کور / کتاب / بېنوا فرهنګي ټولني څلور نوي آثار خپاره كړل

بېنوا فرهنګي ټولني څلور نوي آثار خپاره كړل

سياسي ستونزي او زما دريځ:
د ډاكټر عبدالقيوم كوچي د پښتو او دري مقالو ټولګه ده، چي په كندهار كي د بېنوا فرهنګي ټولني له خوا خپور سوئ دئ.
په دې اثر كي د ډاكټر عبدالقيو كوچي هغه خورې ورې مقالې راټولي سوي، چي د تيرو درو لسيزو په ترڅ كي يې په هيواد كي دننه او بهر په بېلابېلو چاپي رسنيو كي خپرې كړي دي.
د كتاب په سر كي د ښاغلي كوچي او هيواد ورځپاڼي د مسئول توريالي ځاځي لنډي يادوني راغلي،  ۴۴۸ مخونه لري، چي پر سپين كاغذ په ښه صحافت د ۱۰۰۰ ټوكه په تيراژ د توريالي ځاځي په اهتمام خپور سوئ دئ.

ملي ټرمينالوژي:
 د آغلي سارا سادات له خوا د ملي اصطلاحاتو يا ټرمينالوژۍ د پېژندني په باب يو خورا ګټور ليكل سوئ اثر دئ، چي د ليكوالي پر سريزه سربېره سرمحقق استاد حبيب الله رفېع هم د ملي ټرمينالوژي د ارزښت په باب يوه يادونه پر كښلې ده او د آغلي سادات له خوا په دې تورو ډالۍ سوئ دئ: ((څرنګه چې مې ګرانه ژبه د مهذب او متمدن انسانيت په منځ كې محكومه ده. څرنګه چې مې ګرانه خاوره د نړۍ د هوښيارو زورواكانو د آسونو تر سومانو لاندې دل ده. او څرنګه چې مې ګرانه مور د قوم او ولس د كلتور له لاسه له خپلو ټولو روا حقوقو څخه محرومه ده، دا كتاب د خپلو درې واړو محكومو ميندو په نامه ډالې كوم)).
ملي ټرمينالوژي په ۱۸۰ مخونو كي پر سپين كاغذ د ۱۰۰۰ ټوكو په تيراژ په ښايسته صحافت د بېنوا فرهنګي ټولني له خوا په كندهار كي خپور سوئ دئ.

جنډۍ جنډۍ رپېږم:
جنډۍ جنډۍ رپېږم د زرپاڼي همپا دوهمه شعري ټولګه ده، چي په ۱۱۶ مخونو پر سپين كاغذ د ۱۰۰۰ ټوكه په شمېر په ښه صحافت د بېنوا فرهنګي ټولني له خوا خپره سوې ده.
دغه اثر د آغلي زرپاڼي همپا دوهمه شعري ټولګه ده چي محمديار – يار ((د دې زريني جنډۍ رپا)) تر سرليك لاندي سريزه پر كښلې ده.

شين سترګې جاسوسه:
د اېران د مشهور پوليسي ناول نګار امير عشيري اثر دئ، چي په ۲۶۰ مخونو كي پر اخباري كاغذ د ۱۰۰۰ ټوكونو په تېراژ د بېنوا فرهنګي ټولني له خوا په كندهار كي خپور سوئ دئ.
شين سترګې جاسوسه سليمان جالب پښتو ته ژباړلئ چي تر دې دمخه يو ځل د بېنوا فرهنګي ټولني دوې مياشتنۍ خپرونه (ښكلا) كي هم خپور سوئ وو.

درانه لوستونكي كولاى سي چي پورتني څلور واړه كتابونه د كندهار په ارګ بازار كي له افغان او كابل كتاب پلورنځيو، كابل دانش كتاب پلورنځي، ننګرهار مومند كتاب پلورنځي، پېښور دانش كتاب پلورنځي او په كوټه كي له صحاف كتاب پلورنځي څخه ترلاسه كړي.