کور / تازه خبرونه / په كوټه كې د اروښاد روحاني د تلين په مانسبت غونډه وشوه .

په كوټه كې د اروښاد روحاني د تلين په مانسبت غونډه وشوه .

د سويلي پښتونخوا په مركز كوټه كې د پښتو ادبي غورځنګ په كوربتوب د اروښاد رواحاني د تلين په مناسبت غونډه ترسره شوه چۍ پكې د يادې شوې سيمې په ګڼ شمير ليكوالانو او خبريالانو سربېره د افغانستان يو شمېر خبريالانو هم برخه اخيستې وه .


غونډه د ماسپښين په دريو بجو د قران کريم په سپېڅليو ايتونو پيل شوه . چې له هغه وروسته بيا د ارواښاد فاتحه واخيستل شوه او په رسمي توګه په غونډه پيل وشو .


د ترسره شوې غونډې او پښتو ادبي غورځنګ مشر صادق ژړك په دې اړه وويل چې
:
روحاني په هلمند كې يواځيني خبريال او ليكوال وو چې په رښتيني توګه يې خپلې دندې ته ادامه وركوله او  تر خپله وسه يې د ټولنې ستونزې را برسېره كولې .


د ژړك په خبره افغان دولت ګرم دى چې يو كال وروسته يې لا هم د روحاني وژونكي وونه نيول .


د غونډې يو بل ګډونوال سعيد زابلي بيا په خپلو خبرو كې وويل چې :


كه هغه وخت لا افغان دولت د روحاني وژونكي موندلي واى او د قانون منګولو ته يې سپارلي واى نو په كندهار كې به جاويد احمد نه وژل كېده .


ده وويل :


دا چې افغان دولت د روحاني وژونكي وونه نيول نو په دې توګه د وژونكيو زړه ډاډه شو چې ګواكي څوك مو نيولاى نه شي .


زابلي اندېښنه وښوده چې كه افغان دولت او نړيواله ټولنه لا هم همداسې بېغوره پاتې شي خداى مكړه پاتې خبريالانو به له ګڼو ستونزو سره مخ شي .


دې ته ورته په كوټه كې د ازادۍ راډيو سيمه ييز خبريال باركوال مياخيل بيا وويل چې :


روحاني يوازيني خبريال وو چې هغو سوژو ته به يې فام اوښت كوم چې نورو خبريالانو يې درك نه شواى لګولاى .


د مياخېل په خبره كه افغان دولت په رښتيا د روحاني په وژنه كې لاس نه لري نو څنګه كېداى شي چې په يوه كال كې دي يې وژونكي وونه نيول شي .


د يادوونې وړ ده چې دا لومړى ځل دى چې په كوټه كې د افغان خبريال د تلين په مناسبت غونډه تر سره كېږي .