کور / تازه خبرونه / ښايي شمالي كوريا يو ځل بيا په تور ليست كي ونيول سي

ښايي شمالي كوريا يو ځل بيا په تور ليست كي ونيول سي

 

د امريكا د بهرنيو چارو وزير هيلاري كلنټن وايي شمالي كوريا به يو ځل بيا د ترهګرو هيوادونو په كتار كي شمار او نوم به يې د امنيت شورا په تور ليست كي ونيول سي.

آغلي كلنټن د امريكا له اې، بي، سي ټلوېزون ته وويل د شمالي كوريا تر اټومي چاودنو وروسته اوس پر دې غور كېږي چي آيا شمالي كوريا يو ځل بيا د ترهګرو هيوادونو په ليست كي ونيول سي. او ډېر ژر به د روسيې او چين په ملاتړ پر شمالي كوريا د نورو بنديزونو د لګولو وړاندي د امنيت شورا ته وكړي.

د امريكا د بهرنيو چارو وزيري هيلاري كنلټن اېران ته اخطار وركړ، چي كه پر اسرائيلو حمله وكړي ډېري بدي پايلي به ورته ولري.