کور / تازه خبرونه / کراچۍ:په بېلابېلو پېښو کې لس کسان ووژل شو

کراچۍ:په بېلابېلو پېښو کې لس کسان ووژل شو

د پاکستان هیواد پخوانۍ پلازمینه او د همدې هیواد ستر صنعتي او تجارتي ښار کراچۍ کې د تېرو څلورویشتو ساعتونو په مهال لس کسان  په بېلا بېلو پېښو کې وژل شوي دي ـ د خبرونو له مخې په وژل شویو کسانو کې یو شمیر د هندي مهاجرو د قامي غورځنګ یا متحده قامي مومنټ پلویان او یا هم د پښتنو د ګوند عوامی نېشنل ګوند غړي دي ـ د پښتونخوا ایالت د سوات او نورو سېمو کې د پاکستاني فوځیانو د روانو عملیاتو ورسته کراچۍ ښار د پښتنو او اردو ژبي هندي مهاجرو تر مینځ آخ وډب کې زیاتوالی راغلی دی ـ چې تراوسه یې په لس ګونو ځوانان د مرګ تر ستوني تېر کړي دي ـ