کور / هراړخیز / دنيا او آخرت: سره موافق که مخالف؟ (دمحمد قطب ليکنه)

دنيا او آخرت: سره موافق که مخالف؟ (دمحمد قطب ليکنه)

ليکوال: محمد قطب
له پارسې څخه پښتو ته: عبدالجبار فراز

 
إن قامت الساعة و بيد أحدكم فسيلة ، فاستطاع ألا تقوم حتى يغرسها ، فليغرسها فله بذلك أجر ( الحديث )

ژباړه: که مو وليدل چې قيامت د راتلو په حال کې دى او ستاسو څخه له يوه تن سره نهال و او د کښېنولو نيت يې درلود، که يې فرصت درلود شين دې يې کړي، بدله يې ورکول کېږي.

پورتنى حديث علي بن عبدالعزيز، د صحيح البخاري په شرح عمدة القاري کې د انس ابن مالک په روايت رانقل کړى دى.

ښايي پر داسې لفظونو د دغه حديث پاى ته رسونه د درنو اصحابو هم زړه ته نه لوېده او له غوښتنې يې بهر وه.

ممکن دا تمه يې لرلې وي چې د آخرت بيان ورته وکړي، دوى د هغې ورځې لپاره تياري نيولو ته وهڅوي او همدارنګه د خپلو تګلارو د اصلاح کولو لارښوونه ورته وکړي… يا يې هم کېداى شي دا تمه کړې وي چې اوس ورته وايي ژر تر ژره توبه وکاږئ او د خپلو ګناهونو د بخښنې غوښتنه وکړئ، ځکه وروستۍ موقع ده او لاسونه اوچت کړئ له خدايه وغواړئ چې ايمان درپه برخه کړي. يا يې هم ښايي هيله لرلې وي چې ورته ووايي ډېر ژر مو د ځمکې له خاورو لاسونه وڅنډئ، د دنيا ټولې چارې تر شا پرېږدئ او يوازې د اخرت په سوچ کې شئ، يوازې خداى ياد کړئ او نړۍ پورې له هر تړلي فکر او بوختيا څخه لاس واخلئ چې الله جل جلاله مو عملونه درڅخه قبول کړي او پر هغه ورځ د هغه جل جلاله تر سيوري لاندې د درېدو چانس ترلاسه کړئ چې د بل هېچا سايه په کې نه شته.

که محمد صلى الله عليه و سلم دوى ته همداسې هم ويلاى، نو حيرانتيا په څه کې وه؟ که دې قيامت پر سر ولاړ او په خپلو سترګو وينې چې څو شېبې وروسته له دې نړۍ کډه کوم آيا پر ځاى نه ده له دنيا سره ټول اړېکي غوڅ او په دې سوچ کې شې چې د جهنم له اوره د خلاصون لپاره لږ تر لږه يکې يوه نېکي خو وکړې؟

هغه شېبه که د خداى رسول صلى الله عليه و سلم دوى ته ويلاى چې له دې تنګوونکي غمه د خلاصون په نيت له خدايه په بشپړ اخلاص دوعا وغواړئ، د الله له درباره مه نهيلي کېږئ ځکه د هغه له دره تمه ايستل کفر دى، ژر تر ژره پر سجده پرېوزئ او له څښتن سره مخلصانه مناجات وکړئ، ځکه هغه جل جلاله د مخلصانو دوعا قبلوي….

که نبي کريم صلى الله عليه و سلم همداسې هم ويلاى د هغوى پر ټپونو د رغوونکو ملهمو لګولو په معنا به واى، د هغوى پر ډارېدلو نفسونو به يې د ناز لاس تېر کړى واى او د اميد يوه کړکۍ به يې پر راخلاصه کړې واى….

مګر د خداى رسول صلى الله عليه و سلم د هغوى د توقع بېخې خلاف يو بل څه وويل، بلکې يوه عجيبه و غريبه خبره يې وکړه، ويې ويل د قيامت د پيلېدو پر مهال که ستاسې څخه د يوه تن په لاس کې نهال وي غورځوي دې يې نه، بلکې همدغه ډېر کوچنى فرصت دې غنيمت وګڼي هغه نهال دې شين کړي او بدل دې يې ترلاسه کړي!!!

شين دې يې کړي؟! څه شين کړي؟ يو نهال آن که پر مېوه هم راشي څومره وخت وروسته به راشي؟ ځکه اوس خو قيامت ته يوازې يو څو شېبې پاتې دي، او په بشپړ باور وينو چې هغه د راتلو په حال کې دى!!!

