کور / شعر / پور

پور

وران دې کلی کور دی پښتونه
لر او بر پيغور دی پښتونه
وګوره بچی دې بې کماله دی
داغ درباندې تور دی پښتونه
کور دې د لالونو خزانې لري
ستا واک پکې سکور دی 
 تانه رواجونه پښتو هيره ده
ژوند دې د شمکور دی پښتونه
ستا ټاټوبی بل په زور ويشلی دی
جوړ د رقيت شور دی پښتونه
واک اختيار دې نشته ته بې واکه يې
خپل کور درته ګور دی پښتونه
ټول ملکونه يو شول چې بيل شوي وو
پام دې په کوم لور دی  پښتونه
ته هم د پلرو کورګی ودان کړه خپل
مټو کې دې زور دی  پښتونه
وايي خدمتګاره ځه د خوشال په لار
دا درباندې پور دی  پښتونه