کور / کیسه / دسترګو لیدلئ حال

دسترګو لیدلئ حال

داد 1429 هـ كال دبرات دمياشتې 27 شپه وه چې ظاهراً يې له نورو شپو كوم توپير نه درلود ددې سيمې خلك چې زياتره يې كروندګر اوباغداران دي همدايې دخوارۍ وخت وي، دانګورو اومڼو باغونه په ثمر راغلي وي نوځكه دوى هم پكې ترتياره ماښامه سرګردانه وي ؛ نن هم ددې سيمې ( دپكتيكاولايت داورګون ولسوالۍ دپيركوتي قوم دميرګي خيلو كلي ) له ژونده ستړي اوديرش كلن ناتار ځپلي خلك له يوعالم اندېښنو اوپرېښانيو سره دماښام په خړه كې كورونوته ستانه شول، دوى به ښايي دشپې په راتلو ځكه يوڅه دخوښي احساس كاوه چې دخوب اوبې خودۍ په دنياكې به يوڅه دويښې له اندېښنو اوغمونو ځان اوزګار كړي خولكه چې وايي : 



دلته ماښام تل دماتم په تور لباس كې راځي
دلته سهار وي دكفن غوندي رڼااغوستي 



شپه ترنيمى اوښتې وه دميرګي خيلو دكلي ناخبره اولس دخوب په عالم كې وو چې له كلي برد ” مڼې كنډو ” سره نژدې دلسګونو چورلكونه سلګونه وحشي انسان خواره پياده شول او دوركړل شوي هدايت له مخې يې دميرګي خيلو په كلي ډاكه واچوله پداسې حال كې چې كليوال سپين روبي ښځې اوماشومان په خپلو كوډلو كې له ځانه ناخبره په خواږه خوب ويده وو چې جنګي چورلكو اوبې پېلوټه بنګنوطيارو ټيټې الوتنې پيل شوې .


    په درنو وسلو سمبال نصراني داړماران چې هوايي ملاتړ ډاډه كړي وو د دروازو په ځاى له ديوالونو كوروته ورولوېدل په نيمه شپه دتور سرو اوماشومانو كوكې اوغلبلې لوړې شوې، خوداپاچي هليكوپترو په كڼونكي شوركې داوروېدونه وې . ګوته په ماشه صليبي سړي خورو دځان په وړاندې كوچنى خوځښت هم نه شو زغملاى. دكلي داكثرو ځوانانو اوسپين ږيرو لاسونه يې ترشا ور تړل ترسترګو اوغوږونو يې تور پلسترونه ورتاوكړل اودكلي مخ ته يې راوايستل .


    باغ حاجي دميرګي خيلو دكلي يومخور اومنلى سپين ږيرى وو چې له بده بخته يې پدې ورځ هم دتل په شان په ميلمه ځاى كې څلورتنه ميلمانه و هغوى چې تېرماښام ديوه مريض پوښتنې ته راغلي ياران دوستان وو چې شپه يې همدلته شوې وه .


    دنورو كليوالو په څېر دباغ حاجي په كور هم امريكايي عسكر وروختل دهغه ژڼي زامن او ورېرونه يې وتړل كوريې لټ په لټ واړاوه وهل ټكول اوپوښتنې پيل شوې دباغ حاجي دكور دټولو غړو لاسونه يې ورتړلي وو اوترځنډه يې پوښتنې ترېنه كولې ، سهارته لاشېبې پاته وې چې دباغ آكا دڅلورو تنو ميلمنو په شمول يې شپږتنه له نورو بېل كړل اوداسې ښكارېده لكه ځان سره يې چې بيايي .


    امريكايانو دتلو په وخت دباغ آكا لويې مهمانخانې ته چې تل به ميلمانه پكې پنډ و يوخاص قسم مواد ور وغورځول اوبيايې اور ورواچاوه څنګه چې دكوټې المارۍ له كتابونواونورو سامانونو ډكې وې په يوه شېبه كې له كوټې څخه دژبغړانده اور لمبې راپورته شوې .


    په همدې وخت كې له كلي نه لاندې په لګډ كې څو چنيوك چورلكې دانتقال لپاره كېناستې يرغلګرهم ورو ورو له كلي راټول شول اودباغونو په منځ كې دچورلكو په خوا ور روان شول چې دلته يې يوځل بيا خپله بې رحمي اوقساوت وښود دكلي دوه سپين ږيري ( ګلاشاه او ګلاب ګل ) چې په خپلو باغونو اوپاليزونوكې ويده وو دامريكايي سړي خورو دمرميو ښكارشول اوپه شهادت ورسېدل . يوبل سپين ږيرى ګل مرخان آكا چې داوبو شپه يې وه اوپټي يې اوبول هم شهيد كړاى شو .


    مولوي ميرزامحمد چې په سپيده دم كې دمنتظرو مقتديانو دامامت لپاره دجومات په لور روان و دامريكايي  M16 اماشينګڼو دمرميو خوراك شو .


    امريكايانو تړلي بنديان چورلكوته واچول اوپه خپله مخه لاړل ، خودباغ حاجي له كور څخه لا داور لړې پورته كېدې، كليوال ورټول شول دتړليو كوروالاوو لاسونه يې ورخلاص كړل خودڅلورو ميلمنو په شمول شپږتنه نادركه وو ، دټولوباور اويقن راغى چې امريكايانو له ځانه سره وړي دي، دوى سره غږېدل چې دسوزېدونكې كوټې يوبل ډول بوى محسوس شو دكلي يوه سپين ږيري وويل چې دسوزېدلې غوښې بوى دى له همدې سره كليوال داور په مړه كولو شول اوداور له دفه كولو وروسته معلومه شوه چې امريكايانو يواځې دوه تنه كور والاله ځانه سره وړي دي اوڅلورتنه نورچې ټول دباغ آكا ميلمانه دوستان وو په همدې كوټه كې اورته ورغورځولي .


    دهغوى صورتونه داور لمبو خوړين كړي وو خووروسته معلومه شوه چې څلورواړه هريو حاجي ګل محمد له سعودي راغلى مسافر، مولوي سعيدالله چې نوى فارغ التحصيل و، حاجي بادشاميرخان اوطالب العلم محمدحسين و.


    كليوالو چې دڅه ويلو اويوبل ته دكتلو تاب له لاسه وركړى و په پټه خوله اوغرېونيولو څېرو يې شهيدان خاوروته وسپارل .


ورځ تېره شوه ماښام شو نړى اونړيوالو يوځل بيا دشپې په توره بړستن كې سرونه وپېچل اودميرګي خېلو په فاجعه ناخبره نړيوالو! آه قدرې هم ونكړ …

تبصره نسته

  1. سعيده وروره !
    الله تعالى دي ستاسوپه شان ليکوالان نورهم زيات کړي ترڅوهغه حقائق چي دخلګوله سترګوپټ دي څرګندکړي

  2. ګرانه وروره که داموږ وو اودا موحال وی ددی به نور هم بدترشو چه دواړو مخالفوډلولخوازموږ ژوند اوپت دګواښ سره مخامخ کړیدی حقیت ورک شویدی دلوبغاړو ډلو لخوا په موږ اوتاسی باندی دلوبی میدان تود اوګرم دی که موږ او تاسی یی په منځ کی واقع نه شو لوبه خو پای ته رسیږی