کور / تازه خبرونه / هلمند: يو نيم ټن مخدره مواد نيول سوي دي

هلمند: يو نيم ټن مخدره مواد نيول سوي دي

افغان او ايتلافي ځواکونو په هلمند ولايت کي د نشيي موادو د يوې ذخيرې د کشفېدو خبر ورکړ.


چارواکي وايي دغه مواد د هلمند ولايت په سنګين ولسوالي کي کشف کړي چي يو نيم ټن تارياک او دوه کيلو ګرامه موروفين او څو کڅوړي کلورايډ پکښي شامل دي.


د هلمند چارواکي وايي د ٨٤٠٠٠ امريکايي ډالرو په ارزښت دغه نشيي مواد د ايتلافي ځواکونو له خوا وسوځول سول.


دا د يوې اونۍ په ترڅ کي دوهم ځل دئ چي د سنګين په ولسوالي کي په زياته اندازه مخدره مواد نيول کېږي، تېره اونۍ د همدې ولسوالۍ د ساروان کلا په سيمه کي په دوو لابراتوارونو کي څلورنيم ټنه بېلابېل نشيي مواد تر نيول کېدو وروسته له منځه وړل سوي وو.