اى خدايه! څومره يوه پخه عقيده! زه شاهدي ورکوم چې دغسې خبرې د خداى له رسول پرته بل شخص کولاى نه شي.

د اسلام دين يوازېنى دين دى چې د بشر زړه ته دغه ډول توجيه ورکولاى شي، او د اسلام رسول يوازېنى شخص کېدلاى شي چې دغسې يوې چارې ته لار وکړي او نورو ته يې هم لارښوونه وکړي!

د تاريخ پاڼې د ټولو پر مخ پرانيستې دي، د تاريخ په هېڅ پاڼه کې به د الله د رسول صلى الله عليه و سلم په لاس د روښانه شوي څراغ سارى ونه وينئ.

دا ډېره ساده او له پېچومو خلاصه خبره ده. له دې سره چې په لومړي ځل اورېدو عجيبه ښکاري او عقل او فکر کنګلوي، خو بېخې آسانه او انساني فطرت ته منلووړ ده. د بشري فطرت د ساده والي په شان ساده خبره، د بشري فطرت د ژوروالي په شان ژوره، او دومره پراخه چې د بشر د ژوند پروګرام چاپېروي، د ژوند هغه پروګرام چې له اسلامي دين سره برابر وي.

اسلامي دين له نورو مذاهبو سره يو عجيب توپير لري. په دغه دين کې د آخرت لار له کوم اختلاف او فرق پرته کټ مټ د دنيا لار ده، پيل يې په نړۍ او پاى يې په آخرت کې دى!

دوې بېلې لارې نه پېژني، يعنې يوه د دنيا او بله د آخرت. دلته يوازې يوه داسې لار شته چې دواړه سره نښلوي او دلته داسې کوم مفهوم نه شته چې له مخې يې وويل شي دا د دنيا لپاره د عمل لار ده او دا د آخرت لپاره د عبادت هغه.

په اسلام کې عبادت عمل او عمل عبادت دى او له دې پرته بله لار نه پېژندل کېږي. د ژوند تر وروستۍ شېبې کار او عمل!

يو نهال يې په لاس کې دى او ناڅاپه د قيامت پيلېدو ته متوجه کېږي، نهال نه غورځوي، بلکې شين کوي يې. د عمل پر ارزښت ټينګار او خپلول يې، د اسلام له ډېرو لويو او ښکاره پيغامونو څخه دي. پورتنى حديث نه يوازې د عمل ارزښت بيانوي، بلکې وايي همدا يوازېنۍ لار ده او دويمه هغه هېڅ نه شته، يوازې عمل او هڅه و تلاښ بايد وشي.

تر اسلام وړاندې په بشري نفس کې د دنيا او آخرت تر منځ د توپير منښتې ژوره ريښه ځغلولې وه، نه يوازې دا، بلکې د ژوند ټول اړخونه يې په دې بدبويۍ ککړ وو چې:

دنيا او آخرت سره بېل دي!

د جسم او اروا تر منځ ليرېوالى شته

مادي له غيرمادي سره توپير لري

عملي ژوند يو څه او مثال بل څه دى.
او نور-نور چې دا ټولې تفرقې له يوه ټکي سرچينه اخلي او هغه د دنيا او آخرت او يا هم ځمکې او آسمان تر منځ توپير دى. د بشر په ماغزو کې که دغسې فکر ګرځي-راګرځي ژوند به يې له يوه تلپاتې حيرانوونکي او ګمراه کوونکي اخ و ډب سره مل او د خونديتوب او آرامۍ له احساسه خلاص تېرېږي، ځکه په هېڅ شي کې به دومره هنر نه وي چې د ده پاشلي او خپرې اجزاوې سره يوځاى کړي.

د متضادو موخو تر منځ دا کشمکش يوه لرغونې بدمرغي ده، له ډېر پخوا څخه يې بشر تر لمنه نيولى او تر اوسه يې هم څاري.

يو رهبانيت اختياروي او بل د مادي شيانو په حاصلولو کې دومره ډوبېږي چې آن د ترلاسه کولو يو ډېر کوچنى فرصت يې هم له لاسه نه ورکوي، د شهوت اور يې تر دې کچې په مخه کوي چې بيا د انسان ګومان هم نه پر کېږي، تر څو په پاى کې هغې پولې ته رسېږي چې د شهوت له منګولو ځان خلاصولاى نه شي او په يوه له بدمرغۍ ډک حالت کې له نړۍ لېږدي.

