کور / شعر / غزل

غزل

چرته چې هم د مینې سپکه وشي

هلته د اور باران په ځمکه وشي

 

د ظالم لاس چې ماتولی نه شم

زما د خپله ځانه کرکه وشي

 

چې محبت  ته پرې ښېګړه راشي

په ما دې هر ظلم بې شکه وشي

 

زما په زړه باندې پولۍ راخیژي

چې ستا په مخ باندې ځوانکه وشي

 

چې په پښتو ژبه خبرې  اورم

د زړګي سود مې پرې د ټکه وشي

 

په اباسین کې اسماني خواږه دي

په بنیادم یې تاثیر ځکه وشي