بې زړه اټک !

36 | جون 7th, 2009



دا چې  پروت مې لا نظر دستا په لار دی
دا په دې  چې  زړه  مې  بيا په انتظار دی


خيال مې څومره ښه سپرلي غوندې سمسور شو
چې ستا زلفو کې لا  ياره  را  ايسار دی



په لمبو سوی  په  اور باندې  رغيږي
په  انګار ځکه  ټکور  ما ته  په  کار دی



په  بڼو باندې  خو سترګې  نه  درنيږي
لکه ګرد   دې  د غم  غر په  ما امبار دی



نسيم کوم ځای نه  وږمې د لونګ  راوړې
په   خزان  کې ګوره  څه  ښکلی   بهار  دی


دا چې اوښکې  شوې  په  سرو  وينو بدلې
دا مې  سترګو  پسې  ټول  د زړه  ازار  دی


دستا مينې کړم  بې  زړه  زه  اټک    ځکه
چې  ګوګل کې مې  اوس تش د ايرو  بار دی

»

Copyright Larawbar 2007-2024