نننى تمدن بېلابېلو ناروغيو پر سر اخيستى لکه: اروايي، عصبي، د وينې فشار او بشپړ لېونتوب چې پايله يې ځانوژنه ده… او هره ورځ يې لمن لا پسې پراخېږي چې بشري ټولنې ته يو مرګونى ګواښ دى. دا هر څه هماغه د دنيا او آخرت تر منځ د توپير پايلې دي چې انساني نفس ټوټه کوي او بېرته يې نه سره نښلوي.

خداى تعالى انسان له اروا او جسم څخه د يوې جوړې شوي ټوټې په بڼه پنځولى، چې جسم شهوت او اروا د الهى برم آفاقيت لري او که هر يو د خپلې-خپلې غوښتنې پاللو ته پرېښودل شي پر دوو بېلابېلو لوريو به حرکت وکړي.

خو په بشري خلقت کې د دغه خدايي فطرت يوه عجيبه ځانګړنه دا ده چې ذکر شوي دوې بېلې او متضادې ټوټې په داسې ډول سره يو ځاى او نښلول کېداى شي چې په پايله کې د ځمکې پر مخ د انسان تر ټولو ځواکمن اړخ وګرځي.

بايد وويل شي چې د دغو ټوټو د توحيد تر ټولو ستره او يوازېنۍ وسيله د دنيا او آخرت سره نښلول دي!

دغه مهال د انسان ژوند په عبادت او عمل، نفس په جسم او اروا، هدف په نظري او عملي، واقعي او مثالي نه وېشل کېږي چې يوځاىوالى يې ناممکن وي.

کله چې د دنيا او آخرت لار يوه کېږي، متضاد هدفونه دومره سره نژدې شي چې په پاى کې يو بلل کېږي، او د ژوند په لوىه آډانه کې يو نفس له بل سره ګډېږي او د آسمانونو په غېږ کې د هغه ستوري په شان لامبو وهي چې يوازې، مګر د نورو ستورو تر څنګ لامبي، سره نښلي هم نه او د جاذبې د قانون پيرو هم وي.

دا عجيبه او حيرانوونکې چاره اسلام په خورا آسانۍ ترسره کوي!

هغه لار چې اسلام يې د دې کار لپاره کاروي، هماغه د دنيا او آخرت په يوه آډانه کې ځاى پر ځاى کول دي.
” وابتغ فيما آتاك الله الدار الآخرة و لا تنس نصيبك من الدنيا ”
” قل من حرم زينة الله التي أخرج لعباده و الطيبات من الرزق . قل هي للذين آمنوا في الحياة الدنيا خالصة يوم القيامة ”
د رسول الله صلى الله عليه و سلم ژوند د اسلامي تصور يوه بشپړه او رښتينې ترجمه وه. وينو چې د نوموړي مبارک په ژوند کې دنيا او آخرت دواړو د موازي کرښو په شان حرکت کاوه.

د هغه(ص) کومه کړنه داسې وه چې مقصد يې د خداى تعالى رضا او آخرت برياليتوب نه وي؟

آيا يوه شېبه يې هم داسې تېره کړې چې د ځمکې، او هغې د سمون لپاره يې کار کړى نه وي؟

آن لمونځ… آيا حضرت محمد صلى الله عليه و سلم په لمانځه کې هم له خدايه دا مرسته نه غوښته چې د لا ډېر غوره رسالت د ترسره کولو ځواک ور په برخه کړي؟ رسالت يې څه و؟ د ځمکې پر مخ د اوسېدونکو لارښوونه! چې د دوى خداى او آخرت وروپېژني.

يوه داسې منسجمه او منظمه کړۍ چې نه سره شلېږي: عمل او عبادت، دنيا او آخرت، ځمکه او آسمان!

حضرت محمد صلى الله عليه و سلم د خداى تعالى د ارشاداتو هغه بېلګه او رښتينې نمونه او فعلي ترجمه چې اسلام يې په بشپړ ډول په ژوند کې پلى شوى و، يوه ورځ هم له انسانانو ليرې خداى ته د نژدېوالي په نيت له انسانې ژونده بېل نه شو. نوموړي خپل عبادتونه د درنو اصحابو، بلکې له هغوى سره په ګډه او مجلس کې ترسره کول. که يې د شپې په تنهايۍ کې د څو شېبو لپاره له خداى سره راز و نياز کاوه، دا د هر انساني نفس غوښتنه وي، ځينې وختونه هغه غواړي له خداى سره په يوازېتوب کې مناجات وکړي، چې وکولاى شي څښتن ته د نورو کسانو تر شتوالي په لا ښه ډول خپل اخلاص څرګند کړي.

