کور / شعر / دامحال دى چې مې زړه له زړه جداكړم/ غزل

دامحال دى چې مې زړه له زړه جداكړم/ غزل

غزل


دامحال دى چې مې زړه له زړه جداكړم
مګرروح چيرې له تن څخه سواكړم


درنځورزړګي علاج په هيچا نشي
كه څه ټيټ له براسمانه مسيحا كړم


زما د رنځ داروپه تادي په ما نه دي
بيهوده جانانه ځان سره ژړا كړم


چې د ښكلوله ښكلا څخه منكردى
نابينا زاهد به څرنګه بينا كړم


ليونتوب مې ازلي دى له تا نه دى
بهانه دليونتوب به سترګې ستا ګړم



غزل


مين خونه چې په هرچا مين يم
زه كه مين ياره په تامين يم


زه دخنداپه تميزښه پوهيږم
خوبس مين زه په ژړامين يم


كه وي مجازخوحقيقت يې غواړم
جانانه ستا ستاپه ښكلامين يم


چې شم فنابقاله تانه غواړم
نه په فنا زه په بقا مين يم


هسې خونه چې له تياروبه ډاركړم
په رڼاورځ په سپين سبا مين يم


دلېونتوب په اثرنه پوهيږم
دومره پوهيږم په رښتيامين يم


چې سترګې ستاپه سترګوسترګوګورم
په سترګونه زه په ادا مين يم


زه لېونى يم چاته حال نه وايم
ملګرو زه هم په ليلامين يم