کور / تازه خبرونه / د پوهني وزارت د ورځنيو فعاليتونو خبرونه

د پوهني وزارت د ورځنيو فعاليتونو خبرونه


18 جوزا 1388
په زابل كې د كانكور آزموينو ته د تياري دوه مياشتني كورسونه پيل شول


زابل
د غبرګولي۱۸مه
د زابل ولايت د مركز كلات په شيخ متي ليسه سربيره د دغه ولايت د شاجوى په بابا هوتك او د شينكۍ ولسوالۍ په سالم ليسه كې  نن د غبرګولي په ۱۸ د كانكور لارښوونو دوه مياشتني كورسونه پيل شول.
د كانكور دغه كورسونه چې د پوهنې وزارت لخوا دامهال په يو زيات شمير ولايتونو كې پيل شوي دي موخه يې د كانكور ازموينو ته د دوولسمو ټولګيو د فارغانو چمتو كول دي.
د دوولسمو ټولګيو د سږ كال فارغيدونكو زده كونكو ته دغه كورسونو د هغو ښوونكو لخوا د حق الزحمې په بدل كې پرمخ وړل كيږي چې تردې وړاندې يې د پوهنې وزارت لخوا په همدې اړه جوړو شويو سمينارونو كې ګډون كړى دى.


په تخار كې د روغتيا او پاكۍ سمينار پيل شو

تخار
د غبرګولي۱۸مه
د تخار ولايت په مركز تالقان كې د روغتيا او پاكۍ ترنامه لاندې د دغه ولايت د پوهنې وزارت لخوا د يونيسيف مؤسسې په مرسته نن د غبرګولي په ۱۸مه د دغه ولايت د ښوونكو د روزنې د مركز په تالار كې پيل شو.
دغه سمينا چې پنځه دورې دى هره دوره يې شپږ ورځې ده او  او د مركز په ګډون د دغه ولايت د ټولو شپاړسو ولسواليو ۱۶۶ تنه نارينه او ښځينه ښوونكي پكې برخه لري.
د سمينار ګډونوالو ته به د غه سمينار په جريان كې د نظافت او روغتيا په اړه د معلوماتو په وركولو سربيره د ولسواليو هر ښوونكي ته د موټر له كرايې علاوه د ورځې ۵۰۰ او د مركز هغو ته يې د ورځې ۲۵۰ افغانۍ هم وركول كيږي.  


تدويرسمینار آموزشی در ولایت بدخشان
ولایت بدخشان: امروز 18 جوزا ،سمینار ۶ تحت نام تعلیم وتربیه صحی برای معلمین  مکاتب ولایت بدخشان   درلیسه مخفی آنولایت دایرگردید.
سمینارمتذکره به کمک مالی موسسه یونسف وبه همکاری ریاست معارف ولایت بدخشان براه انداخته شده ، که به تعداد 40 تن از معلمین 4 باب مکاتب مرکزی ولایت بدخشان اشتراک  ورزیده اند.
گفتنی است شاملین سمینار درمدت 6 روز در رابطه به تعلیم و تربیه صحی دانستنی های آرزشمند را فرا خواهند گرفت.
قابل یاد اوری است که در آینده نزدیک سیمینار های صحی در 48 باب مکاتب برای 480 تن معلمین تدویر گردد.


د بغلان ولایت د ښوونځيو د زده كوونكو ترمينځ د واليبال سيالۍ ترسره شوى
د بغلان ولایت: د بغلان  ولايت په مركز كې د ښوونځيو د زده كونكو ترمنح پسرلنۍ سپورتي سيالۍ ترسره شوې .
د والیبال په هغه لوبوكې چې نن دروان کال دجوزا دمیاشتی په 18 مه نیتهه، د بغلان ولايت مركز دپلخمری او حضرت عمر فاروق د هلکانو دلیسو دزده کوونکو ترمینځ  د600 کوتی په ورزشى لوبغاړى كى ترسره شوى پكې د دغه ولايت د پوهنې رئیس محمد مومن همکار سربيره ګڼ شمير دولتي چارواكو، استادانو، زده کوونکو او د واليبال مينه والو ګډون درلود .
د واليبال په غه په زړه پورې سيالي كى چى د پلخمری اوحضرت عمر فاروق د هلکانو دلیسو د تيمونو ترمينځ ترسره شوه  چى د لوبى په پايله كى ۳ دصفر په مقابل كى دعمر فاروق د ليسى په ګټه پاي ته ورسيده .
د یاد ونی ورده چی دوالیبال دغه سیالی دبغلان ولایت  د پوهنې رياست دبدنى روزنۍ دآمريت لخوا په لاره اچول شوى چى  دا ډول سياليو موخه  د زده كونكو سپورتي وړتيا لوړول  او له نيشه يي توكيو څخه د زده كونكو راګرځول دى.