د خداى رسول صلى الله عليه و سلم د الله په لار کې جنګېږي، د هغه لپاره سوله کوي، خلک يې لوري ته رابولي، د خداى د نامه په يادولو خوراک پيلوي، له خدايي تګلارې سره سم واده کوي. د نوموړي ويجاړول او آبادول، مهاجرت او وطن ته ستنېدنه هر څه او هر څه د خداى لپاره او خداى په لار کې دي. نو ټولې کړنې يې عبادت او د الله لپاره دي، او کومه لار چې يې ټاکلې يوه لار ده، هغه چې پيل يې په دنيا او پاى يې آخرت کې دى، د خداى لار. دى مبارک پر هغه لار خوځي چې له هغې پرته بله نه شته، وړاندې ځي نه تر شا ګوري، نه بېرته ګرځي او نه يې هم په اوږدو کې درېږي. د خپل مبارک ژوند تر وروستۍ شېبې روان او په حرکت کې و. په دنيا کې يې کار کاوه او مقصد يې آخرت و، او د آخرت د عمل لپاره يې په نړۍ کې فعاليت کاوه.

حتى کله چې د (اليوم اکملت لکم دينکم) مبارک آيت نازل شو او حضرت عمر رضى الله عنه وپوهېد چې د محمد صلى الله عليه و سلم وروستۍ ورځې رانژدې شوي او له سترګو يې اوښکې وڅڅېدې، هم دغه ستر انسان(ص) د دنيا د چارو او خپل امت د حال او احوال له اصلاح لاس وانه خيست. هغه مهال هم د دين د رسۍ له ټينګولو لاس پر سر نه شو.

د مبارک ژوند په وروستيو شېبو کې يې خپلو اصحابو ته وفرمايل:

( إيتوني بكتاب أكتب لكم كتابا لا تضلوا بعده أبدا) يو کاغذ راکړئ يو شى درته وليکم چې بيا وروسته ګمراه نه شئ….

يو نهال يې په لاس کې و او شين کاوه يې….

تر وروستۍ سلګۍ او هغې شېبې يې د فکرونو له شنه کولو او خداى تعالى د رسۍ له ټينګولو لاس وانه خيست، چې خپله مبارکه او سپېڅلې اروا يې پنځوونکي ته سپارله.

همدا هغه زدکړه وه چې مسلمان ملت د اسلام له نبي صلى الله عليه و سلم څخه ترلاسه او په وسيله يې لارورکې نړۍ او خوار بشر پر نېغه لار برابر کړ.

زده يې کړل چې آخرت څنګه له دنيا سره وتړي.

زده يې کړل چې اسلام له ژونده ليرېوالى او ګوښه کېدنه نه، بلکې ورسره مينه ده.

زده يې کړل چې د خداى خوښي او دين چوپړ په دې کې نه دى چې د ژوند له مضطربې او ستړي کوونکې څپې څخه پر څنګ شي، بلکې بايد د ژوند په بېړۍ کې سپور او له نړيوالو سره همسفر واوسي.

پوه شو چې د خداى خوښي او دين خدمت په دې کې نه دى چې په ښوونځي کې د زدکړې او فابريکه، دوکان او لابراتوار کې د کار پر مهال دا احساس ورسره وي چې د دنيا لپاره زيار باسم او له دې چارو تر خلاصېدو وروسته د آخرت لپاره کار او خداى لپاره عبادت ته ملا تړم. نه! د ده صلى الله عليه و سلم په اند د اسلام تصور هېڅکله دغسې نه و!

اسلام دا دى چې د خوړو پر مهال د الله نوم ياد کړه، د خداى نوم واخله او له الله پېژندونکي انسان سره واده وکړه، د خداى په نامه او د خداى په لار کې پوهه ترلاسه کړه، کار وکړه، ځواک ومومه، تيارى ولره مګر د څښتن په لار کې. دنيا دې له آخرته غافل نه کړي او آخرت دې له دنيا. ځکه دواړه يوه لار ده او سره بېلېږي نه.

له هغو مسلمانانو څخه ښايي سل په سلو کې الله راضي وي چې هستوي پوهې حاصلوي او په سوله او جګړه کې يې کارول غواړي. همدارنګه د هغوى سياسي، اقتصادي او ټولنيزي زدکړې او په اجتماع کې يې د پلي کولو هڅې ممکن په بشپړه توګه د خداى له غوښتنې سره هم سمې وي او هم يې د خوښۍ وړ وګرځي.

