کور / تازه خبرونه / په لندن كي هم دروحاني دوژونكودنيولو غوښتنه

په لندن كي هم دروحاني دوژونكودنيولو غوښتنه

 


په لندن كي دشهيد خبريال عبداصمد روحاني لمړى تلين په داسي حال كي ولمانځل شو چې ګڼولندن ميشتو افغانانو ليكوالو او شاعرانو ونډه درلوده .
په غونډه كي دافغان حكومت سره سره پر بي بي سي راديو هم نيوكي وشوې چې ګواكې دصمد روحاني دقاتلينو په وژلو كي جدي ګامونه نه دي اوچت كړي .
دبي بي سي راديو يوه كاركوونكي دخپلو خبرو پر مهال يې دروحاني پر ژوند او شخصيت رڼا واچوله.  
نوموړي  شهيد روحاني يو نوښت ګر خبريال وباله او پر همدې مهال يې له ليكوالو اوقلموالو وغوښتل چې  په خپلو ليكنو كي دقلم عفت وساتي او داسي ليكني وكړي چې هغه دهيواد او سيمي په ګټه وي .
 
دغونډي يوه بل وينا وال ښاغلي محمد انور بيا په خپلو لنډوخبرو كي دومري يادونه وكړه چې دروحاني وژنې سخت ټكان وركړى او دهغه دشهادت په ورځ يې ډېر زيات ژړلي دي .
 
بل وينا وال محمد طاهر ناصري بيا روحاني دحقيقت ويلو قرباني وباله او ټينګار يې وكړ چې دروحاني په شهادت به درښتيا ويلو مخنيوى ونه شي .
 
په لندن كي دافغان سفارت دسياسي چارو استازي فريد پوپل هم روحاني ته ددرناوي ترڅنګ وويل چې روحاني په لكونوو انسانانو كي يو وو چې دهغه په وژنه دده په وينا دلكونو انسانانو وژنه وشوه .
ده زياته كړه چې اوس په سيمه كي خبريالان ستونزي لري خو په كار دي چې دهغو ستونزو ته پاملرنه وشي .
دبي بي بي سي راډيو له دوكاركوونكو څخه بل يما باريز وو چې په خپل وارسره يې دروحاني دكار او زيار ستاينه وكړه .
په لندن كي دافغان ملت ګوند استازي فهيم وردګ وويل چې روحاني لمړى او وروستى شهيد نه دى او ده ددغو ستونزو ټوله مسوليت پر جنګ جګړو ورواچاوه . نوموړي وويل چې دژورناليستانو ژوند او ستونزو ته دي پاملرنه وشي .
نورالله اتل اوځينو نوروكسانو هم جګړه اصلي ستونزه وه بلله او ټينګار يې وكړ چې دسولي دراتګ او جګړې دمخنيوي لپاره بايد هلي ځلي وشي .
 
ميرويس افغان دكوربه دنده پر مخ بيوله او دكندهار دننۍ غونډي راپوريې هم دلندن دغونډي برخه والو ته ورواوراوه .
 
غونډي په يوه خوله له افغان حكومت او نړۍ والي ټولنې وغوښتل چې دروحاني شهيد وژونكي رسوا او جزا وركړي .
 
همداراز په غونډه كي پرېكړه وشوه چې كه افغان حكومت دروحاني وژونكي نه شي پيدا كولاى نو دملګرو ملتونو اونړۍ والي ټولنې څخه دي مرسته وغواړي .
 
غونډي له افغان چارواكو،وسله والو طالبانو او نړې والو ځواكونو وغوښتل چې افغانن خبريالانو ته دي دكار پر مهال ستونزي نه پېښوي او هغوى ته دي دبيان دازادي پوره حق وركړي .
 
پوره يوكال وړاندي دافغانستان په سويل لويديځ ولايت هلمند كي دبي بي سي راډيو خبريال عبدالصمد روحاني لمړى وتښتول شو او په سبا ورځ يې مړى وموندل شو.
غونډه دلندن په لوېديځه برخه هاروو سيمه كي په ماسا رستورانت  كي رابلل شوې وه .