کور / تازه خبرونه / لبنان:سعدحریري ټولټاکنو کې د خپل بریالیتوب ادعا وکړه

لبنان:سعدحریري ټولټاکنو کې د خپل بریالیتوب ادعا وکړه

د لبنان هیواد په پارلیماني ټاکنو کې د ایران او شام پلوي ګوند حزب الله ماتې خوړلې ده ،او د امریکا اروپا او سعودي عربستان پلوي ګوند او د وژل شوي لبناني ولسمشر رفیق حریري د ځوي په مشرۍ کې المستقبل ګوند د د۱۲۸ څوکیو څخه ۷۰ څوکۍ ګټلي دي ـ د خبرونو ترمخه د حزب الله سره ایتلاف کې شریک ګوند فري پټریاټ مشر په ټاکنو کې د خپل ایتلاف  ماتې منلې ده ،د حزب الله ګوند مشر ښاغلي حسن فضل الله ویلي دي چې ددوي د ګوند ټول یولس واړه کاندیدان بریالي شوي دي خو ددوي ایتلاف یوازې ۳۱ څوکۍ ګټلي دي ـ 


بل لور ته سعد حریري په خپله وینا کې خپلو پلویانو ته مبارکي وویله او زیاته یې کړه چې نن ورځ د لبنان په تاریخ کې یوه نه هیرونکی ورځ ده ـ نوموړي وویل چې په ټاکنو کې هیڅ یو ګوند ګټلې یا بایللې نه ده او بریالیتوب یوازې جمهوریت ته  ورپه نصیب شوی دی ـ


لبنان کې امریکا او سعودي عربستان د سعد حریري په مشرۍ کې سني مسلکې ډلې مارچ فورټین ،، پلوي کوي او مصر او ایران دشیعه مسلکي ګوند حزب الله پلوي کوي ـ دیادونۍ وړ ده چې د حزب الله سره په ګډ ایتلاف کې یو عیسایې ګوند چې مشري یې مایکل اون کوي هم برخه لري ـ


د لبنان د ټولټانو سرکاري پریکړه به ښایې د دوشنبې په ورځ  وشي ـ