هغه مهال يو څوک رښتينى مسلمان بلل کېږي چې په بشپړ ايمان سره وايي: آخرت د دنيا له تګلارې پرته ترلاسه کېداى نه شي! او مسلمانان هغه وخت د بشر د لارې څراغ بلل کېداى شي چې د حضرت محمد صلى الله عليه و سلم پر ګامونو حرکت وکړي.

” ليكون الرسول شهيدا عليكم و تكونوا شهداء على الناس ”
هماغه مهال کولاى شي خپله شتمني نړيوالو ته وروښيي. په ځانګړې توګه لارورکي لوېديز ته، هغه لوېديز ته چې د پېړۍ په څلورمه برخه کې يې دوې نړيوالې جګړې تر شا پرې ايښي او درېيمې هغې ته تيارى نيسي او دا ځل غواړي خاورينه کره بېخې له منځه يوسي!

مسلمانان هماغه وخت نړيوالو ته په جګه غاړه ويلاى شي چې وګورئ تاسو دين په دې ګومان له خپلو چارو وايست چې د دنيا د ودانولو او دنيوي خوندونو خنډ دى!

خو په حقيقت کې داسې نه ده!

اسلام د هغه څه -چې تاسو په لېونتوب سره لټاوه-په ښکاره ټکو بلنه ورکوي: (قل من حرم زينة الله التي أخرج لعباده و الطيبات من الرزق) يوازېنى شى چې اسلام يې درڅخه غواړي د لارې يووالى دى، د آخرت او دنيا لارې بېلې مه ګڼئ، دواړې يوه لار ده، او هغه د خداى پر لورې تللې لار!


له دې عجيب حديث څخه يوازې همدا يوه زدکړه نه کوو.


اسلام نهيلي نه پېژني. د يوه کار له پايلې څخه د نهيلۍ له امله يوه شېبه هم بايد خپل فعاليت ونه درول شي!

آن کله چې مو زړه ته ولوېدل قيامت د راتلو په درشل کې دى او ټوله نړۍ فنا کېږي او هره کړنه بې ګټې ده، هماغه لحظه هم بايد کار وشي، او که له کوم چا سره نهال وي بايد شين يې کړي!!

د عمل لوري ته يوه عجيبه هڅونه، په کار کې يو عجيب پرله پسې والى او ټينګار!

هېڅ شى د کار خنډ ګرځېدلاى نه شي!
خنډونه… نهيلۍ… ناشونتيا… هېڅ يو د اسلام په قاموس کې ځاى نه لري، او نه هم د کار مانع کېداى شي.

د همدې ماتې نه خوړونکې روحيې په مټ تمدنونه پر پښو درېږي او د خداى له رضا سره سم د ځمکې ودانيزې چارې وړاندې ځي.

يوازېنى هغه شى چې اسلام يې د ځمکې د ودانۍ او تمدن جوړېدو پر مهال له انسان څخه غواړي دا دى چې خپل فکرونه او احساسات د دنيا او آخرت تر منځ ونه پاشي، داسې ونه انګېري چې اخلاق يوه اخروي کړنه ده، او حق په دنيايي چارو کې ګډون نه لري. د ګمراه لوېديز په شان چې وايي موږ دنيا ودانوو او نېک خُلقي و بدخُلقي زموږ کار نه دى، تر کومه وخته چې انسانان له کاره لاسته راوړنه وکولاى شي اخلاق يې څه کوو، زموږ هدف د کار پايله ده نه اخلاقپالنه.

لومړنيو مسلمانانو د همدغې روحيې په زور داسې يو تمدن وپنځاوه چې لږ و ډېر زر کاله يې دوام وکړ او په نړۍ کې يې اوس هم نښې موجودې دي او د بيا پلي کېدو وړ هم دى، ځکه نن هم له مسلمانانو سره هماغه اصول او قوانين د قرآن، محمد صلى الله عليه و سلم او صحابه وو د سيرت په بڼه موجود دي.

کله چې مسلمانانو وليدل په زرګونه رومي ځواکونه پر اسلامي دولت د بريد نيت لري او وپوهېدل ښايي دولت يې له ځان، ملګرو او اهل ذمه څخه د دفاع توان ونه لري، د اسلامي خلافت د هغې سيمې والي حضرت ابو عبيده رضى الله عنه د شام د ښارونو اوسېدونکو ته د جزيې قيمت بېرته وسپارى او ويې ويل:

موږ ستاسو څخه ستاسو د سر او مال د ساتنې په بدله کې جزيه اخلو، مګر اوس، لکه څنګه چې وينئ، معلومه نه ده ستاسو دفاع وکړاى شو که نه، ځکه د دښمن لښکر ډېر ځواکمن ښکاري، د جزيې ارزښت درته برابروو که پر هغوى بريالي شوو ښه او که نه ستاسو مال مو در ورساوه.

