کور / تازه خبرونه / زابل: په وسله واله نښته کي ۹ طالبان وژل سوي دي

زابل: په وسله واله نښته کي ۹ طالبان وژل سوي دي

دزابل په شملزوولسوالۍ کی دیوی وسله والي نښتي په ترځ کی ۹ وسله وال طالبان وژل شوی دی


چارواکی وایی دوژل شویو کسانو جسدونه یی دولسوالۍ مرکز ته رانتقال کړی اوددی ترڅنګ یی یو اندازه وسله اوموټرسیکلان هم نیولي .


خو دطالبانوویاند قاری یوسف احمدی بیا خپل لورته مرګ ژوبله نه مني اووایی وژل شوي کسان ملکی وګړي دي . 
 


د زابل امنیتي چارواکي وايي تیره شپه یی دوسله والو طالبانو سره په مخامخ جګړه کی ۹ طالبان وژلی یوه اندازه وسله او ۷ اراده موټرسیکلان یی هم نیولي .


دشملزوولسوال وزیرمحمد جوادي وايي چې افغان او ایتلافي ځواکونو تیره شپه  پر پنځه بجې د ولسوالۍ اړوند دخوستۍ اومنجرخیلو په سیمه کې د وسله والو طالبانو پر ضد عملیات پیل کړل چې دسهارتراتو بجو يې دوام درلود.


ولسوال زیاته کړه چې په عملیاتو کې هوايي ځواکونو هم برخه درلوده، چې په ترڅ کې یې دده په وینا نهه ۹ وسله وال وژل شوي دي .


نوموړی زیاتوی چی چی دوژل شویو کسانوجسدونه یی دولسوالۍ مرکز ته راانتقال کړی دی 
 
دوسله والو طالبانوویاند قاری یوسف احمدی بیا خپل لوري ته مرګ ژوبله نه مني نوموړی وایی وژل شوي کسان ملکي وګړی دی او ددوي سره کومه اړیکه نه لري .


دیوبل خبر له مخي تیره ورځ دزابل په سیوري په ولسوالۍ کی دسړک دغاړی دماین په چاودنه کی دیوه ساختماني شرکت دری ساتونکی ټپیان شوی دی دزابل امنیه قوماندان مل پاسوال عبدالرحمن سرجنګ دپیښه دپخلي ترڅنګ دټپیانو روغتیایی حالت دډاډ وړ وباله.


دوسله والو طالبانوویاند قاری یوسف احمدی ددي چاودنه مسولیت پرغاړه اخلي نوموړی وایی په چاودنه کی یی یو موټر ویجاړ کړی اوپکی سپاره ۶ سرتیري یی وژلی دي .


خودزابل امنیه قوماندان دطالب ویان داادعا رد کړه .


دیادوي وړده چی دتیرو دوورځوراپه دی خوا په زابل کی په بیلابیلو پیښو کی لږترلږه ۳۲ دوه دیرش کسان وژل شوي اولسګونه نورټپیان دي چارواکی وایی په وژل شویو کی وسله وال طالبان اوامنیتي سرتیري شامل دي .