کور / راپور / د ټولنو د جرګې د روغتيايي بنسټ لومړۍ غونډه

د ټولنو د جرګې د روغتيايي بنسټ لومړۍ غونډه

د افغان کلتوري ټولنو جرګه


د افغان کلتوري ټولنو د ګډې جرګې د روغتيايی بنسټ لومړۍ غونډه د تېرې جمعې په ورځ چې د ۱۳۸۶ هجري لمريز کال د مرغومې ۷مه او د ۲۰۰۷ ميلادي کال د ډسمبر ۲۸مه نېټه وه د کابل ښار په ستاره هوټل کې د هېواد د لسګونو ډاکټرانو، روغتياپالانو، ليکوالانو، شاعرانو، د جرګې د غړو او له جرمني څخه د راغلي مشر مېلمه ښاغلي ډاکتر همايون همت په ګډون جوړه شوه.
مشران مېلمانه:


د مشرانو مېلمنو لپاره ټاکل شوي ځای ته ښاغلی ډاکتر صاحب همايون همت، ډاکتر محمد بشير نورمل، ډاکتر محمد اکبر اکبر او ښاغلی اسدالله غضنفر ور وبلل شول.



د غونډې پيل


غونډه تر غرمې وروسته په دوو بجو د قرآن کريم د تلاوت او ملي سرود په اورولو سره پيل شوه ،چې د همدې ورځې تر پنځو بجو پورې يې دوام وکړ.


د پرانيستونکې وينا په توګه ښاغلي نورالحبيب نثار د جرګې د جوړېدو د تاريخي لرليد په اړه د غونډې ګډونوالو ته رڼا واچوله اود هغه اهميت په باب يې خبرې وکړې ، چې له مخې يې د جرګې روغتيايي بنسټ جوړېږي. همدارنګه نوموړي هغه اړتياوې هم په ګوته کړې ، چې د هېواد په پوهنتونونو کې د طب او نورو پوهنځيو محصلين د خپلو زده کړو پر مهال ورسره مخ وي او د ژباړې د بهير په چټکتيا يې ټينګار وکړ. همدارنګه د طبي علومو د ژباړې ضرورت يې څرګند او د دې بنسټ د جوړېدو په لاره کې يې د ښاغلي ډاکتر صاحب خوشال روهي او ډاکتر صاحب همايون همت رول د قدر وړ و باله.


د ويناوالو خبرې:


ډاکتر صاحب اختر محمد اکبري د غونډې د اجنډا په هکله خبرې وکړې او  ويې ويل ، چې دا څو کاله کېږي چې ډاکتر همايون همت د امريکا غږ آشنا راډيو له لارې په ډېره آسانه او روانه پښتو د اورېدونکو روغتيايي پوښتنو ته ځوابونه وايي او د همدې لارې يې په هېواد کې د (Toxoplasmosis) ناروغۍ له امله د سقط د زياتو واقعاتو مالومات تر لاسه کړل، په داسې حال کې چې د نوموړې ناورغۍ د درملنې په هکله يې ګټورې مشورې له اورېدونکو سره شريکې کړې ويې پتيله ، چې د ناروغۍ د رېښتيني تشخيص، شتون او څومره والي په اړه د څېړنو لپاره خپله هېواد ته راشي او په دې اړه د لومړي لاس مالومات تر لاسه کړي. همدارنګه د ډاکټر صېب همت هدف په هېواد کې د ميشتو ډاکټرانو سره د تجربو شريکول، د ناروغيو او د هغوی درملنې په اړه ګټور وړانديزونه، د ډاکترانو او د طب د څانګې محصلينو پوښتنو ته ځوابونه او د نويو پرمختګونو په اړه دوی ته مالومات ورکول شامل دي.


ډاکتر دوران فيضان د خپلو خبرو په ترڅ کې د هېواد روغتيايي حالت ته د ځينو ارقامو په وړاندې کولوسره يوه ځغلنده کتنه وکړه او هغه ستونزې يې په ګوته کړې ، چې په دې څانګه کې زموږ هېواد ورسره مخ دی او بيا يې د خپلو وړانديزونو يوه لړۍ وړاندې کړه.


نوموړي وړانديز وکړ ، چې د روغتيا په څانګه کې د عامو وګړو د زده کړې کچه لوړه شي، د زده کړې مواد دې په ساده ژبه ورته وړاندې او د طب زده کړيالانو ته دې د ژباړې له لارې په پښتو ژبه د زده کړې زمينه برابره شي. نوموړي همدارنګه د ډاکټرانو لپاره د ټرېننګونو د جوړولو په اړه د يوې ځانګړې تګلارې د جوړېدو غوښتنه هم وکړه ، چې په دې لاره کې د ډاکتر صاحب همايون همت او ډاکتر نعيم عظيم د مرستې غوښتونکی شو.



