژه

زرمت: چاودني د پوليسو موټر ويجاړ او يو تن وواژه

د پكتياوالي وياند دين محمد دروېش وايي چې تېره شپه د دغه ولايت د  زرمت  په ولسوالۍ كې د ملي اردو په موټر بمي چاودنه شوي چي له امله يي دملي اردو يو تن وژل شوي او موټر يي په بشپړه توګه ويجاړشويدي.


وياند زياتوي چي چاودنه هغه مهال وشوه چي دملي اردو ځواکونه په گزمه بوخت وو، دي وايي چاودنه دريموټ کنټرول له لاري شوي او په تور يي څوک نه دي نيول شوي.


د سه شنبې پر شپه د خوست په ولايت كې د مېشتوناټو ځواكونو په پنډغالي باندې دوه توغندي توغول شوي دي ځايي  چارواکي وايي چي توغندي په شنډو ځمکو کي لګيدلي دي او هيڅ زيان يي ندي اړولي.


د يوه بله خبر له مخي په جنوب ختيځ زون كې د ناټو ځواكونو مطبوعاتي دفتر ويلي چې د خوست ولايت د صبريو ولسوالۍ د ډنډ فقيرانو په سيمه كې دولايتي بيا رغوني په يوه کروزر موټر بمي چاودنه شوي چي له امله يي دواړه په موټر کي سپاره کسان وژل شويدي او موټر يي په بشپړ ډول ويجاړ شويدي البته دواړه ساتونکي افغانان وو.