کور / تازه خبرونه / جنرال كياني: پوځ تر عملياتو وروسته هم په سوات كي پاتېږي

جنرال كياني: پوځ تر عملياتو وروسته هم په سوات كي پاتېږي

 

د پاكستان د لوى درستيز جنرال پروېز كياني د جون پر اتمه د پښتونخوا ايالت د سوات له سيمي څخه ليدنه وكړه او د سوات طالبانو په وړاندي د پاكستاني پوځ د عملياتو ستاينه يې وكړه.

جنرال پروېز اشفاق كياني په سوات كي له پوځي مقاماتو سره تر ليدلو وروسته وويل چي پاكستاني پوځيان به تر عملياتو وروسته هم په سوات كي پاتېږي او د طالبانو په وړاندي عمليات به نورو شاوخوا سيمو ته هم غځوي.

په سوات كي له يوې نيمي مياشتي راهيسي د مولانا صوفي محمد او فضل الله له طالبانو سره سخت جنګونه روان دي چي له كبله يې د سوات په سوونو ولسي وګړي مړه سوي او دوه نيم ميليونه كسان له خپلو كورونو څخه كډو كولو ته اړ سول، چي په نړۍ كي پر يوه ځاى تر ټولو په لوړ شمېر مهاجرت وبلل سو.