وروسته ډاکتر صاحب همايون همت وويل: ډېر خوشحاله يم ، چې د افغان کلتوري ټولنو د جرګې په څنګ کې د روغتيايي بنسټ جوړېدل وينم او ستاسو ټولو هڅې په دې لاره کې د ستايلو وړ دي. نوموړي وويل ما چې له خلکو سره د راډيو له لارې د خپلو مالوماتو د شريکولو پروسه وليده نو ماته پته ولګېده ، چې زموږ ولس څومره تږی دی څو د روغتيايي زده کړو لړۍ ورته ورسيږي. موږ بايد هغه وېره له خپل ذهن څخه لرې کړو ، چې ولس ته د ريښتيني خدمت او مالوماتو وړاندې کولو پر مهال راته مخې ته درېږي او په خپل ټول جرئت او ريښتينې توګه د خپل ولس خدمت ته مټې را ونغاړو. ډاکټر صېب همت زياته کړه: په دې ملت کې د مشر او کشر ورور تفکيک په کار دی او هغه پانګه چې نړيوال يې د مرستې په نوم لګوي د دې ملت حق دی او موږ بايد له دې حق څخه په مثبته توګه او د خپلو ملت د هوساينې په لاره کې ګټه واخلو. زه دا خبرې دلته هم کوم، نړيوالو ته يې هم کوم، زموږ معامله د نړيوالې ټولنې سره ده او د خپل مشترک دښمن د ملا د ماتولو لپاره خبرې ورسره کوو. موږ لاندې ټکو ته ګوته نيسو:


لومړۍ برخه: د تحقيق په لار کې د ځينو چارواکو مرسته  نه کول،


دوهمه برخه: ژبه د کلتور د پرمختګ ډېوه، بنسټ او زموږ شريکه مور ده، د هغې  خدمت اوعلمي کول راته په دې لاره کې يو اساسي ټکی  ښکاري په دې فرهنګيانو او طبيبانو سربېره بايد موږ نور پوهان او د ولسونو حقيقي استازي چې د اسلام د اصولو او زموږ د ټولنې د ارزښتونو په رڼا کې د هغوی حقيقي استازيتوب کوي، هم راشريک کړو.


دريمه برخه: ستاسو تجربې، پوهه، خولې، هلې ځلې او قرباني ده چې دغه کار ته به سمون ورکوي، زه د يوه عادي غريب افغان په نوم بحث کوم او هېڅ امتياز نه غواړم. د ولس په صف کې درېدل د ځان لپاره وياړ ګڼم، امتياز به نه وي بلکې نيمګړتياوو ته به علمي لارې او ځواب پيدا کوو. که کوم طبي بنسټ جوړېږي، هلته به امتياز نه وي، ټول به ولس ته د خدمت په لار کې سره لاسونه ورکوي.


زه د افغانستان د خوشحالۍ، روغتيا او سعادت لپاره راغلی يم او وياړ کوم چې ستاسو سره په دې مبارک مجلس کې ګډون کوم په افغاني چوکاټ کې به د طبي پوهې تهداب جوړوو.



آزاد بحث:


په آزاد بحث کې ښاغليو هر يوه ډاکتر اکبر اکبر، ډاکتر اميرمحمد جلالي، ډاکتر محمد بشير نورمل، ډاکتر نجيب الله امرخېل، پوهاند حميدالله امين، ډاکتر نعيم عظيم، ډاکتر فريدون بارکزی، ښاغلي اول الرحمن رودوال، ډاکټر نصرت رسا، ډاکټر اختر محمد اکبري، ښاغلي مياخېل او يو شمېر نورو خپل نظريات څرګند او د غونډې ګډونوالو ته يې خبرې وکړې ، چې د هغوی د خبرو لوی ټکي او وړانديزونه په لاندې ډول خلاصه کېږي:


