کور / راپور / افغان حاجيان: که ستونزي ژر حل نه سي لاريون کوو

افغان حاجيان: که ستونزي ژر حل نه سي لاريون کوو

مكه مكرمه 11 دچدي ۱۳۸۶


 


په مکه مکرمه کې شاو خوا 6000 افغان حاجيان چي دمديني منوري اومكي مكرمي كي يي  خپل عبادتونه پوره كړي اودخپل هيواد په لور تلو په انتظار ناست دي وايي چي كه چيري يي   ژر انتقال نه كړي نو په لاريونو په لاس پوري كري .


 دغه افغان حاجيان دمكي مكرمي په څو سيمو كي اوسيږي اودوی تيره شپه ديوي غوندي نه وروسته پريكره وكره چي كه چيري يي څوك غز وانه وري نو دوی په لاريون وكري اوله پلي خواپه تول هغه توكي اوسوغاتونه چي په نقدو پيسو يي رانيولي دپيسو خرڅي له ويري وپلوري .


 دكابل ولايت اوسيدونكي حاجي رحمت الله وايي چي دوی ته حج او اوقافو ويلي وو چي شاوخا   45  ورځي به تيروي اوبيا به خپل هيواد ته ليږل كيږي .


 خو نوموړي ويل  چي  دوی اوس له پيسو خلاص شوي اومجبور دي ګدايي وكړي .


حاجي غني خان چي له ارزكان څخه راغلی دی هم ورته خبره كوي هغه وايي چي  كه چيري ژر ونه شي نودوی په لاريونونه وكړي او هم به ټول هغه سوغاتونه دسړك پرسر ليلام كړي كوم يي چي په پيسو رانيولي دي .


خوپه مكه مكرمه كي دحج او اوقافو وزارت چارواكي وايي داستونزه په كام اير اوهغه كمسيون پوري تړلي ده كوم چي دولسمشر له لوري دحاجيانو دليږد اوراليږد په موخه جوړشوی دی .


دوی داهم وايي چي دهغه تړون ( قرارداد )  له مخي چي كام اير هويي شركت سره يي كړي وو چي دور ځي 1200 يا 1300  تنه حاجيان بايد انتقا ل كړي دوی ونه شواي كولاي هغه شمير حاجيان انتقال كړي .


دحج او اوقافو وزارت چارواكي وايي چي كام اير هغه كوچني الوتكي كاروي چي يوازي 160 تنه وړي اودحاجيانو دكاليو اوتوكيو په انتقال كي هم حاجيانو سره ناسم چلندكوي چي ددوی په وينا حاجيانو ورته ډير شكايتونه كړي    دي


خو په جده كي دكام اير شركت چارواكي وايي    چي دوی ته كه دسعودي حكومت له چارواكيو اودهوايي ډګر نه څوك دپرواز اجازه واخلي دوی چمتودي چي حاجيان ټول په يوه ورځ انتقا ل كړي .  


دا په داسي حال كي ده چي اته ورځي وړاندي كام اير  د حاجيانو انتقال پيل كړیي دی اوتړاوسه يي 2300 حاجيان انتقال كړي دي .


دغه راز هغه حاجيان چي په مكه مكرمه كي خپلو هيواد ته دتلو په تمه دي نيزدي شميره يي 6000 تنو ته رسيږي او پاتي 15000 شاوخا كسان مديني منوري پرلور روان دي اودري ورځي كيږي چي هلته يي  انتقال دبسونو په واسطه پيل شوي اوتراوسه پوري 3000 كسان انتقال شوي دي .   


افغان دولت چارواكيو وعده كړې وه چي دتيركال ستونزي به نه تكراريږي مګر كه څه هم دحج په مراسمو كي كومه ستونزه نه وه ولي دانتقال پرمهال دادی له ستونزو سره مخ شول  


ددي چاري مسوليت  به دهغه كمسيون پرغاړه وي كوم چي  په همدي موخه دكام اير  شركت ,دترانسپورت وزارت ,دملي امنيت   ,دعامي روغتياوزارت اودحج اواقوافو وزارتونو داستازو په ګډون دبهرنيو چارو وزير ترمشرۍ لاندي جوړشوی دی ، خو په مکه مکرمه کي ددې کمېسون چارواکو په دې اړه له خبرو کولو ډډه وکړه .