کله چې صلاح الدين ايوبي پر صليبيانو بريالى او د دې توان يې ترلاسه کړ چې په بيت المقدس کې د هغوى په لاس د زرګونو مسلمانانو د وېروونکو وژنو غچ واخلي، او هېڅ آسماني دين يې ممانعت هم نه کاوه، مګر داسې يې ونه کړل، د جګړې ټول بنديان يې وبخښل او د اسلام تر ټولو اوچته بېلګه يې وړاندې کړه.

ابوعبيده، صلاح الدين ايوبي او د اسلام نور سلګونه سپه سالارن په خپلو معجزانه کړنو سره وښوده چې مسلمان دنيايي عمل هم د آخرت لپاره ترسره کوي. په دنيا کې کار کوي او هدف يې آخرت وي او يوه شېبه هم الله له ياده نه باسي.

له همدې اسلام په تاريخ کې يوه بېسارې پديده وه.

اسلام له پر کېدونکو بهرنيو او دنننيو حملو سره-سره نړۍ ته يو بې جوړې تمدن ډالۍ کړ. اسلام له همدې تګلارې سره برابر دولت رامنځته کړ، د بشر لارښوونه يې وکړه، په تياره نړۍ کې يې د الهى رڼا رول ولوباوه او د عمل، پوهې، دولتدارۍ او سياست يوه نښه شوه. هغه اروپا چې د جهالت په تاريکۍ کې ډوبه او ملک الطوايفۍ او کورنۍ جګړې ټوټه کړې وه، د اندلُس په ښوونځيو کې له مسلمانانو سره په يوځاى کېدو او وروسته د صليبي جګړو پر مهال يې، د اسلامي نور يو بڅرکى ترلاسه کړ، د غفلت له خوبه راويښه شوه او خوځښت يې پيل کړ… مګر دا چې اسلامي بنسټونه يې نه لرل خپل حرکت يې د خداى له لارې ليرې راونښلاوه. له هماغه پيله يې وينو پر لار د کچل تلونکي انسان په شان روانه ده، لکه د پېري له خوا زيانمنه شوې… په لېونتوب او تېزۍ په منډو ده او خبره نه ده چې په پاى کې يو ژور څا شته.

نن ورځ هم د حضرت محمد صلى الله عليه و سلم سيرت د ويدو مسلمانانو د لارې څراغ دى او هر وخت يې کارولاى شي، په دې شرط چې له بصيرته کار واخلي، او د هغه(ص) ژوند او لارښوونې په بشپړ تدبر ولولي.

بايد نه ستړى کېدونکى زيار وباسي، هر څومره چې يې وس، بلکې تر خپل وس هم لوړ کار وکړي، تر څو خپل اوږد پرشاتګ جبران کړي. په هر ډګر کې کار وکړي، په اقتصاد، سياست، ټولنه، صنعت، فکر او هنر… د ژوند په هره څانګه کې بايد کار وکړي… کار وکړي او دا ونه پوښتي چې د کار ګټه څه ده او څه به ځنې ترلاسه کړو؟ د قيامت د پيلېدو په شېبه کې هم يو نهال شين کړي. ځکه له ده څخه يوازې او يوازې د کار غوښتنه شوې او پايله يې د خداى په لاس کې ده.

دا د حق د لارې د بلونکو لپاره بې کچې ارزښتناک لوست دى او څه عجيب لوست!

د حق د لارې بلونکي او داعيون ډېر ځله، بلکې تل ډېر ژر نهيلي کېږي. دوى تر نورو کسانو ثبات او وېلاړ ته زياته اړتيا لري!

يو سوداګر نااميده کېږي، مګر د ډېرې شتمنۍ او مال ترلاسه کولو تنده او حرص يې بيا-بيا کار کولو ته اړباسي.

يو سياستوال خپلې موخې ته د رسېدو پر لار د ماتې خوړلو له امله نهيلى کېږي، د سياست بې ثباته فضا او سياستوالو ورځني بدلونونه يې ښايي پر مخ يوه بله لار پرانيزي او بيا يې له يوه لوري پيل کړي. په اوسني عصر کې دغسې بېلګې هره ورځ وينو. يو شخص د يوه ټاکلي ګوند تر سيوري لاندې پارلمان ته کانديدېږي، که کامياب نه شو يو بل حزب ته پناه وړي او په راتلونکو ټولټاکنو کې د هغه تر شعار لاندې ځان کانديدوي.