د ژباړې په هکله دې ډېرې هڅې وشي څو روغتيايي علمي کتابونه پښتو ته را وژباړل شي او د محصلينو ستونزو ته د حل لاره و موندل شي.
نوي مېتودونه او نوي مواد دې په کار و لويږي څو زموږ ډاکتران په نويو معلوماتو سمبال شي.
د لويو درسي کتابونو په ځای دې واړه جېبي کتابونه وژباړل شي او د ژباړې ژبه يې بايد ډېره ساده وي، همدارنګه د ژباړې لپاره يوه کمیټه او ښه ژباړونکي په کار دي.
هغو استادانو ته دې علمي قناعت ورکړل شي چې غواړي د تدريس پر مهال يوازې خپل ليکل شوي پخواني کتابونه تدريس کړي ، څو له نوو مېتودونو کار اخېستلو ته لاره هواره شي.
انټرنېټ هم د نوو معلوماتو د لاسته راوړلو لپاره يوه ښه وسيله ده او محصلينو ته له هغه څخه د خپلو درسونو په لاره کې د پراخې استفادې سپارښتنه کېږي.
دغه بنسټ دې د ډاکترانو او ليکوالو يو منظم تشکيل ولري چې لومړيتوبونه په ګوته کړي.
لومړيتوبونه دې مشخص او هغه مواد دې په خپله ژبه تهيه شي چې د لومړيتوبونو پر بنسټ ولاړ وي.
دغه بنسټ دې د کمپيوټر د مايکروسافټ په څېر د طبي اصطلاحاتو لپاره د پښتو ترمينالوجۍ، الفاظو او مترادفو کليمو په جوړولو لاس پورې کړي او د دې لپاره دې يوه کاري ډله په کار وګوماري.
دغه بنسټ وړانديز کوي چې د طب محصلين دې په ښه او اساسي ډول انګريزي ژبه زده کړي ځکه چې دغه ژبه د معاصرو علومو لويه زېرمه ګڼل کېدای شي.
بايد د طبي زده کړو او له پښتو سره د همغږي کولو لپاره يو داسې اغېزمن سېستم جوړ شي چې خلکو ته په خپله ساده ژبه معلومات وړاند کړي.
يو با صلاحيته کميسيون دې جوړ شي او دغه کميسيون دې له تجربه لرونکو اشخاصو او پوهانو سره ملاقات و کړي.
د طبي خدماتو د وړاندې کولو او په پښتو ژبه د تدريس د چارو سمون لپاره دې يو مالي صندوق جوړ او ګډونوال دې ورسره مرسته وکړي.
علمي کنفرانسونه دې را وغوښتل شي او په مشخصو موضوعاتو دې بحث وکړي.
د بنسټ لپاره ثابت ځای په کار دی ، څو د اړوندو اشخاصو او مينه والو پر مخ پرانيستی وي ، چې په دې لړ کې طبي بنسټ ته ښاغلي ډاکتر نجيب الله امر خېل په خپل روغتون کې د يوې خونې د ورکولو اعلان وکړ.
کله چې د طب په برخه کې په کميت باندې خبرې کيږي نو بايد په دې هکله کيفيت ته هم پاملرنه وشي.
راځئ ، چې له ځانه پيل وکړو لومړی خپل بزنس کارتونه او لوحې پښتو کړو
د موخو ټاکل، د لومړيتونو تشخيص، امکانات او د پانګې برابرول هغه ټکي دي ،چې د طبي بنسټ په رامنځته کولو کې مرسته کوي.
ډاکټر امير محمد جلالي د خپلو خبر په ترڅ کې د يوې طبي ډکشنرۍ د ژباړې خبر ورکړ ، چې د ده په وينا يې څو کاله دمخه ژباړلې ده خو د اقتصادي ستونزو له کبله لا تر اوسه په CD باندې ده او لا چاپ شوې نه ده. په دې اړه داکټر همايون همت ژمنه وکړه ، چې که چېرې نوموړې ډيکشينري د صلاحيت لرونکې کمېټې هوکړه تر لاسه کړي، د چاپ لپاره به يې عملي ګامونه واخيستل شي.
طبي نوي ژورنالونه دې وژباړل شي، د چاپ تر څنګ دې د انټرنټ له لارې خپاره او يو برېښنايي پر ليکه کتابتون دې جوړ شي.
هڅه دې وشي ، چې داسې کتابونه راوژباړل شي چې له چاپ وروسته د پلورلو لپاره مناسب وي تر څو بنسټ وکولاې شي اقتصادي پياوړتيا ترلاسه کړي.


د کمېټې ټاکنه:


ورپسې د مجلس له ګډونوالو څخه د يوې کمېټې د جوړېدو اعلان و شو ، چې دا کمېټه به په ګډه د طبي بنسټ کارونه پر مخ بيايي خو دغه کمېټه به هغه وخت بشپړه شي ، چې د هېواد د مختلفو کچو له پوهانو او روغتياپالانو سره هم کتنې وشي او هغوی هم په دې بهير کې ونډه واخلي.


بايد وويل شي ، چې د نوموړي غونډې د ويندويۍ چارې د ښاغلي ډاکتر منقادالرحمن رودوال او د راپور ليکنې مسووليت د ګل آغا احمدي وردګ پر غاړه وو.


همدارنګه د نوموړې غونډې د جوړېدو لپاره د افغان کلتوري ټولنو د جرګې کاري ډلې غړو لکه ښاغلي عبدالرحمن الفت، ښاغلي ملنګ ابراهيمي، استاد اسدالله غضنفر، ډاکتر دوران فيضان، ښاغلي محبوب الله محبوب، ښاغلي ګل آغا احمدي وردګ، ډاکټر محمد ابراهيم شينواري، ښاغلي عبدالودود پښتونځار، ډاکتر اختر محمد اکبري، ډاکتر خوشال روهي، ښاغلي عزت الله شمسزی، ښاغلي اسرار کريمزی، ښاغلي عبدالجبار څپاند، استاد نورالحبيب نثار، ښاغلي اول الرحمن رودوال، ښاغلي زاهد تراب او ډاکټر منقاد الرحمن رودوال هم خپلې هلې ځلې کړي دي چې  له ټولو څخه مننه کوو او د لوی خدای (ج) له دربار څخه ورته اجر غواړو.