لوګر: د جويك منځني ښوونځي د بيا ترميمولو كار بشپړ شو

د لراوبر اداره | جون 9th, 2009


 


د لوګر ولايت: نن دروان کال دغبرگولی دمیاشتی په 19 مه نيټه، دلوګر ولآيت مرکز پل علم دجويک دهلکانو او انجونو دمنځنۍ ښوونځى ودانۍ دبيا ترميمولو کار بشپړ اوګتي آخسيتن‌‌ي ته وسپآرل شوه .

هغه غونډه چي دنوموړى ښونځى په آنګړ کى جوړه شوى وه دپوهنى مئسوولينو په ګدون دښوونځيو زده کوونکو، استا دانو آودسيمي يوشمير قومى مشرآنو ګډون درلود.

دغه ښوونځى ودانۍ دتير کال دجوزا په ميآشت کى دنا معلومو کسانو لخوا سوځول شو‌ى چى له امله يى دټولى ودانۍ خونى سوځيدلى آوهم يى دروازى اوګړګى له مينځه تللى وو.

دياد شوى ښوونځى دترميم کار يوه مياشت وړاندى دچک ولايت دبيا رغاونى تيم په مرسته پيل شوى چى ٢٠ زره امريکايي دالره پري لګول شو‌ى .

دسيمي اوسيدونکو دښوونځى د ښوونځى دپرآنستلو پرمهآل دمعارف د مسوولينو سره ژمنه وکړه چى د ښوونځى څخه به کلکه ساتنه کوى .

ديادونى وړ ده چى په نوموړى ښوونځى کى اوس مهال د دريوکليو ٦٠٠ آنجونى او هلکان په زده کړه بوخت دى.

 

Copyright Larawbar 2007-2024