غزل

36 | جون 7th, 2009


دبنگړوشرنگ دې زړگی وړی رانه
دشونډو رنگ دې زړگی وړی رانه

والله کباب دې کړم ستي دې کړمــه
دسترگوجنگ دې زړگی وړی رانه


خوب می ورک شویدی ارام مې نشته
بوی دلونگ دې زړگی وړی رانه


زړه می پۍ مخوته سلام کوي تــــل
خواږه اهنگ دې زړگی وړی رانه


هــرماذیــــگردبرگودر په غـــاړه
دمنگي ټنگ دې زړگی وړی رانه


لږه راغاړې وځه او شونډې راکړه
خوی دې ملنگ دې زړگی وړی رانه


بینواڅومره ښایسته خوی لری
افغاني ننگ دې زړگی وړی رانه

Copyright Larawbar 2007-2024