د ساينس او تجربوي پوهو يو عالم له خپلو تجربو څخه د وړ پايلې نه ترلاسه کولو له امله نااميده کېږي، مګر دا چې دغه ډول خلک له خارق العاده زغم څخه برخمن وي، پرله پسې هڅې يې اخير د دې لامل ګرځي چې له کاره د نتيجې ترلاسه کولو تر شېبې پورې خپل عمل وغځوي.

د بشر ټول انواع ډېر وختونه په خپلو چارو کې له نهيلۍ سره مخامخېږي، مګر دوى ګرده له داعيونو سره بشپړ توپير لري. پرله پسې هڅونه، دوامداره مننې او د موخو نژدېوالى ډېرى کسان له ياس او نااميدۍ څخه ژغورلاى شي، ځکه همدغه شيان هدف ته د دوى د رسېدو پر لار د هر ډول پرتو خنډونو د له منځه تلو امکانات ورته برابروي.

مګر بلونکي او اصلاح کوونکي داسې نه دي.

ځکه د دوى د کار طبيعت له نورو سره فرق لري. د نورز کار له مادياتو او آلو سره دى او د دوى دا له بشري نفس سره. په دې کې هم شک نه شته چې له انساني نفس سره جوړجاړى د آلاتو تر هغه ډېر سخت کار دى. د آلو د کوږوالي سمول د انساني انحراف تر هغه ډېر آسان دي.
د حق پر لوري بلنه نه منل هغه زهر دي چې د بلونکو د زړه شيره راکاږي. داعي له دې سره چې د ځان په رښتينولۍ پوهېږي بيا يې هم څوک خبرې نه مني، نه يوازې دا بلکې له سخت مقاومت سره هم مخامخېږي، دغه مهال نو ډېر کلک داعيان نهيلي کېږي، ځينې وختونه خو بېخې لاس پر سر کېږي او د بلنې د غځولو توان له لاسه ورکوي.

مګر دا چې د خداى له لګېدلي رڼا څخه يو مشعل ترلاسه کړي! مګر دا چې اروا يې د قيامت پر درشل هم د يوه نهال د ټومبلو توان ولري.

داعيان دغه نبوي لوست ته تر ټولو ډېر احتياج لري. دې ته زيات اړ دي چې په ډېرو ساده لفظونو کې دغه بيان شوى عجيب درس زده کړي.

د حضرت محمد صلى الله عليه و سلم له رڼاګانو څخه د يوې شغلې خپلولو ته اړتيا لري چې خپله له نهيليو ډکه تياره لار په روښانه کړي.

حضرت محمد صلى الله عليه و سلم ور ښيي: د کار د ګټې او پايلې تمه مه کوئ، ځکه پايله د انسان په لاس نه، بلکې د خداى په لاس کې ده. کار او جدوجهد وکړئ. ستاسو د مسووليت پولې همدا دي، په ځمکه کې شين کړئ او د نتيجې انتظار مه باسئ.

محمد صلى الله عليه و سلم د دې خبرې په کولو له دوى سره ټوکه نه کوله، بلکې يوه سمه لار او يوازېنۍ سمه لار يې ورښودله.

هر پلو تند او توپاني بادونه په بشپړه تېزۍ سره چلېږي، او ستا په لاس کې يو نهال دى په ځمکه کې يې د ټومبلو نيت لرې. له ځان څخه پوښتې: د دې نهال شنه کول څه ګټه لري؟ آن که روغ هم پاتې شي، څه وخت به پر مېوه راشي؟

که دغې منښتې ته ورسېدې نهال د ټومبلو پر ځاى خامخا کوم لوري ته غورځوې، لاسونه له دوړو څنډې او بېرته خپل کور ته راګرځې.

اوس ګوره: ستا غورځول شوى نهال به څنګه پر ثمر راشي؟ آيا تا هغه په خپلو لاسونو له منځه نه يووړ؟

مګر که دې هغه په ځمکه کې شين کولاى، بيا دې د خداى لوري ته لاس په دوعا پورته کولاى او ويلاى دې چې: اې خدايه! ستا او ستا د رسول له لارښوونو سره سم مې خپل مسووليت ادا کړ اوس ته پوهېږې او ….

