کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / مولانا فضل الله او د سر نرخ یې

مولانا فضل الله او د سر نرخ یې

دوه درې کاله دمخه دا د پشکال یو تود ماښام ووـ زه په یو واده کې شریک ووم، په ډوډۍ ناست وو ،ټولو خوراکیانو د شخوند سره سره په نویو مضوعاتو خبرې اترې هم کولې ـ د پښتنو حجره وه او د پښتنو په حجره کې عمومي ډول همداسې کیږي ـ هغه وخت په سوات کې د طالبانو د موضوع ایله شونډه شنه شوې وه ـ مولانا فضل الله نوم چا اوریدلې وو او چا نه ـ چا به ویل دا د ملاعمر ملګري دي ،چا ویل نه د فلانکي ملګري دي ـ چا ویل دا خو یوه اونۍ دمخه دوه خاصه دارو هم لاس تړلی راوستې شو،چا ویل نه مړه څه د لامده خوړ خېرات خو نه دې ، لنډا دا چې ډېرې خولې او ډېرې خبرې ـــ


ما ته چې وار راورسیدو نو په موضوع ما خپله تبصره په لنډو ټکو کې داسې وکړه چې مولانا صېب که هر څه دی یا هرڅوک وو،خو نرخ ته یې جوړوي او سبا ته به یې لکه د پخوانیو عرب ،،مجاهیدینو،، په خپل سیزن په ښه نرخ وپلوري ـ


ما لا خبره ختمه کړې نه وه چې د دسترخوان د بل سر نه یو سړي زما په لور بد بد وکتل او بیا یې په زوره وویل   دا سړی څوک دی؟ نزدې ناست یو بل سړي ورته وویل میلمه دی ـ دغه سړي چې ویښتان یې په وږو پراته و،غټ غټ بریت او خایسته غټه ږیره یې درلوده ،د غټو ویښتو دپاسه پروت پکول او هغه هم د پشکال ګرمۍ کې ـ ماته پخپله مالومه شوه چې دا څوک دی ـ داسې ښکاریده چې لکه دغه سړی ما دمخه بیخي لیدلی نه وو چې هغه هم ماسره په یوه دسترخوان ناست ډوډۍ خوري ،هغه سړي نوره خپله خبره وغزوله اوپه دسترخوان ناستو ټولو شل پنځه ویشتو خلقو داسې غالب شو لکه خوړونکي چې په مظلومه ډوډۍ غالب وو،سړي وویل په فلانکي ځایې کې فلانکي هم داسې خبرې کولې ،چې بیا ورپسې یو څو هلکان ورغلل نو توبه ګار شوـ او فلانکي هم داسې ویل چې هغه هم توبه ګار شوـ دسترخوان ناستو ټولو خلقو ماته کتل او ما په پوره خاموشۍ یوه یوه مړۍ په زور زور تېروله  ـ


ماته په دغه وخت کې یو څو ویډیو فلمونه هم رایاد شو، هو د امریکایي جاسوسانو په پڅو چړو د حلالولو منظر ـ ماته دهغه شي په اړه قیصې هم رایادې شوې چې ددغه ځایې خلقو به ویل  فلانکې یې ځکه حلال کړو چې هغې سره ،،پتری ،،ووـ مالومه نه ده چې دا پتری څه شی وو خو دغه بلاوهلي داسې پیغلې کونډې کړې چې اوس هم د خپل خاوندانو د ککرو د غوڅولو نندارې د کلي د خلقو په موبایلونو کې سبت دي ـ زلمیان نیول  او بیا به ویل دوي سره داسې پتري نیول شوي دي چې امریکایي ډرون الوتکو ته اشارې ورکوي او بیا هغوي مونږ بمباروي نو ځکه خو ددوي سر غوڅول جهاد دی ـ مالومه نه ده چې دغه د پترو کیسه اوس هم روانه ده که څنګه ؟ هو رښتیا خبره مې د سړي کوله ،سړي ښه پیکه کړم ،خو شکر چې کوم جسماني زورنه یې راکړه ـ


اوس چې مې تېره ورځ د پاکستان په یوه ورځپاڼه کې د مولوي فضل الله د سر قیمت ولیدو نو هغه ورځ رایاده شوه ـ او بیا مې سوچ وکړو چې که د نن نه پنځه کاله دمخه د فضل الله د سر قیمت دومره ولې نه شو کیدی ـ خو بیا مې ځان له پخپله ځواب ورکړو  چې یه ساده سړیه !،دوکاندار چې سبزي خرڅوي نو اول ترې خزلې مزلې لیرې کړي ،بیا یې وینځي او بیا یې په دوکان کې ښه په سینګار کیږدي نو هله ګاهک پوره او ښه نرخ اخلي ـ کنه نو دغه سبزي به وي خو چې دوړې پرې پرتې وي څوک یې هسې هم نه اخلي ـ


ددومره ډېرو ډالرو د هضمولو دپاره همدغسې کسانو نه کسان جوړولو دپاره اول ایف ایم رادیو ورکول ،بیا هغې ته فري هینډ ورکول او هغې ته زمکه پریښودل او بیا د هغې سره مصنوعي جنګ کول ضروري ده ـ پاتې شوه د ولسي وګړو د ټول وژنې مسله نو ددوي بې چاره ګانو خو یوازې سرونه شمیرل کیږي او چې مري نو څوک به مري ددوي پرې څه ـ