در ولایت لغمان سیمینار آموزشی تدویر یافت
ولایت لغمان: امروز ۱۸ جوزا سال روان، سیمینار شش روزه درمورد میتودهای جدید تدریس برای معلمین سوادآموزی ولایت لغمان در تالار ریاست آمور زنان آنولایت دایرگردید.
سمینار متذکره به کمک مالی موسسه هبیتات و به همکاری ریست معارف ولایت لغمان براه انداخته شده که به تعداد 130 تن معلمین کورسهای سواد آموزی اشتراک  ورزیده اند که درباره شیوه های جدید تعلیم وتربیه بزرگسالان آموزش دانستنی های ارزش مندی رافرا خواهند گرفت.
گفتنی است که دایر شدن همچوسمینارها دربلند بردن سطح اگاهی واشنایی معلمین باشیوه های جدید تدریس بخصوص درعرصه کار باکلان سالان موثرواقع می گردد.


دلوګر ولايت دپوهنى رياست سره دكمپيوترونو مرسته
د لوگر ولایت: نن دروان کال دغبرګولى دمياشتى په ۱۸ مه نيټه،دګور بت ساختمانى شركت لخوا دلوګر ولايت دپوهنى رياست سره د دوه دسكتاپ كمپيوترونو مرسته وشوه.
ديادونى وړده چى نوموړى كمپيوترونه د۷۰ زره افغانيو په ارزښت دګوربت ساختماني شركت لخوا دپوهنى رياست ته وركول شوى ،چى دپوهنى رياست دادارى چارو دلا اسانتيا په خاطر په كار اخيستل كيزى.
دنړيوال سازمان لخوا دغور ولایت دپوهنی ریاست سره دغنمومرسته وشوه



د غور ولایت: د نړيوال خوراکی سازمان لخوا دغور ولایت دمرکزدښوونځيو زده کوونکو لپاره ۵۰۰ بوجی 50 کیلویی غنم دغور ولایت دپوهنی ریاست سره مرسته وکره.
ديادونی وړده  چی یادشوی غنم به  دغورولايت دپوهنی رياست اړوند دښوونځيو وزده كوونكواو ښوونكو  ته يوه- يوه ۵۰ كيلويي بوجى دمهال ويش سره سم دتاكل شوى هيئت په وړاندى  توزيع شى.
همدارنګه دنړيوال خوراكى سازمان لخوا دنوموړى ولايت دپساوند ولسوالى دښوونځيو دزده كوونكولپاره  ۶۴۰۳ بوجى غنمو مرسته كړى.



دغزنى ولايت د كليوالى ښوونځيودښوونکولپاره یوورکشاپ په لاره وچول شو


د غزنی ولایت: نن دغبرګولى دمياشتى په ۱۸ نيټه، دغزنى ولایت دكليوالي ښوونځيو دښوونكو لپاره دنوو كتابونو دپيژندلو ترعنوان لاندى ۱۷ ورځنۍ سميناردغزنى  ولايت دپوهنى رياست په تالارکی په لاره واچول شو.
نوموړی ورکشاپ دیونسف موسسه په مالی ملاتړ اودپوهنی ریاست په همکاری ددی ولایت دمرکز اوولسوالیو دكليوالى ښوونځيو ۸۰ تنو ښوونكو ګدون كړى
چی له مخی به یی دنوى ميتود په هكله پوهنیزه زده کړی ترلاسه کړی
دیادونی وړدی چی دى ته ورته ورکشاپونو پرانستل به دښوونکودپوهی دلوړلو په کچه کی دنوی روزنی داصولو له اړخه مثبتی اغیزی وشیندی .