دلته نو تا په رښتيا سره هغه پر خپل وړ ځاى ايښى او خداى تعالى ته دې سپارلى دى، هغه ذات ته چې ته، هغه او ټوله نړۍ يې په واک کې ده او د ټولو پالونکى دى.

خداى پاک په خپل فضل او مهربانۍ ستا، ټولې دنيا او دغه نهال پالنه کوي. هغه ذات تا ته مسووليت نه دى سپارلى چې د کاييناتو په چارو کې لاسوهنه وکړه او نه يې هم د پايلو په باب پوښتنه درڅخه کوي، بس ستا يوازېنى مسووليت کار دى. د الله شکر پر ځاى کړه چې د کار د پايلو د بار د وړلو له سرګردانۍ څخه يې اوږې درسپکې کړي او په باب يې پوښتنه نه درڅخه کوي.

دلته دى چې ستا شين کړى نهال پر مېوه راځي!

دا نه جادو دى او نه هم حيرانوونکې!

تا خپل مسووليت ادا کړ لاړې، يو بل راځې تا او کار دې خوښوي، ستا له خوا د شين شوي نهال پالنه پر غاړه اخلي، په همدې ډول هغه نهال وده کوي او پر مېوه راځي.

ځينې وختونه کېداى شي اوږد ژوند دې په برخه شي او د هغه نهال مېوه په خپلو سترګو هم ووينې.

او ځينې وختونه هم د خپل کار د مېوې تر ليدو وړاندې له فاني نړۍ څخه کډه کوې. مګر چيرې تللى يې؟ آيا خداى او که کوم بل چا ته؟ که په داسې حال کې د خداى دربار ته ورسېدې چې نهال دې غورځولى نه، بلکې شين کړى دې و، د خوښۍ او نېکمرغۍ احساس کوې.

د حضرت محمد صلى الله عليه و سلم دا دعوت، چې که دې نهال په لاس کې و شين يې کړه! يو د خوب له حاله او خيالي هغه نه دى. بلکې يو داسې حقيقت دى چې پر ځمکه پلى کېږي او تاريخ يې شاهد دى.

د ځمکې پر هر ډګر او ګوټ د حق د لارې داعيان دغه عظيم لوست ته ډېره اړتيا لري، که يې زړونو ته د نهيلۍ زهرو لار وکړه له همدې مبارک حديثه دې زدکړه وکړي.

او هغوى د رسول اکرم صلى الله عليه و سلم د سيرت د دغې ګوښې په اړه د سوچ کولو تر هر چا ډېر حقدار دي.

حضرت محمد صلى الله عليه و سلم دې ته له پام پرته يو کوچنى او کمزورى نهال شين کاوه، چې شېبه وروسته به څه پېښ شي! د دې امکان هم شته چې قريشو يې د له منځه وړلو دسيسه جوړه کړې وي.

دا امکان هم شته چې له مؤمنانو سره يوځاى د بني عامر په کلکه محاصره کې دې له لوږې ومري.

د دې امکان هم شته چې د هجرت پر مهال يې کفار ونيسي او د سباني لمر ليدنه يې په برخه نه شي.
او يا دا چې څو شېبې وروسته قيامت شي… مګر له دې سره هم نهال شين کوي او په دې نيت يې پالي او اوبه ورکوي چې خداى يې پر مېوه راولي، او په بشپړ ډاډ او پر خداى په ټينګه عقيده سره خپل مطلوب واجب ادا کوي.

داعيان بايد د حق لوري ته د بلنې پر مهال همدغه تګلار وڅاري. د ټولنې د اصلاح په کار کې بايد يوازې له همدې روحيې کار واخلي.

من كان في يده فسيلة فليغرسها !!

ونه پوښتي او شکمن نه شي چې: دغه نهال به څنګه وده وکړي، په داسې حال کې چې تند بادونه په ډېره تېزۍ سره لګېږي او شر له هرې خوا سيمه چاپېره کړې ده؟

بايد ونه پوښتي، ځکه دا د ده مسووليت نه دى چې څه کېږي….

دا موضوع دې خداى ته پرېږدي چې خوښي يې په څه کې ده.

دى بايد په ټول وجود او اروا سره ډاډه شي چې نهال يې په يوه خوندي ځاى کې شين کړى او پالنه يې د نړۍ پر خداى سپارلې ده.


 يادونه : که غواړئ ملګري مو هم له دې موضوع خبر کړئ په لاندي کرښه کي د ( لېږل ) کيلۍ په يو ځل وهلو يې ۳ ملګرو ته وليږئ .